که شینواري ولایت شي څه ګټې لري؟/ استاد اسماعیل یون

0 890

که شینواري ولایت شي څه ګټې لري؟
دا د شینوارو د ولسونو یوه اساسي هیله وه او هیله ده.
لږ تر لږه اتلس کاله کېږي چې زه د شینوارو د یو شمېر مخورو ،ځوانانو ،سیاسیونو او روښنفکرانو د پرله پسې هڅو شاهد یم،د کرزي صیب په حاکمیت کې خبره د هغه تر مېزه ورسېدله.
د ننګرهار د هغه وخت بېلابېلو چارواکو ځکه ددې سیمې د ولایت کېدو مخه ونیوله چې تورخم ګمرک یې له لاسه ونه وځي او کرزي د شمالټلوالې له وېرې دا کار نه کاوه او پلمه یې دا کوله چې ننګرهار وړوکی کېږي.زه چې د کیسې په جریان کې یم ددې کیسې بیان زیات تفصیل ته اړتیا لري چې بل وخت به پرې رڼا واچوم، خو څرنګه چې اوس موضوع عاجله ده ،نو غواړم پر ګټو یې لنډه رڼا واجوم:
۱- د امنیتي پرسونل تشکیل به یې زیات شي ،امنیت به یې ښه شي.
۲- دروغتتایي، تعلیمي او نورو برخو تشکیلات به یې زیات شي ،هم به دې برخه کې ودانۍ جوړې شي او هم به اړوند پرمختګونه وشي.
۳- دولت مجبور دی لکه د نورو ولایتونو په شان شینوارو ولایت ته هم یو ځانګړی پوهنتون منظور کړي.
۴- شینواري به مشرانو جرګه کې ددو منتخبو استازو خاوندان شي.
۴- شینواري به په ولسي جرګه کې یوې ښځینه استازې برخمن شي او د نارینه استازو له غړیتوبه به هم نه محرومېږي.
۵- شینوارو کې به د جلال اباد په شان یو نوی ښار ظهور وکړي او هلته به یو مدني مرکز جوړ شي.
۶- په بېلابېلو برخو کې به د اداري تشکیلاتو په زیاتېدو سره هلته بودجه منظوره شي او خلکو ته به کار پیدا شي.
۷ – شینواري به په ولایتي کچه د یو روغتیایي کمپلکس او لوی روغتون خاوندان شي.
۸-شینوراي به د اساسي قانون په لویه جرګه او نورو لویو حرګو کې خپل استحقاق ولري.
۹-شینواري به په اسانۍ سره خپله جغرافیه کنترول کړي او په اسانۍ سره به د کرښې له اخوا او دېخوا څخه د ورانکارو عناصرو مخه ونیسي او په لسکونو نورې ګټې چې ضورور نه ده ټولې دلته بیان شي.که چېرې د اداري واحدونو زیاتون ګټه نه لرلای، نو له پنجشېر او دایکندي څخه هغوی هېڅکله ولایتونه نه جوړول او نه یې د بدخشان شپارس ولسوالۍ (۳۲) اداري واحدونو ته پورته کولې اونه یې هم د نورو اداري واحدونو د زیاتولو غوښتنه کوله.اوس به د اساسي قانون په لویه جرګه کې د بدخشان استازي تر بل هر لوی ولایته زیات وي.
د ځینو ننګرهاریو بې ځایه اندېښنې او وسوسې او د هغو ځوابونه:
۱- ننګرهار به تجزیه او کمزوری شي!
خوست چې له پکتیا، پنجشېر چې له پروان ، نورستان چې له لغمان او کونړ څخه جوړ شول دا جغرافیه بل هېواد ته لاړه او که دې خلکو ته اداري سهولتونه او امتیازونه زیات شول.؟
۲- مومند او نور قومونه نه غواړي شینوارو سره یوځای شي! نو شینوارو کله ویلي چې دوی دې موږ سره یو ځای شي؟دلته حل لاره داده چې نه یوازې مومند او نور قومونه چې جلال اباد ښار ته نږدې پراته وي او ان د شینوارو هغه سیمې چې جلال اباد ته نږدې وي ټولې باید د اوس په شان د ننګرهار د فعلي تشکیلاتو برخه وي.یوازې د شینوارو د شپږو ولسوالیو هغه برخې چې له مرکز جلال اباده لرې دي هغه باید د شینوارو د نوي ولایت برخه شي او ددې تر څنګ دې په یادو سیمو کې نفوس او جغرافیې ته په پام سره نوې ولسوالۍ جوړې شي.
۳- ننګرهار څخه چې تورخم لاړ نو ننګرهار کې نور څه پاتې شول؟
د تورخم ګمرګ د افغانستان ملکیت دی خو موقیعت یې په ننګرهار کې دی،که دشینوارو مربوط شي که د ننګرهار عواید به یې مرکز ته انتقالېږي.رایا چې د شینوارو مربوط شي له جلال اباد ښار څخه به یې واټن زیات شي که کم؟
د شینوارو ولایت په دې مانا نه دی چې خدای مه کړه شینواري به له جلال اباده پوپناه کېږي بلکې شینواري به هم په ننګرهار کې وي او جلال اباد به یې مدني مرکز وي او هم په شینوارو کې د یو بل مدني او اقتصادي مرکز جوړېدو ته لاره اواره کړي.کله چې لغمان او کونړ له ننکرهاره مستقل اداري واحدونه یا ولایتوته شول ،نو نه له ننګرهاریتوبه ووتل او نه له مشریقیوالۍ.اوس په جلال اباد مدني مرکز کې دومره لغماني او کونړي اوسي چې په د کونړ او لغمان په مرکز کې نه اوسي، ان ملکي او وکالت هم په کې کوي.نو تکړه شئ شینوارو عزیزانو همدا مو وخت دی خولا چې که بیا چا ولایت در کړ.خوند خو به هله وکا چې شینواري ولایت شی لومړی والي یې یاغیستان حاجي، کريټ حاجي ، پېښوری، کابلی، کندهاری جرمنی، میږی، هندوستان حاجي او لومړۍ ښارواله یې خموزوره ترور ،بي بي سي خور ،پلوسه ترور او داسې نرو سوچه شینواري وي چې سوچه پښتانه بسلمانان وي او وروسته که بیا نوبت ادیانو والاوو لکه قمرالدین ،جلال الدین،مفتاح الدین او ښاري شویو شینوارو،لکه غیرت ، ننګ ، پرتم او نورو ته رسېده هم پروا نه کوي.

سلام الیکوم شینوارو عزیزانو! ستاسو د ولایت د لیدو په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply