همزولی، همبڼه، همموخی غورځنګونه- څلورمه برخه

همایون دوست

0 825

همزولی، همبڼه، همموخی غورځنګونه- څلورمه برخه

  وارفلوم* شپې مخینې ته لنډه کتنه

پادشاه «کینریخ ۲» د وژل کیدو پس د هغه مشر پنځلس کلن زوی «فرانڅسیک-۲» د خپل خسر «شرلوم غیز» د سر پرستې لاندې تاج په سر کیښود، له دې سره په رسمیاتو که «والیا» واکمنه قبیله ګڼل کیده، خو په عمل کې شاهې واک پادشاه د خسرګنۍ «غیز» فرقې( کاتولیک میاګان)، مشر اخوند فرانسوا غیز لاس ته ورغي، چې دمخه څخه عدلې او قضایې ارګانونو برسیره د دربار په لوړو پوړو کې، له پراخ نفوذ څخه‌برخمن ؤ، ده لا پخوا په محکمو کې د «اور کوټې» په نامه یوه څانګه پرانیستلې وه، چې دینوی چارو سر غړونکو یا بدعت (کافرو) دوسیې یې څیړلې او په سلګونو، سلګونو بې کسه او بې وسه متهمین یې، د کلیسا په نغریو کې په ژوندینه لولپه ایرې کړی وو، شتمن به یا د زر او یا د زور په زور بخښل کیدل، دوې د زور زیاتې څخه د دربار سخت زړې کاتولیکان څخه نیولې چې ان شاهې کورنۍ غړي هم ناراضه وو، مخالفینو یې په کراتو د وژنې ناکامې هڅې وکړې، یو شمیر یې کالونیستي غورزنګ په کاروان کې ورګډ شول، خو د دوې له چا سترګه نه سوځیده او روزمره به یې دین څخه د حراست په پلمه د ځورونو، شکنجو او وژونو لړۍ روانه وه، چې ځوان ناروغ پادشاه لا د ژوند اولس کلنې کالیزه نه وه لمانځلې چې مړ شو، خو سره له دې هم اخوندانو د دوه کلن میلمه (مؤقت) حکومت پایلو، په فرانسی باندې پوښتۍ ماتې او د کړکیچونو ژورې کندی ته یې ور ټیل وهله؛ څنګه چې متوفی پادشاه اولاد نه لروده، نو ځکه د هغه لس کلن ورور «فرانک-۲»، د مور «يکترینه مېديچي» تر سیوري لاندی، په ۱۵۶۱م. د پادشاهې لواړه وکړه.
ملکې يکترینه په خپله کابینه کې د صدر (ګانڅلیر) په پُست تړم چلنده، «میشل- اوپیتال» د ګومارونې په اساس، سنا د مشر اخوند «فرانسوا- غیز » د واک او ځواک له وزرو څخه هم تر یوه بریده پورې بڼکې غوڅي کړې، ملکې په ړمبني سر کې، د عقیدی په جرم د مرګ سزا لغوه او په دې کاته کې یې پخوانیو متهمینو ته د عفوې فرمان صادر کړ، د دې فرمان له مخې یې د ژان کالوین مریدانو څخه وغوښتل، چې د کاتولیک غضبې شوې کلیساوی واپس کاتولیکانو ته وسپاری او دوې ته اجازه ورکړل شوه چې دننه په خپلو کورنو او ښارونو د دیوالونو تر شا یانې په کلیو او بانډو کې، په خپل طریقت لمونځونه ادا کړی. (دا د مسیحیت د دین په تاریخ کې، ګر چې په ابتدایې بڼه وه، خو ړمبني طرحه وه چې صدر میشل په نوښت د مذهبي نه زغم تابو ماته او اخوندۍ نړۍ یې وننګوله).
د دې فرمان په غبرګون هوګونټانو د غورځنګ لارښود لا خپل دریځ نه ؤ څرګند کړې، چې اخوند فرانسوا غیز په ۱۵۶۲م. ناببره د «شامپین» ولایت «واسي» ښارګوټي ته په سفر لاړ او هلته یې په لمانځه ولاړ لسګونه غیر محارب هوګونټان په دې جرم ووژل، چې ګڼې کوم چا کال دمخه عیسې(ع) مور مریم بي بي د مجسمې په غاړه کې مرداره پیشو راځوړنده کړی وه، د ده موخه مذهبي زغم د طرحې شڼډول ؤ چې، همداسې هم وشول، هغه یې شنډه او ړمبني حتمي خونړی جنګ ته لمن ووهله، د کاتولیک او هوګونټانو د ۷ جنګونو له شمیرنی څخه، دا جنګ ړمبني ځکه ګڼل کیږی چې، دا جنګ نور هغه جنګ ته ورته والی نه لرود، کوم جنګ چې څه لاندې باندې ۱۰ کاله وړاندې، ژان کالوین مریدانو د خدای په توکل او په غلچکو بریدونو تر سره کاوه، اوس نو دغه غورزنګ په مجموع کې خپل حجم، وزن، بڼه او رنګ بدل کړی ؤ، چې منظم جبهې جنګ پاره هر ډول پوځي وړتیاوې او شونتیاوی په لاس کې وی، لکه فرانسي د سیاسي واکدارې مدعی «بوربان» قبیلې مشرانو سردار «کوندي» او «نوارسکي» تر څنګ فرانسې د پیاده ځواکونو مجرب او ماهر پوځي جنرال (ادمیرال) «کالوني» هم د ژان کالوین په پیروی، د لا-روشیل ښار ونیو او په خپل مرکز یې تبدیل کړ.
د دغه جنګ په سر کې اخوند «فرانسوا غیز » یو شمیر ښارونو په نیولو، کلابندولو او د هوګونټان په ټکولو کې برلاسی ښکاره کیده او په یوی محاربه کې، ان د هوګونټانو پوځي مشر سردار «کوندي» ټپي او اسیر کړ ، د دې بریاو په ویاړ پاریس کې د ښادۍ او خوشالۍ لمانځغونډو تودوخه لا نه وه سړه شوی، چې هوګونټانو د پوځ قومنده جنرال کالوني په لاس کې واخیستله او په یوی سختي محاربه کې، د دښمن پوځي روحیه په پړمخ وغورځوله، ده د سلګونو کاتولیک مجاهدینو د جسدونو له پاسه هغوې د سرلښکر (لوی درستیځ) مارشال «سینت-اندری» مړی امبار او د دفاع وزیر ستر مارشال « مونمورانسي» یې اسیر کړ. «فرانسوا غیز » د دوې مرکز کلابند او جنرال کالوني د مړی یا ژوندې نیولو په سر باندې ۵۰ زره فرانکه انعام وټاکه، لاکن جنرال کالوني په مخکې شو او پخپله اخوند غیز یې خپل د یو فدایې ډبل ځر (جاسوس) په لاس، دننه په خپلی قرارګاه کې درې ډزه وډزاه. دې جنګ چې یو کال(۱۵۶۲-۱۵۶۳م.) وغځید، دواړو غاړو ته درانده تلفات واړول او منځګړتوب ته یې په خپله ملکه یکترینه د جنګ میدان ته راغله او د ړمبني فرمان، د موادو په بڼسټ یې په دواړو غاړو د اوربند او د سولې تړون لاسلیک کړ. پایله کې دا جنګ د هوګونټانو په ګټه ځکه تمام شو، چې، هغو کاتولیک بڼسټ پالو چې د داسې کلماتو لکه: مذهبي زغم، انعطاف، روغې جوړې او سولې څخه کرکه کوله، اوس یې ور ته غاړه کیښودله.
– دویم جنګ ۱۵۶۷- ۱۵۶۸م. جګړه له هغې پس شروع شوه چې، هوګونټانو خپل د طریقت په تړاو بشپړه ازادي غوښتله او د غیز اخوندۍ فرقې لا پخوانې ورڅخه سلبه کړه په دی جنګ کې د کاتولیکانو د پوځ سر لښکر او د فاع وزیر مارشال مونمورانسي د مرګونې ټپ له امله، پاریس ته انتقال شو، چې هلته یې په دریمه ورځ ساه وختله، شاهې خزانه تشه وه، د کاتولیک ټول روحاني مشران یې يوې څاه ته واچول شو، اردو یې قومندان نه لرود چې جنګ وغځوی نو دا جنګ پرته د کومي پریکنده پایلو څخه ودرید.
– دریم جنګ ۱۵۶۸-۱۵۷۰م.
۱۵۶۷م. کال هغه پیښې کې چې هوګونټانو، د کاتولیک سل کسه سرمشریزی شورا علما یوې څاه ته تخته کړل، د هغې پس غیز د فرقې مشر اخوند هانری غیز ( د وژل شوی فرانسوا غیز وارث) له خپل موقف څخه په استفادی سره د عیسی(ع) امت یووالی او په ګډه د مشترک (کاتولیک) دین څخه حراست ته راوبلل، دې بلنې د فرانسې سیالانو او نړۍ د زبر ځواک عالمبردارۍ مدعیانو هسپانیه او انګلیستان ته طلایې پلمه په لاس ورکړه، چې نوموړی هیواد د کورنۍ جګړې په اور کې وتپی، هسپانیه دین د خادمینو په نامه، خپل ګڼشمیر سرتیري د اخوندانو په لیکو کې ځای په ځای کړل او انګریزانو د خپلو همدینو کاتولیکانو په خلاف د هوګونټانو په ننګ ملا وتړله. هغه مهال د نړۍ په محرمانه ویش کې هسپانیه په لاتینې امریکا کې انګلیستان ته برخه نه ورکوله او په همدې وجې به دواړه په هرې شخړي او په هره کشاله کې سره ښکر په ښکر اړم ؤ.
بل دا مهال کالونیستې عقیدې نه یواځې په فرانسې باندې سیوری غړولی ؤ، بلکې ټولې اروپا ته یې ریښې غځولې وی، مازې د جرمنې څخه ۱۴ زره او د هالنډ تر څلورو زرو زیات د ژان کالوین مریدانو د هوګنیټانو مرستې ته ودانګل.
د دوې تر منځ دریمي جکړې ۱۵۶۸م. په پسرلي کې اور واخیست او ورسته د خونړوی نخښتو، تلفاتو، ماتو په پایلو کې جنرال کولني اخوندي لښکر په ګونډو او پاریس کلابندی ته چمتوالی نیوه، چې ملکې ایکترینې خپل سلطنت د پرځیدولو له ویرې او غیز کورنۍ د بی سارې واک او ځواک د کمزورولو په موخه هوګونټانو ته د ( لا-روشیل، کنیاک، لا-شریته او منتوبان) سرشاره عایداتې او سوداګریزو ولایتونه، شخصاً جنرال کولني ته پادشاه د سلاکارې دندې، په دربار کې د یو شمیر څوکې، د دوې د غورځنګ سرمشریزې شورا غړي نوارسکي سره د شهزادګۍ مارګریتې د ګوژدنې ژمنې برسېره، د پاریس په استثناء په ټول هیواد کې د مذهبي مراسیمو ترسره کولو د ازادۍ جواز او نورو څه امتیازاتو په بدل کې، د روغې او جوړې هیله څرګنده کړه، چې په غبرګون یې جنرال کولني جنګ ودراو، ۸ د اګست ۱۵۷۰م. یې د پادشاه سره (دا مهال د بالیغیدو عمر پوره کړی ؤ) سولې تړون لاسلیک کړ.
سوله راغله، خو کرغيړنه سوله، د کینو، عقدو، فیتنو او توطئو ډکه سوله، داسې سوله چې د غڼې په ترینګلې تار ځنګیدله، کاتولیکان په دې ناراضه وو چې هوګونټانو ته یې د پولو اوښتي امتیازات ورکړې، هوګونټانو په دې قناعت نه کاوه،چې دا ښارونه خو لا له پخوا څخه زموږ په ولکه کې ؤ او له یو خوا موږ ته د کاتولیکانو سره برابر حقوق نه دې راکړل شوی او بلې خوا دوې ډیر لیواله وو، چې ټوله فرانسه خپل دین ته راواړوې. خیر په هر صورت د وینو بهیدونکې جنګ اور مړ شو او مخور جنرال کولني د ځوان پادشاه مشاور په توګه دربار ته لار ومونده، له ده وړاندی چې پادشاه خپلې چارې د دوه اخوندي فیتنه ګرو ایتالوي سلاکارانو «هوندی» او « ګونزاګه» په ښوونو مخ ته وړې او د ده ټول ذهن یې د اخوندي تعصبونو، تنګنظریو او تنگليدۍ په ارخټ کې نخښلوی ؤ، دې د جنرال ازاد فکرې افکارو تر ډوب اغیز لاندې شو، جنرال په خپلو مشورو کې پادشاه ته قناعت ورکړ چې په هالند کې د هوګونټانو ننګه وکړی او د انګریزانو سره د هسپانې په ځپلو کې لاس یو کړی.
دا هغه مشوری وی، چې په ملکې يکترینه ښې نه لګیدلې او د هغې پس هانرې غیز د کورنۍ او ایتالوي سلاکارانو هوندی او ګونزاګه سره پټې لیدنې او پسپساري پیل کړ او ورپسې خپل زوې (پادشاه) ته وړاندیز وکړ چې، خور دې اوس پیغله شوې او د نوارسکي سره یې د واده نیټه وټاکي.
په ۱۸ د اګست ۱۵۷۲م. نکاح وتړل شوه، چې د واده مراسیمو د ګډون له پاره ملکې په بلنلیک د هوګونټان ټوله سرمشریزه شورا او نور په زرګونه هوګونټان پاریس ښار ته ننوتل. دوې به چې په هر ځاې کې استوګن کیدل، هغه استوګنځای به د تباشیر په لیکه نښه کیده.
د دوې سربیره په لسګونو د دریرش- پنځوس کسیزې شغلې قاتلانو او جلادانو ډلې چې د سپین صلیب په نښه یې توری خولې په سر وی او خپلو منځو کې رمزي کلیمات کارول هم پاریس ته ننوتل او ښار کې داسې ګنګوسه ګډه کړه چې ګواکې هوګنټانو نیت کې ده، چې شاهي نظام له پښو وغورځوی، خپله اخوند غیز د پاریس ښاروال ته سپارښتنه وکړه چې د هر کور څخه یو کس مسلح کړی، چې د خطر زنګ په وخت کې د پادشاهې دفاع ته چمتو وی.
۲۲ د اګست په مازیګر جنرال کولني د وژلو هڅه وشوه، چې دی مازې په مټ ټپې شو او تروریست وپیژندل شو چې په خټه چکې او د اخوند هانری غیز نفر خدمت دی، پادشاه پخپله د جنرال کور ته ورغې، خو هوګونټانو یواځې د غمشریکې په تسلیت قناعت نه کاوه او د مجرم په سزا یې ټینګار کاوه او د دوې ځینو مشرانو ان پخپله پادشاه د غدارۍ په تور تورن کړ، ځینو بیا وه‌ګواښه که مجرم ته یې سزا ورنکړه، نو له سره به جګړه پیل کړی.
پخپله اخوند غیز په ځان فرض ګڼله چې دی د حق العبد په بنأ د نهو کلنو وړاندې پلار د وژنې په غچ باید جنرال قصاص کړی.
په ۲۳/ اګست/ ۱۵۷۲م. مازیګر د لمر غړیدلی سترګې په وړاندی، ښار د تړلو دروازو تر شا د ملکې په حکم په ټولو څلور لارو کې درانده توپونه ځاې په ځاې شول.
د لمر سترګې په غروب، د مرکزې کلیسا د زنګ په ټکولو سره همدم د کلابند جنرال کولني په کور برید وشو او په لنډه موده کې غوڅ شوې سر، غیز د کورنۍ اخوندانو پادشاهې ارګ کې درباریانو وښود، همدا شان د دې زنګ سره په غبرګه د هوګونټانو د لارښونو سرمشریزه او نامتو کدرونه چې یوځاې غونډ شوې وو، وه وژل شو او د هغوې له وژلو پس بیا، د نیمي شپې پس د وارفلوم په شپه(۱۳\۱۴) پاریدلو ښاریانو ته د خطر زنګ وډبلول شو چې د هوګونټانو په قتل عام یې لاس پورې کړ.
په دغه شپه یواځې په پاریس او د پاریس په څیرمه کې، د دري زره څخه نیولې تر پنځه زره پورې د هوګونټانو دښځو، د غیږو ماشومانو په ګډون ووژل شول، د بغاوت درې ورځې دوام وکړ او ډیرو غلو، لوټماران او داړه ماران هم په دې بغاوت کې بډایه شول، ځکه چې اله ګوله د کنترول څخه ووته او په هر چا د هوګونټ ټاپه لګول کیداې شوه، خو په اصل کې هوګونټان له ورایه د تورو جامو او د تازه اشرافې رنګ څخه ښکاره کیدل، بل اکثره به یې چې په چا شک راغې نو بیا به یې د کاتولیک دیني ایت په تکراروله، د دې ناروین له امله په ټوله فرانسه کې، کم تر کمه ۳۰-۵۰ زره پورې هوګونټانو د مرګ عدد ښودل کیږې، دوه نیم سوه زره ګاونډی هیوادونو ته هجرت وکړ، د جنرال کولني سر ملکې د لیدو پس واتیکان د کاتولیک مقدس ورغاوی ته ولیږل شو او زخمي، زخمي تنه یې د ښار کوڅه په کوڅه وګرځول شوه، او پسې د پاریس په مرکزي واټ کې درې ورځې د پښو ځوړنډه وځنګوله چې ښاریان د اخوندانو مذهبي جنون ننداره کړی او بیا یې د پیښلیکنو کمیسون ته وسپارله.که څه هم هوګونټانو ټولوژني د ناورین تاریخي پازه (مسئولیت) او پړه د خام پادشاه په غاړه کې واچول شوه، خو په حقیقت کې، د دې دسیسې منصوبه او اجندا د دربار دوه پخوانیو ایټالوی سلاکارانو طرحه کړی، ملکې او غیز د اخوندۍ کورنۍ سره په همغږۍ کې پلې کړه، مګر کاواکه پادشاه مازې په کې ولوبول شو او له همدې امله یې ورسته هم سکته وکړه.
دا خونړۍ پیښی په نړیواله کچه وغندل شوه او د فرانسې تاریخي وقار او حیثیت یې په ځمکه راویشت.
له بله اړخه دې ټولوژنې د هوګونټانو مبارزه ونه دروله بلکې دښمني انګیزه لا ورته پیاوړې کړه، چې بالاخره د سختو خونړیوی نښتو پس د فرانسې پادشاه اړیست چې په ۱۳ د اګست ۱۵۹۸م. د نانتیست فرمان لاس لیک کړی او د هغې فرمان له مخې یې، د دوې دین له پاره د کاتولیک دین سره په برابرو حقوقو رسمیت ورکړل شو. یانې په ټوله فرانسه کې لمونځونه، دعاګاني د اسماني کتاب « انجیل» شریف تلاوت او په ټوله کې خپل دیني مراسم په خپل طریقت یانې د لاتیني ژبې په بدیل په فرانسوي ژبه تر سره کولای شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
*وارفلوم، د کاتولیکانو ویرجنه ورځ ده، په ړومبۍ عیسوی پیرۍ کې په دې ورځ د مشرکینو په لاس د عیسی(ع) یو اصحابي او مؤعظ سره د ملګرې یې، په وحشیانه توګه وژل شوی ؤ. ( دا ورځ د شیعه مسلمانانو «عاشورا» کربلاي فاجعې ته ډیر ورتوالی لری).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply