همزولی، همبڼه، همموخی غورځنګونه- دریمه برخه

همایون دوست

0 822
۱۶ م. پیړۍ په دویمه نیمایې کې، د ژان کالوین غورځنګ د ودې لا په ابتدایي پړاو کې ساه کښله چې، ده د شړیدلي کاتولیک دین له څرګندو نیمګړتیاو او بربنډو متضادو اړخونو څخه د پردی په پورته کولو سره، عیسوي نړۍ دعوت کړه چې، « د قبر له عذابه او د دوزخ ابدي اور له کړانو څخه د ژغورلو پاره، پاک پروردګار په خپل مرحمت، مسیحي امت باندې فرض واجب ګڼلي ده چې، د هوګونټو (کالونیستانو) مقدس کاروان په نیک بخته قافله کې ګډ او په ریښتیني هوډ د نوی مبارک الهي آئين ارونو ته چې د اوسني عصر د غوښتونو او اړتیاو په بڼسټ نازل شوي غاړه کیږدي…؛ ورپسي یې د ملایانو د جدي ګواښونو او ځانګړو امنیتي تدابیرو له پاسه هم، د ده مریدانو د فرانسې هیواد په لویدیځو برخو کې خلکو ته خبرداری ورکړ : «… کوم بدبختان چې محتال شیطان د فیتنو په ریا تیروتلې او د تیر په څیر د پاک رب په بدیل بت لمانځني او د شرک پالنې جهالت ته، په یوه او یا بله پلمه د دغه سپیڅلي دعوت په پرتله ترجیع ورکوی… هغوی ته یې په ټاکل شوي مهلت سره سپارښتنه وکړه، چې د امنیتي ستونځو له کبله غوره ده چې د اړوندو سیمو څخه چیرته په ورایه واټن کې، د دوی د سترګو ځان پناه کړي او بیا یې په ډیر ځیرکتیا سره کروندګرو او نورو ښاري کسبګر قشرونو ته، په ستوغه ګوته څڼډ وهله چې له نن پس دولت او کلیسا ته د عشر او ذکات له ورکولو ډډه وکړی، دی پریکړې له درکه یې نه یواځې د کلیسا او دولت د لګښتونو تمویلي سر چيني ته ضربه ورکړه، ورسره یې ګڼ شمیر زیارکښي ستومانه پرګنې له دی وجې هم ملګری شول چې د استبدادی حکومت او خیټوری کلیسا د اجباري او درندو مالیاتو له پیټي څخه یې اوږی سپکې شوی، په دی تړاو هوګونټانو په ټینګار سره یادونه وکړه چې، دریمه لار یا ناپېلې لار نشته، که خدای مه کړه کوم دوه مخی کم بخته د دواړو په ګوته شوو لارو د تګلوري څخه پښه لږه هم کږه وغځوي، د خون پړه به یې په خپله غاړه وي…په همدا شان دوی په خپلو ویناو کې کاتولیک مولویان د توطئه‌ګرو، مشرکینو او منافقیونو په تور واجب القتل وګڼل.
بالاخره د مهلت مودی په ختمیدو سره، هوګونټانو کلیساو باندې په بریدونو لاس پوري کړ، دوی به دننه په کلیساو کې، د مولویانو او متوالیانو د ځورنو، وژلو برسیره، انسان د څهري په بڼه د خدای تصوري تصویرونه، د عیسې(ع) صلیبي مجسمي، هغه د مور مریم بي بي او په دیوالونو باندې د نورو دیني اولیاءو کښل شوی انځورونه، تابلوګاني او مونومټونه، بت لمانځني او د شرک موجبي ابزارو تر نامه لاندې له منځه وړل، دوی اولیاءو ته هر ډول عبادي خوځښت او په ټوله کې سنت لمونځونه ناروا او بدعت ګڼلو. د دوی په باور یو رب تعال د عبادت مستحق ؤ، نه بې روحه انځورونه او مجسمي، هغوی دا ډول عبادت بت پرستي او خرافات ګڼل، په کلیساو کې دوی د مقدسي موسیقۍ (د رباب او سریندی په څیر الات) چې د عیسویانو په عقیده جنتي موسیقي ابزار بلل کیدل، ماتولی.
قهریدلې کلیسا چې، اروپایي ولسونو د ټولنیزو چارو په مادي او معنوي هر اړخیز بهیر باندې، د ګڼو پیړوی را په دی خوا د خپل واک او ځواک منګولی بشپړې خښي کړی وی او دین کې یې د یو ټکې سمښت یا د ادلون او بدلون سره قطعاً د جوړ جاړی او پخلایني د یوه څاڅکی زغم وړتیا نه لرده، دوی په غبرګون هوګونټان مرتد، کوڅه ډب یاغیان او الشیاطین ونومول او انجیل د ګڼو ایتونو په رڼا کې وژنه هم مباح اعلام کړه، د دوی په غوښتنه پادشاه دین څخه د حراست یو ځواکمن لښکر چې د سر شمیر او پوځي تجهیزاتو د سمبالښت له اړخه، د هوګونټانو په انډول په څو کراته غښتلې او پیاوړی ښکاره کیده د پلازمیني پاریس څخه، د کلونیستي غورځنګ سټولو په موخه فرانسې لویدیځ په لور مارش کړ، څنګه چې په پیل کې غورځنګیانو ثابته او ټاکلی قرارګاه نه لرده، چې سرتیري یې په وړاندې جبهي جنګ پرانیزي، همدغې تشې هوګونټانو ته د غلچکو چاپو له پاره ښه لار هواره کړی وه او کله نا کله به یې شاهي لښکر ته پریمانه مالي او ځاني زیانونه واړول، خو کله به چې دوې پخپله د باالمثل بریدونو یا د کمینونو په پایله کې، سرتیرو د ښکار قرباني شول، بیا به نو دوي، د لارو په شکولو، دیني او دولتي تاسیساتو په لوټولو، ویجاړولو، د غیر محاربو کاتولیک پیروانو په ډلیزو وژنو او … نورو وران کړنو، د خپلي ماتې غچ تر لاسه کاوه. څومره به چې په دوی باندې پوځي فشار ډیریده، په همهغه پیمانه دوې د تشدد تریخ والې تاو اضافه کاوه او په همدی طریقه به جګړه لا پسي توده او اوږده وله. په ۱۵۶۷م. یوی پیښې چې ټولی عیسوی نړۍ ته ټکان ورکړ، هغه دا وه چې دوی یو وار مسیحیانو د دیني علماو سرمشریزي شورا په یوی کابو سل کسیزي غونډي برید وکړ او هغوی ټول یې له یوه سره یوې څاه ته سر په سر تخته او سټ کړل. دغې خواشیني پیښي په اړه، که د مدنی لیدلوري د هر اړخه، اړخ په اړخ ارزونه وشي، پرته له شک څخه چې دا جرم، د سړیتوب د یو اړخ سره هم اړخ نه لګاوه، خو د بل اړخه همدغو په خټه ایتالوی توکمه لاتیني ژبي ملایانو، کله چې د خپلي ژبي په برکت مسیحیت د دین او د ائین تبلیغولو او ترویجولو د بشپړ بهیر، محرابي دریځ د ځان او د خپل وراثت شرعي او ابدی ملکیت په څیر انحصار کړ، دوی د تاریخ په اوږدو کې، خپل سیالان تل په همدا ډول خشونت او تشدد، ژوندی په اور ځیلي، ژوندی یې خاورو لاندی کړی او … همدوی ؤ چې د صلیبي جګړو په مهال خپل لارویان هڅول چې د سخت تشدد په طریقه دی د بیت المقدس په ګډون منځني ختیځ د مسلمانانو له ولکی راستون کړی او په همدی ارمان یې سلګونه زره مسلمانان او یهود له تیغه تیر هم کړل، پښتو متل دی «څه چې کرې هغه به ریبې» لڼډه دا چې تشدد او خشونت، د کرکي او تعصب د زهرو کوم تخم چې دوی پخپله د مسیحیت د دین په پټي کې کرلی ؤ، د هغي خوند هوګونټانو بیرته په همدوی داسې وڅاکه، چې نه مازی مسموم او سرګیچ په ځمکه راوپرځول، ورسره یې د عبرت درس په ورکولو سره ، په داسې غاښ ماتونکی ځواب غرور او حیثیت د پښو لاندې څپلۍ کړ. همدا شان هوګونټانو د اوږد مهاله مقاومت له لاسه ودانه فرانسه ویجاړه او اقتصاد یې نسکور او دومره کمزوری کړ، چې نور یې جګړی د غځولو وس نه لروه، په ښارونو او په ځانګړی توګه پلازمینه پاریس کې، ګڼشمیر خواریکښان د بېوزګارۍ له وجې د سختو ستونځو، بیوزلۍ او ولږي په کړاو ځوریدل، د فرانسې لودیځ او ختیځ تر منځ د مذهب په بڼسټ کرکې او دښمنی تر نه پخلاینې کچې لواړه شوي وه، چې ان هیواد یې په دوه برخو د شلیدلو خطر سره لاس په ګریوان ؤ.
مهمه یاد واینه ده، چې ۱۵م. پیړۍ په دویمه نیمایې کې، جرمنیانو په نووښت چاپ ماشین (تایپوگرافی) د اختراع برکت ؤ چې د لویدیځې اروپا په سترو کار او باري سوداګریز ښارونو کې، روښانفکر قشر پیدا او وغوړید، هوګونیټان هم همدې قشر مخکښ مبارزین وو، چې په میړانه یې د خپلو ویدو وطندارانو په غوږونو کې، په مورنۍ ژبې (فرانسوي) کاتولیک د عوام فریبو ملایانو د فیتنو ریښتینې ماهیت په جګ غږ بربڼډ او رسوا کړ، ګرچې اخوندانو د دین په نامه تر ورستۍ جنوني وسې پورې، په رنګارنګو چلونو او فشارونو خپله زور وازمایه چې، د دوې د رسنۍ (مطبوعاتو) ژبه غوڅه مخه ډب کړی، مګر دا د عصر په غوښتنه او د تاریخ په جبر شوني نه وه او همدې ټکر فرانسې د سینې ختیځ او لویدیځ تر منځ د قطبونو چاود، د بیلتون کرښه کش او هیواد یې د اخونديفکره او روڼفکره په دوه تربوره او ترپګنو ګوندونو یو د بل سره مخامخ‌ صف بندي کړ، سر بیره په دې چې د وخت کلک زړې کاتولیک پادشاه (ګینریخ- ۲) له پلازمینې پاریس څخه د کالونیستي غورزنګ د انحلالو په موخه په کراتو د خپل هیواد په لویدیځه برخه بریدونه وکړل، ګرچې لښکر یې په هر وار د زیانونو پرته، د پام وړ بریا نه لروده، خو بیا هم ده د کلیسا په ټینګار، جنګ ستونځو د حل غوره لار ګڼله او تر هغې جنګیده تر څو چې د شاهي خزاني جیبونه یې په تش کړل. له لویدیځ څخه چې د ګمرکې مالیاتو لویه چینه ګڼل کیده، هغه لا وار له مخې په وچه شوی وه او په ختیځه برخه کې، چې د ( واحد خدای،(واحد!؟) واحد پادشاه، واحد دین او واحد ائین) تر توغ لاندې، لویو خانانو (ځمکوالو) قبیلوی قومي مشرانو، پادشاه ته د بعیت ژمن وو، د لویو خانانو په ډله کې تر ټولو شتمن او بډایه خان، دولت ته د مالیاتو له تحویلولو څخه معافیت د امتیاز په جواز کلیسا ګڼل کیده، هغه مهال هلته د منځني ملکیت کروندګرو شمیر کابو په نشت کې شمیرل کیده، لږ ځمکو خاوندانو خپل جایدادونه، جنت کې اجر تر لاسه کولو په امید، خدای په جات کلیسا ته په اعانو او نذرانو کې هدیه کړی وو، نورو خانانو اکثریت چې د شاهي دربار اشراف او خواخوږي ملاتړي وو، هغوی د مالیاتو مجموعي مبلغ، جنګ د درندو لګښتونو پوره کولو وړتیا نه لروده، پاتې شوه د ټولنې اکثریتو دیندارو او دین ته سرسپارلو وفادارو د پاک زړو پرګنو د مالیاتو ربړه، دوې ته چې د ګڼو پیړیو را په دې خوا، له نیکونو، غور نیکونو څخه کاتولیک د سرودنو، دروندونو، دودونو، روایتونو.. په ټوله کې سرتاسرې عقایدو باندې د غیرت په بڼه د ایماندارۍ روحیه په میراث پاتې وه او په دین کې هر ډول سمښت، د خپلو نیکونو معنوې امانت په وړاندې، جنایت، خیانت او بدیعت یا زموږ (مسلمانانو) په اصطلاح کفر ګڼلو، دوې اخوندی ملایانو د خطبو اغیز لاندې خپلې شته ناخوالوی په پړه هوګونیټان ګناهکارول او د پادشاه څخه هیله لروده چې په ډیره بيړنۍ تلوسې دې د دوی د دین دغه شیطان صفته دښمنان، مخکې له چې په ابدې دنیا کې مسیح امت د جنت له نعمتونو څخه بې برخه کړی، توري د څوکې له تیغه تیر او تباه کړي، نور نو بې وزله ولس په مالي کاته کې کومه ټنګه په لاس کې نه لرود چې پادشاه ته یې نغد په ګوتو کې کیږدي، ځکه د دغه نالوسته جګړه ځپلې او کړاو روږده ولس، لویه برخه د بورو میندو، کونډو رنډو، یتیمانو، معلولینو معیبونو او پوندي چادو لاس تڼاکو زیارکښانو، د ګډولې هغه وږی تږی ساکښه لوی لښکر ؤ چې خوارانو په هر دم کې، په هر ګام کې یې پخپله د لاس نیوی مرستې ته اړمن وو.
د تاریخ همدا حساس پړاو کې پادشاه ګینرخ – ۲ د شهسواري په یوې سپورتي «نیزه لوبې» سیالۍ کې له خپل سیال له خوا په ۱۵۵۹م. کال کې ووژل شو او په ځای د ده ولیعهد نابالغ زوي شهزاده فرانڅیسک په تخت کیناست، خو شاهي رسمي چارې هغه د میرمنی تره د ده تر بالیغیدو پورې په مخ وړلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply