د چین او نړی پر اقتصاد د کرونا ویروس اغیزې

لیکنه: عصمت الله کریمی

0 984

کرونا ، هغه نوم چی په اورېدلو یې زیات خلک د وېری احساس کوي او فکر کوي چی یو لاعلاجه مرض یې کلي او کور ته رانږدې کیدونکی دی. دلته موږ پر دې بحث نه کوو چی کرونا ویروس څنګه رامنځته سو، نښي نښانې یې څه دي او د مخنیوي لاري چاري یې کومي دي بلکي اصلی بحث د خلکو د ژوند تر څنګ د چین او نړی د ګټو دی چی د اقتصاد له اړخه پرې پوره بحث کیدلی سي. د نړی ستر اقتصاد امریکا، دوه کاله مخکي د چین د اقتصادي ودي راکمولو او خپل تجارتی کسر کمولو له پاره له چین سره تجارتي جګړې ته راودانګل چی د چین اقتصاد ته یې ستونزي جوړي کړې او اوس یوځل بیا چین پر امریکا نیوکه لري چي په لوی لاس کرونا ویروس ته کمپاین کوي او د چین غوړیدونکی اقتصاد یې د یوڅه مهال له پاره له ستونزو سره مخ کړی دی.

 امریکا او چین د نړی تقریبآ څلویښت فیصده اقتصاد جوړوي چی ددې دواړو هیوادونو په اقتصادی حالت کښی لږ تغیر هم د نړی پر اقتصاد پوره اغیز شیندلای سی. د نړی اقتصاد څو لسیزي مخکی د لومړی او دویمي نړیوالی جګړې چی په ترڅ کي یې له پنځوس میلیونه زیات انسان ووژل سول، له امله له بحران سره مخ سوی وو. له هغه وروسته دوه لسیزی مخکي د ۱۹۹۸ کال مالی بحران د نړی اقتصادي وده لږ راکمه او فعالیتونه یې له ځنډ سره مخ کړه. همداراز یوه لسیزه مخکي د امریکا د ۲۰۰۸ کال بحران د نړی اقتصاد له یوڅه ستونزو سره مخ کړی وو. خو له ۲۰۰۸ کال وروسته د نړی اقتصادی وده نسبتآ مخ په ښه کیدو وه او ورځ تر بلی د نړی اقتصادونه د انضمام او ګډي همکاری طرف ته تلل اما اوس ورته د کرونا ویروس د سر درد جوړیدونکی دی.

په چین کښی د کرونا ویروس له امله د اقتصادی فعالیتونو کمیدل د نړی پر نورو هیوادونو بې له اغیزې نه شی پاتی کیدلی. چین له امریکا وروسته د نړی دوهم ستر اقتصاد دی او د نړی په کچه د تیلو ستر وارداتی هیواد بلل کیږي، ګڼ شمیر فابریکې د تولیداتو یوه برخه او یا زیاتي برخي په چین کښی جوړوي، چینایان د نړی په کچه یو له هغه ملت څخه دي چي پر لوکس اجناسو زیاتي پیسې مصرفوي او همداراز د نړی ګڼ نفوسه هیواد هم شمیرل کیږی چی د نړی ستر مارکیټ هم ورته ویلی سو. د امریکایی ټلویزون ( CNN ) د یو راپور پر اساس په چین کښی د کرونا ویروس د خپریدو له وجی د اقتصادي فعالیتونو د کمیدو سره په نړی کښی تیلو ته تقاضا رالویدلې ده، ګڼ شمېر فابریکو خپل تولیدات کم کړي دي، د سیاحت هم خاص مزه نشته، همداراز لوکس اجناسو ته تقاضا هم رالوېدلې ده. په راپور کښی راځي چی د موټر جوړولو کمپنیاني به مجبور وي چی خپل تولیدات د روان کال په لومړی ربعه کښی د ۱۵ فیصده په اندازه راکم کړي، همداراز ټویوټا کمپنی هم اعلان کړی وو چی د فبروري تر ۱۷ نیټې پوری به خپله کمپنی بنده ساتي. بل خوا، ځینو کمپنیو خپل یو شمېر څانګي په چین او ځینو هیوادونو کښی تړلي دي.

ددې هرڅه په نتیجه کښی د چین اقتصادي وده د ۲۰۲۰ کال په لومړی ربعه کښی ۴.۵ فیصده ته رالویدلې ده چی په تیرو دوو لسیزو کښی د چین ترټولو کمه اقتصاد وده ګڼل کیږی او د نړی د اقتصادی ودی سرعت هم ورسره راکمېدلی سی. چین اوسمهال په خپل ټول توان هڅه کوی چی د ویروس مخه ونیسي تر څو اقتصادي فعالیتونه بیرته له سره پیل، د خلکو او پانګه اچوونکو اطمینان بیرته جوړ او پانګه اچووني ته زمینه برابره کړي. د ویروس د مختیوي له پاره یې د لسو ورځوڅخه په کمه موده کی زر بستریز روغتون جوړ کړ ، همداراز خلکو او فابریکو ته یې مالیه هم معاف کړه تر څو د خرید قوت ډیر کړي او د سود په نرخ کښی یې هم پوره کموالی راوستلی دی.

دا چی ایا چین په یوازي ځان په دې توانیږی چی د ویروس مخه به ونیسی او که یا ؟ دا به وخت ثابته کړي خو دومره باید وویل شي چی د کرونا ویروس په څېر هر وایروس نه یوازی د چین بلکی د ټوله نړی اقتصاد له پاره ستونزي جوړولای سی. دنیاوالو ته په کار ده چی د پولي تړلو پرځای په ګډه د ویروس د مخنیوي له پاره لاس په کار سي ترڅو د ټوله نړی د هیوادونو ګټي خوندي او د اقتصادي فعالیتونه له پاره یوه خوندي فضا رامنځته شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply