په بالیووډ کې تېر کال د خانانو بخت کار نه کاوه

0 804

تېر ۲۰۱۸ کال د هندی سېنما د حکمرانانو شارخ خان، سلمان خان او عامر خان لپاره ډېر ښه ثابت نه‌شو، ځکه په دې کال کې چې دوی کوم فلمونه بازار ته وړاندې کړل، څومره چې تمه کېده په هغه کچه پیسې یې و نه ګټلې.

په ۲۰۱۸ مېلادی کال کې د بالیووډ سېنما وتلی اداکار سلمان خان چې په سلطان هم مشهور دی، د “رییس۳” په نوم فلم تر څنګ یې “دبنګ” هم پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې کړ، خو “رییس۳” یوازې ۱۵۰ کروړه هندۍ کلدارې وګټلې چې په دې سره دا فلم نه یوازې د چا خوښ نه‌شو، بلکې د هندی سېنما د شنوونکیو له لوری هم له نیوکو سره مخامخ شو.

د بالیووډ سینما د بل وتلی ستوری عامر خان “ټهګ اف هندوستان” فلم هم په دې کال کې چې څومره تمه کېده، و نه ځلېده، ځکه په دې فلم نږدې ۳۲۵ کروړه هندۍ کلدارۍ لګېدلې وې، خو بېرته یې ټولې۱۵۰ کروړه پیدا کړې.

همداراز، د دې کال په وروستیو اوونیو کې د بل وتلی خان، شارخ خان “زیرو” فلم هم بازار ته راووت، خو په ۲۰۰ کروړه هندۍ کلدارو جوړ شوی فلم یې یوه اوونۍ وروسته یوازې ۱۰۰ کروړه وګټلې چې په دې سره ۲۰۱۸ مېلادی کال د هندی سېنما درې واړو خانانو ته ډېر ښه ثابت نه‌شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply