د امریکا اقتصاد او د ټرمپ واکمني : بهترینه دوره ؟

0 871

ژباړه او زیاتونه : عصمت الله کریمی

ډونلډ ټرمپ د امریکا د پنځه څلویشتم ولسمشر په حیث د ۲۰۱۷  میلادي کال په جنوری میاشت کي رسمآ کار پیل کړ. ټرمپ د ولسمشر کیدو سره سم د چین سره تجارتی جګره پیل کړه ، په مالیه کی یې په بیساري ډول کمی راوستی ، دولتي مصارف یې زیات کړي، امریکا یې له ځینو مهمو سیمه ایزو تړونونو وویستله او د کډوالو پر ورتګ یې بندیز ولګاوه. پر ایران یې بندیزونه تازه، دفاعي بودیجه یې لوړه او د ( تر هرڅه مخکی امریکا America First ) دریځ يې خپل کړ. د ده په وینا امریکا اوسمهال د تاریخ تر ټولو بهترینه اقتصاد لري . ډونلډ ترمب دا جمله په بار بار تکراروي. د واشنګټن پوسټ د یوې څیړنې له مخي ډونلډ ټرمپ دا جمله په تیرو دریو میاشتو کي څلویښت ځلي کارولی ده. که څه هم ټرمپ وایي چې د ده په واکمنۍ کې امریکا بېساری اقتصادي ځواک باندې بدله شوی، خو په حقیقت کې امریکا د تاریخ په تیرو پړاونو کې تر اوسني حالته ښه اقتصادي وضعیت درلود.

د London School of Economics یو پروفیسور میګن بلک وایی که چیري د اقتصاد وده د ملی ناخالص تولید پر بنیاد اندازه کړو، د ټرمپ ادعا ناسمه ده. د دوو نړیوالو جګړو څخه را وروسته امریکا ښه اقتصادي وده درلوده، په ځانګړی توګه د تولید په برخه کې یې د غوره پرمختګ تر څنګ يې د زراعت، ټرانسپورټ، تجارت ، معادن او نورو برخو کي هم ښه پرمختګونه شوي وو. بلک زیاتوي چي په ۱۹۵۰ م کلونو کي د امریکا د بیکاری کچه له اوسنی حالت څخه ډیره کښته وه.

د M.A په نوم یوې تحلیلي ادارې ډایرکټر ریان سویت په نظر که څه هم د بیکاری اوسنۍ کچه د ۱۹۶۹م کال راپدیخوا تر ټولو کښته کچه ده خو د بیکارۍ د کچې ښکته کیدل د ټرمپ د پالیسیو له وجی نه، بلکي د بارک اوباما د واکمنی پر مهال راټبټه شوی.

بیرنی سندرز په خپله یوه مقاله کي چي په ګارډین ورځپانه کي نشر شوه لیکي چي ډونلډ ټرمپ ادعا کوي چي د امریکا اقتصاد یې غوړولی دی اما د ټرمپ دا غوړیدلی اقتصاد یوازی د بډایه خلکو په ګټه تمام دی ، د غریب خلکو له پاره هیڅ هم نسته.  د ټرمپ د ټاکل کیدو راهیسي د امریکا د پنځه بډای کسانو سرمایه د سل میلیارده ډالره په اندازه زیاته سوې ده. د ټرمپ دا وعده چي د مالیې معافیت به د منځنی کچي خلکو عاید د څلور زره ډالره په اندازه زیات کړي اما حقیقت کي داسي ونه شو او د منځنی کچی خلکو مزد پر هر ساعت کې یوازي دوه سنټه اضافه شو. په تیرو څو کلونو کي د کاریګرو مزد یوازي د ۱.۲ فیصده په اندازه زیات شوی چی په ټوله هفته کي نهه ډالره او په میاشت کي ۳۶ ډالره کیږي. حال دا چي په امریکا کي په میلیونونو کاریګر د لږ مزد په خاطر ستړی او زیات کار کوي. حقیقت دادی چي کاریګر اوسمهال د تیرو څلویښتو کلونو په نسبت کم مزد ترلاسه کوي. د دولت رسمي اسناد ښیی چي د بیکاری نرخ ۳.۹ فیصده دی اما که چیري هغه کاریګر چي نیم وخت کارکوي او هغه کاریګر چي د کار طمعه یې لاسه ورکړي وشمیرو، په حقیقت کی د بیکاری نرخ ۷.۶ فیصده دی. له شل فیصده زیات امریکایان ( د ۲۵ او ۵۴ کال تر منځ عمر لرونکي ) د خپل عمر په لومړیو وختونو کي وظیفه نه شی پیداکولی چي دا د تیرو لسو کلونو تر ټولو لویه فیصدي ده.

د ځوانانو د بیکاری نرخ هم باید له نظره ونه غورځول شي. د اقتصادي پالیسی انستیتوت د تازه سروې له مخی ۲۵ فیصده له لیسې فارغه سوي سپین نژاد لرونکي امریکایي ځوانان بې وظیفې ګرځي او یا هم په ډیر کم مزد کار کوي. د هسپانیوی ځوانو امریکایانو د بیکاری نرخ ۲۷ فیصده اما د افریقایي امریکایي ځوانانو د بیکاری نرخ بیا ۴۰ فیصده دی . بیرني سندرز زیاتوي چي د ټرمپ په خبره دا د تاریخ بهترینه دوره ده اما حقیقت کي دا د تاریخ بهترینه دوره نه ده، ځکه ۴۳ فیصده کورنی د خپل کور، خوراک، صحت، ټرانسپورټ او نورو ضرورتونو له پاره پیسې نه لري. دا د تاریخ بهترینه دوره نه ده، ځکه تر نیمی زیات د ډیر عمر لرونکي خلک(old age)  د سپما پیسې نه لري او حیران دي چي څنګه به ژوند ته ادامه ورکوي. دا د تاریخ بهترینه دوره نه ده، ځکه په میلونونو ځوانان پوهنتون ته د لوړ فیس له امله نه سی داخلیدلای ، تر دیرش میلیونه زیات امریکایان د صحت بیمه نه لري ، په هرو پنځو امریکایانو کي یو یې د ډاکټر له لوری د لیکل شوي دوا اخیستلو پیسې نه لري ، او تر څلویښت میلیونه زیات خلک په غربت کي ژوند کوي. دا غښتلی اقتصاد نه دی، ځکه د خلکو متوقعه عمر life expectancy د دریم کال له پاره هم مخ په کښته روانه ده. د غریب او بډای تر منځ د عاید فرق دومره زیات شوی چي په تیرو اته لسیزو کي بې ساري دی. ۴۶ فیصده عاید یوازي د یو فیصد خلکو جیبونو ته ځي. همداراز د سرمایي هم همداسي حساب دی ، د امریکا یو فیصد بډای خلک د ۹۰ فیصده خلکو څخه زیاتي پیسې لري.د امریکا درې شتمن خلک دومره سرمایه لری که د نیم امریکا د نفوس سرمایه سره یوځآی شي ورته نه رسیږي. د تیرو پنځوس کلونو راهیسي د سپین او تور امریکایانو د شتمنی فرق درې چنده شوی دی. اوس مهال د منځنی کچي هره سپین پوستې کورنی د تور پوستي کورنی په نسبت لس چنده زیاته سرمایه لري. په عاید او سرمایي کي توپیر هسی هم زیات دی خو د ټرمپ پالیسی به یې نور هم بدتر کړي. د ټرمپ د مالیی د معافیت ۸۰ فیصده ګټه یوازی یو فیصد خلکو ته رسیږي. د مالیي د معافیت سره د دولت سره د ناروغانو ، بوډا خلکو ، ماشومانو او غریبو خلکو له پاره پیسې کمي شوي. بډای خلک او کمپنی باید له مالیې معاف نه شي بلکی دوی باید له خپلی اندازې زیاته مالیه ورکړي. د غریبو خلکو له پاره باید ژوند کول سخت نه شي بلکي بډای او شتمن خلک باید د ژوند خوښی له غریبو سره شریکي کړي. موږ باید نه یوازي دا چي د امریکا خلکو ته ښه صحي اسانتیاوي برابري کړو بلکي موږ باید د نړی له هیوادونو سره په ګډه د نړي هر وګړي ته د ښه صحي اسانتیاوو ضمانت یا وعده ورکړو. موږ باید د زړو خلکو له پاره د ټولنیزو خوندیتوب او غذا پروګرامونه سخت نه کړو بلکي نور هم دا پروګرامونه زیات کړو تر څو هر امریکایي په خوشحالی او احترام تقاوت شي. ددې پرځای چي د ټولنیز خوندیتوب جال راتنګوو ، موږ باید د هر امریکایی ساعتانه مزد پنځلس ډالره زیات کړو ترڅو هر یو ښه ژوند ولري. موږ باید زده کوونکو ته تعلیم قیمته او سخت نه کړو بلکي دولتي پوهنتونونه او لیسې د خلکو پرمخ په وړیا ډول پرانیزو تر څو هر یو تعلیم ته ازاد او اسانه لاسرسی ولري. ددې پرځای چي زیربنا خصوصي سکتور ته سپارو، موږ باید د خپل سړکونو ، پلونو ، اوبو ، ریل ګاډی او نورو شیانو بیا رغونه وکړو او تر پنځلس میلیونه پوري نوي دندي ایجاد کړو . موږ باید د یو داسي ټولني د جوړولو له پاره مبارزه وکړو کوم چي د ټولو له پاره کار وکړي نه د یو څو خلکو له پاره . موږ باید د اقتصادي ، ټولنیز، او نژادي عدالت له پاره کار وکړو . که چيري په دې بریالي سو چي دا ټول کارونه سرته ورسوو بیا ویلی شو چي موږ د امریکا د تاریخ غښتلی اقتصاد اوس جوړ کړی دی. اما که چيري د لسګونه ستونزو په موجودیت کي وایو چي غښتلی اقتصاد لرو دا به مو مبالغه کړې وي.

ژباړه او زیاتونه : عصمت الله کریمی

جنوبی اسیا پوهنتون د اقتصاد په څانګه کي د ماستری دورې محصل

نوی ډهلی ، هندوستان

اخځلکیونه

دا لیکنه له لاندي منابعو څخه ترتیب او ژباړل سوې ده.

  1. https://www.theguardian.com/us-news/2019/jan/16/trump-economy-billionaires-working-people
  2. https://www.bbc.com/news/world-458274302
  3. https://www.economist.com/special-report/2006/06/15/the-rich-the-poor-and-the-growing-gap-between-them

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply