په هندوستان کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبغاړیو يو ځل بيا په دوو ډلو (رېډ او ګرين لوبډله) کې خپلمنځي تمريناتي لوبه وکړه چې په پايله کې يې رېډ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه.
له کرېکټ بورډ نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، رېډ لوبډلې لومړی توپوهنه پيل کړه او په ۴۷ اورونو کې يې ټولې ۲۵۱ منډې وکړې.
سرچینه زیاتوي، د يادې لوبډلې د توپوهونکیو له ډلې اکرام عليخېل ٦٧, کريم جنت ٦٦ او شفيقالله شفق ٢٧ ډېرې منډې وکړې او د ګرين لوبډلې توپاچوونکیو ضيا شريفي څلور، اصغر افغان او وفادار مومند دوه- دوه ويکټې واخيستې.
د ګرين لوبغاړیو په خپله پاڼۍ کې يوازې ١٣٨ منډې وکړې او لوبه يې وبايلله چې په استازيتوب يې منير ٣٤، نجيب ترهکي ٢٣ او رحمتشاه ٢٢ منډې وکړې.
د رېډ توپاچوونکیو شاپور ځدراڼ پنځه، کريم جنت او ضياالرحمن اکبر دوه – دوه لوبغاړي وسوځول او پهدې سره يې بريا خپله کړه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320