د میدان ښار د برید په نتیجه کې افغان ځواکونو ته ستر ځاني زیان اوښتی

0 822

د میدان ښار  ولایت د والي ویاند  عبدالرحمن منګل  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  نن  د سلواغې  لومړۍ نیټه  د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې  د ملي امنیت  د ځانګړو ځواکونو په قطعې  ډله ایز برید وشو.

هغه وویل چې د برید کوونکو نه لومړی یو تن  د قطعې په مخکې  چاودنه وکړه او وروسته  نور برید کوونکي  د ځانګړو ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.

په نښته کې  درې  تنه ترهګر ووژل شول او  څلورم  تن  د ځان پورې تړي چاودیدونکي توکي وچول.

هغه ویلي دي چې  پدې برید کې  امنیتي ځواکونو  او  ته  ستر زیان  اوښتی دی.

پداسې حال کې چې سیمه ایزو چارواکیو  پدې پیښه کې  د ۱۲ تنو سرتیرو د وژل کیدو او ۳۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی خو  بهرنیو خبري رسنیو بیا  پدې پيښه کې  تر سلو تنو ډیرو سرتیرو د وژل کیدو او ګن شمیر نورو ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

د اسوشیتید پرس  او رویټرز خبري اژانسونو  د میدان ښار ولایت د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي دي چې پدې برید کې  تر سلو تنو  تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت  طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي  بیان کې ویلي دي چې  په میدان ښار ولایت کې د ملي امنیت د  ځانګړو ځواکونو په قطعې  ډله ایز برید کړی دی. په بیان کې راغلي دي چې  لومړی  د ځانګړو ځواکونو  د قطعې په مخکې  د هاموې ټانک پر مټ  چاودنه وکړه او وروسته  نورو برید کوونکو په قطعې برید وکړ.

هغه پدې برید کې  د لسګونو تنو   افغان ځواکونو د وژلو ادعا کړې ده .

TRT Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply