سیکهـانو تاریخ او دین ته کتنه/ همایون دوست

0 843

څلورم ګورهـ.
ګورهـ رام داس دیوجي ـ (۱۵۷۴ـ ۱۵۸۱م.)
عمرخوړلی عامر داس وپتیله چې له خپلو دوه زومانو «رامي» او«جیتها» څخه یو کس د ځان ځایناستی وټاکي، دواړو ته یی دنده وء سپارله چې په بیړه یوی ویالې کې اوبو ته بند واچوﺉ، دوي په ډیری خوارۍ سره ایله په دری – څلورو ساعتونو کې باره بشپړه پورته کړه، ګورو د دوی کار ناسم وء ارزاوه او دواړو باندی په غوریدو سره هغه باره په نسکوره کړه، دوي له سره په جوړلو پیل وکړ، داعمل تکرار شو، په څلورم ځل ویجاړولو کې «رامي» وء انګیرل چې ګواکې بوډا ګورو له سده وتلې، ده د ستړتیا په پلمه ځان څنډه ته کړ؛ «جیتها» په یوازی سر کار جاری وساته، اووه واری په ده د تیږو باره دنګه او ړنګه کړه، ده اتم ځلي ته اوږه ورکړه، خو په مؤدبه لهجه یی وویل چې « صایب، خام عقله یم تجربه نه لرم، ته یی مازی راته وښایه چې تیږی څنګه بار کړم؟ »، په دی کې ګورو خټ، خټ وخندل او وه ویل چې بچیه دا ستا د زغم او زیار ازموینه وه.
عامر داس، سیکانو ته په خپل نیابت «جیتها» د څلورم ګورو په صفت د «رام داس» تر نامه لاندی (۱۵۷۴م.) په ګوته کړ.
جیتها: لاهور میشته زیارکښ هندو«هرداس» کور کې په ( ۱۵۳۴م.) زیږیدلي ، مور یی «دایا واتو» د دریم ګورو کلیواله وه، جیتها له وړکتوبه په کراتو نیکه کره تګ او راتګ کاوه او کله نا کله به استوګن شو، هلته به یی کوڅه په کوڅه ګرمی چولی ګرزولی او پلورلی٭ ( باقولي، شورنخود په ساری وړه سوداګری ده)، په همدی ترڅ کې عامر داس د لور« بهانی» سره اشنا کیږی، چې ورسته ورسره د ژوند ملګرتابه غوټه ګڼده کړه ؛ پس له واده یوه ورځ، جیتها د غریبکارو سره ګډ په کار بوخت ؤ چې ناڅاپه په ګنګا سیند کی تازه لمبیدلو ماما خیلو یی ولید، پیغور یی ورکړ *( هندوانو کې ګنګاه د غسل ثواب، لکه د حج ادا کول دي) چې « ستا د خسر نه مو دومره د لوی ظلم تمه نه لروده چې تا د پلیتو سره یو ځای په بیګار اخته کړی او په ولس کې دی د عزت خیال وه نه ساتي، بیا نو ولی در سره خیښي کوله؟ ده خو موږ ټول په شرمو وشرمولو، خیر ته ملامت نه یی دا هغه دی چې په موږ یی ټولنه کې د حیثیت لرلو لورینه نه کیږی، ته خو څه سیلاو یا سیلۍ نه یی راوړی، چې بی کسه اوسی او تا څوک په نجس ذات کې ګډ کړی، زموږ خورزی یی، اوس به ورسره وءګورو او په دی اړوند به ورنه سپیناوی وغواړو»؛ ده په ځواب کې وویل چې: « زه پرته د چا له غوښتنې په خپله خوښه له دوی سره کارکوم، ښایی ستاسو له لیده عامر داس زما خسر وی، خو زما له نظره هغه د انسان په څیره کې سپیڅلي ملایک دي ». د دی خبرو سره، سره بیا هم پاریدلي ماماګان یی په غونجه ټنده عامر داس په سي لاړل او پرته له روغبړه څخه یی په ترخه لهجه، خبرو تکرارولو کې لا غبرګه کړه چې همداوس یی هم په خاورو او دړو ککړو ویښتانو سره د خټو نه ډکه ټوکرۍ په سر بار وه، ستا د شان سره نه ښایی چې دومره ظالم اوسې. کله چې ګورو په سړه سینه د دوی سپکی سپوری واوریدی، نو ورته وویل چي« ړمبی باید ووایم، چې ما ستاسو خوریه کوم کار یا بیګار ته نه هڅولی او نه مي لیږلی، ستاسو په دی زیری هغه لا زړه ته رانیږدی او ګران شو، د خدایه څخه شګرګوزار یم چې ماته یی د خواریکښانو خواخوږی، بی کبره او بې غروره زوم په برخه کړی؛ تاسی ولې خواشینی یاست؟ زړه مي په تاسو سیځی، چې دومره نا شکره مخلوق یاستی چې د هغو انسانانو د لاسونو ټناکو او د تندی خولو له برکته چې خورۍ، څکۍ، اغوندۍ، ژوند پایی ، پرته له دی چې احسان یی ومني یا یی لږ تر لږه اصل د کرامت ته لږ زره درناوی وکړی، دوی د ټیټ ذاتی، نجس او پلیت په سپکوالو رټی، تاسي زما د زوم «جیتها» له دړو او خټو ککړ ویښتانو اندیښنه مه کوئ، هغه په وینځلو سره څو شیبو کې پاکیږی؛ خو له بده مرغه که تاسو هره ورځ هم سل او زر واری په ګنګاه کې خپل سرونه غوټه او غوپه کړی او یا د ګنګا ټولی اوبه په سر راواړوی، ناشونی ده که پاک شی ، ځکه خیری ستاسو د سر په کنډول کې دننه غوټ په مغزو کې نغښتی دي. کاشکی خدای نه هدایت وغواړﺉ چې ستاسو زړه او ماغزه د کینی او تعصب له ناولتوبه وتوږی. 
د نوموړی ګورو خلافت پیره ډیره موده په لوی لاس تنګولو او خنډولو په موخه، د سـرتمبه بتګړی (هندو روحانیون) سره په مناظرو، مناقشو، ګوت څنډنو او ګواښونو تیره شوه، هغوی به داسي پوښتني ورته ږرولی لکه : ستاسو په دین کې ولې ملا، زاهد، راهب او یا تجرد، ښیری او شیطان نشته؟ بدیل یی څوک او څه شی دي؟ او دی ته ورته نوری.
په غبرګون به یی ګورو د منطق په رڼا کې په معقوله دلایلو د هغوی پوښتنی دومره په زړه پوری ځوابولی، چې کله به یی جادوګرغږ له ستوني پورته شو، بیرته به نیغ ناظرینو د زړونو تل ته ښکته کیده، په دی وجی ان ګڼ براهمن او بتکړی په ګډون د نورو ادیانو په لسګونه زره پیروان د نانک دیو په لار روان او سیک د قافلی وګړني شمیر په انډول کې په پراخه پیمانه دروند بدلون راوستلو سره، لیکې پیاوړی او د خوزښت تګ لا پسی ګړندی کړ.
ورسته له ګڼو اوږدو جر او بحثونو څخه د رامداس ځواکمنو استدلانو په مټ پړ او ماته شوې خړسترګي بتګړې چې نوره د مخامخی مشاجری لړۍ غزولو وسه په ځان کې ونه لیده، بیا یی نو په ټول قوت سره له هندو ایین نه د حراست په پلمه په زهرو لړلو تبلیغاتو د شخړو اور ته د مندر جنډه رپوله، تر څو د دغی لارې عامه هندوان د مسموم کړای شوی اذهانو په بې خودی کې، وهڅوی چې د یو خونړۍ بلوا په ناتار کې، تازه غړیدلی دین نښی او نښاني سره د دیندارانو یی د پوپناهی کندی ته ټیل وهی او په سر یی خاوری واړوی. ګورو رامداس د بتکړی له همدغه ګواښ مخنیوۍ او شنډلو په مخینه، لاهور په څیرمي کې د مسلمانانو تر واک لاندی ډوب د ځنګل په منځ کې، د سرخوندی ساتلو په خاطر، د اوه سوه نغدو روپی په بیه، د خپل لاهور میشته اوښي په لاس د افغان جایګیردار څخه د یوی جبه زاری سیمی قواله تر لاسه کړه.
ده، په ړمبی پړانو کې هلته په (۱۵۷۷م.) د ښارګوټی تاداو ډبره کیښوده، د ګورو ناستځای او استوګني له پاره لویه ماڼی ودانه او د هغې په چاپیریال کې ونی او بوتي له بیخه وریبل، ځمکه ژوره وکینله، بیا یی چینو د اوبو لوری ورته راواړو او لنډه موده، د ځنګل په بدیل یی جهیل رامنځ کړ، چې په راتلونکی کې د نانک دیو امت خپلی ترسره کړی ګناه ګاني په کې ووینځی. د جهیل ته په لومړی سر کې «کوثر جهیل» او ښارګوټي ته د «رامداسپور» نوم ورکړ، دا ښار د همدغه جهیل په برکت چې ورسته «امریت سار» [ «امریت سمندرګی» یانی د «ګبینی اوبو سمندرګي»] حیاتی ارزښت ورکړ، د ګورو په پاملرنه دی ښار ته پانګه وال، سوداګر، د مختلفو څانګو کسب کار، مزدورکار ته د استوګنی او فعالیت بلنه ورکړ شوه، چې نوموړی ښارګوټي په لنډه موده په بیساری چټکې او بیړنی ودی سره د شمالي هندوستان په کچه په لوی ښار بدل شو، چې تر نن ورځې پوری، د مذهبی ارزښت سربیره د سیکانو لوی اقتصادی او سیاسي مرکز دی او د نانک دیو پیرانو باندی یی زیارت کول واجب الفرض دي، نو د نړۍ له ګوډ، ګوډ نه کال په کال د سلګنوزره سیلانیانو میلمه پالنه کوی.
ګورو نازک خیاله شاعر و، د ده په ګوتو د ټنګ ټکور په ساز برابر ۶۷۹ کښل شوی منترونه ته په «ادی ګران» کې ځای ځانګړی شوی .
ګورو رامداس په (۱۵۸۱م.) د سپتمبر په ړمبي نيټه د ابد له پاره له دی نړۍ سترګی پټی کړی، او ځای ناستي تشه یی کشر زوی « ارجان دیو» ډکه کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply