جو بایدن او د امریکا بهرني سیاست لمړیتوبونه

دوکتور محمد عثمان تره کی 

0 1,097

   ۱۹/۰۱/۲۰۲۱

د نړیوال تړونونو په جوړښت کې د امریکا مثبت او منفي رول:

د دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته امریکا د نړي په کچه د ځینو سازمانونو او بنستونو د رامنځته کیدو په اړه جوړونکې ونده درلود: ملګرو ملتونو سازمان، نړیوال بانک، د پیسونړیوال صندوق، ناتواو د نړیوال تجارت سازمان د امریکا په نوښت یا هلې ځلې په فعالیت پیل وکړل. خو امریکا د ملي او امنیتي ملاحظاتو په پلمه د ګن شمیرو نورو سازمانونو او کانوانسیونونو له ملاتړ نه دډه وکړه. د مثال په توګه امریکا د لاندې تړونونو سره مخالفت وښود: د پرسونل ضد ماین تړون ( ۱۹۹۷م )، د سبکې وسلې د تجارت تړون ( ۲۰۱۳ م )، د سزا نړیوال دیوان تړون (  ۱۹۹۸)، د کمیاوي وسلې د استعمال ممنوعیت تړون ( ۱۹۷۲ )، د هوا ککړتیا کانوانسیون ( ۱۹۹۲).

امریکا په ( ۲۰۰۲) کال د ضد بالستیک توغندیو د تړون نه خپل غړیتوب لغو کړ.

د امریکا د دودیز سیاست سره د ترامپ بریګون :

د یوعمومي ارزونې په بنست ویلي شو چې لږ تر لږه د ۷۰ کال په موده کې د امریکا بهرني سیاست په ځینو ثابتو قواعدو په بنست باندې ولاړ و چې په کې سپینې ماني ته د جمهوریخواه او دیموکرات ګوندونو د ولسمشرانو په راتک سره رادیکال بدلون نه و راغلې. خو د ترمپ په حکومتولي کې د امریکا د دودیز بهرني سیاست استقامت  بدلون وموند: د نړیوالو مسائلو په پرتله کورنيو چارو ته پام واړول شول.

ولسمشرجارج دبلیو بوش ( جمهوریخواه ۲۰۰۱ م ) د امریکا بهرني سیاست ستنې داسې اعلام کړلې:

– د امریکا نظامي تفوق او د لویدیز نړي مشرتوب ساتنه

– د تروریزم سره جګړه

– د دیموکراسي د ارزښتونو نه دفاع

– د منځني ختیز نه پرته د انرژي نوې سرچینې لتول.

سږ کال د مارچ په میاشت کې جوبایدن  د Foreign Affaire په مجله کې یوه لیکنه خپره کړه چې وروسته د ولسمشري په کامپاین کې د دیموکرات ګوند د بهرني سیاست د پلات فورم په توګه ومنل شو. د لیک سر خط « ولې امریکا باید د نړي مشرتوب بیرته تر لاسه کړي ؟ » تر زیاتې اندازې پورې د دیموکرات ګوند نړیوالې لیدلورې څرګندوي. په لیکنه کې ویل کیږې چې د ترامپ نه وروسته باید د امریکا بهرني سیاست د ځان محوري او انزوا نه وږغورل شي.

په نړیوالو چارو کې د دیموکرات او جمهوریخواه ګوندونو تر منځ واحد دریز :

د سولې او جګړې په برخه کې د دیموکرات او جمهوریخواه ګوندونو تر منځ د دریز اختلاف نشته :

کله چې جوبایدن ( دیموکرات) په مشرانو جرګه ( سنا ) کې د بهرنیو چارو د کمسیون مشر و ، په افغانستان کې د بوش ( جمهوریخواه ) د یرغل نه (۲۰۰۱ م کال )  ملاتړ وکړ.

جوبایدن په ۲۰۰۲ م کال د دواړو ګوندونو د ۷۷ کسیزه دله په مشرتوب کې د هغه پریکړه لیک نوښت په لاس کې واخیست چې له مخې یې امریکا د جعلي تور ( د دله ایزې وږنې د وسلې مالکیت )  په بنست په عراق باندې برید وکړ.

کله چې امریکا د عراق د کنترول نه عاجزې پاتې شوې، جوبایدن په ۲۰۰۷ م کال د  عراق د تجزیې د پلان په اړه  د سنا موافقت ترلاسه کړ. د پلان له مخې عراق باید په درې برخو  کرد، شیعه او سني وویشل شي.

کله چې جوبایدن د اوباما حکومت په دوه دوره کې د ولسمشر معاون و، جمهوریخواه ګوند د دیموکرات ګوند د پریکړو نه يې چې باید په لیبیا او عراق نظامي عملیات پیل شي په ننګه ولاړ و. دواړه ګوندونه د روسیې په وړاندې د سخت دریز په نیولو متفق و.

د راي د صندقونو پایلې هر څه چې وي په نړي کې هژمونسیتي سلطه د دواړو ګوندونو واحد خوب دي. خو واقعیت دا دي چې احتمالاً په آسیا کې د نوې ځواکونو خوځشت به یاد خوب له کابوس سره مخ کړي.

د امریکا په بهرني سیاست کې د جوبایدن لمړیتوپونه :

۱- د امریکا نړیوال مشرتوب راژوندي کول:

 د جوبایدن له انډه ولسمشر ترمپ امریکا د خپلو شریکانو نه لرې ساتلې ده. د هیواد بهرني سیاست کمزورې او د امریکا نړیوال مشرتوب تر پوښتنې لاندې راوستې ده. جوبایدن پدې باور دي چې امریکا پرته د متحدینو له مرستو نه  په انزوأ او یوازیتوب د یو ویشتم پیړي له چلنجونو سره مقابله کولي نشي.

۲- د امریکا او اروپا د امنیت ستنه  یعنې ناتو ته لازیات پام :

د جوبایدن په واکمني کې د ناتو غړیو هیوادونو نه به غوښتنه وشي چې د ناتو په بودجه کې زیاتوالې راوړې.

۳- د دیموکراسي نړیواله غونده :

د ولسمشري په لمړي کال کې د دیموکراسي د تینګښت په موخه د یوه نړیواله غونده رابلل د جوبایدن د حکومتولي په اجندا کې ده. په غونده کې دیموکراسي پلوه مشران او د مدني تولنو به غړیو برخه ولري. داسې مالومیږي چې د دیموکراسي د اصولو د تینګښت اصلي موخه  د دیکتاتوري نظامونو او په ځانګړې توګه د روسیې او چین په وړاندې د یوه نړیواله جبهه جوړول وي. د بشري حقونو نه د سرغړونو په وخت، جبهه د فشار د لاسوند په توګه خپل رول ادا کوي.

د افغانستان په اړه د جوبایدن دریز :

د سړې جګړې په ختمیدو او د نړي د یو قطب کیدو په چاپیریال کې، امریکا  د نړي په کچه ځان یکه تاز او ارباب ګنل. خو د ترامپ په راتګ سره امریکا کورنیو مسائلو ته پام واړاوه.

دمګړي جوبایدن ته د ترمپ « امریکا محور» سیاست په میراث پاتې شوې ده. سره له دې چې جوبایدن د امریکا د هژمونیستي سیاست په ملاتړ مخکني مهمې کارنامې لري او د افغانستان او عراق د اشغال له مهندسینو څخه و خو ګومان نه کیږي چې دي د بهرنیو او کورنیو لاملونو له مخې بیا د بوش په ګامونو کې قدم کیږدي.

د افغانستان  د جنجال نه د وتلو په موخه، جوبایدن پرته له دینه چه د طالبانو او امریکا تر منځ موافقه لیک سره موافقه وکړي بله چاره نلري.

« پاي » – فرانسه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply