لا هم غني ملامت!/ محمدبشیر یوسفزوې 

0 667

ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې د سولې شعار په عمل بدل کړ. سوله یې د افغانانو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت وباله. د دغه مسوولیت د پرځای کولو لپاره یې هیڅ ډول هڅې درېغ نه کړې، له پاکستان سره یې درې اړخیز او څو اړخیز مذاکرات وکړل چې پوه شو ګټه نه لري، نو وخت یې ورباندې ضایع نه کړ.

منځنۍ اسیا ته یې مخه کړه، هغوی یې د اقتصادي همکاریو، سیمه ییزو پروژو او ښو مناسباتو ترڅنګ په افغان سوله کې همکارۍ ته هم ور وبلل او له همدې امله د کابل پروسې له ناستې وروسته ازبکستان د افغان سولې په اړه د یوې بین المللي ناستې کوربه و.

د نړۍ لوی اسلامي هیواد اندونیزیا یې د افغان سولې د هڅو تعقیب ته وهڅاوه. د یاد هیواد ولسمشر افغانستان ته سفر وکړ، د سولې په ګډون یې په نوور برخو کې د خپلو همکاریو ژمنې وکړې. د همدغو ژمنو په اساس اندونیزیا، د یاد هیواد، پاکستان او افغانستان د دیني علماو د مهمې غونډې کوربه و چې ټول بحث یې پر افغان سوله ورټول وو.

افغان علما یې سره راجرګه کړل او په هیواد کې د روان جنګ د پایته رسولو لپاره یې د دوی د واضح دریځ غوښتنه وکړه. دیني علماو په یوه لویه غونډه کې چې د لویې جرګې په خېمه کې ترسره شوه، روان جنګ حرام وباله او په جنګ کې ښکېلو غاړو څخه یې وغوښتل چې باید د سولې لاره اختیار کړي. دغې متفقې فتوا له طالبانو د جنګ مشروعیت واخیست.

د علماو د همدغې متفقې فتوا په تعقیب ولسمشر غني د کوچني اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړ. بیا یې د اسلامي هیوادونو د همکاریو او رول د ارزښت په درک کولو سره سعودي عربستان هم په افغان سوله کې را شامل کړ. د ولسمشر غني د هلو ځلو له برکته سعودي عربستان د اسلامي هیوادونو د علماو لوی کنفرانس جوړ کړ او په هغه کې یې په افغانستان کې روان جنګ افغان وژنه او حرام وباله.

لنډه دا چې ولسمشر غني د سولې په اړه هم ملي، هم بین المللي او هم د اسلامي او سیمې هیوادونو په کچه اجماع رامنځته کړه، ټول ذهنیتونه یې سولې ته اماده کړل. د سعودي عمري سکوت یې نه یوازې مات کړ، بلکې له هغوی یې دا فتوا واخیسته چې د طالبانو اوسنی جنګ هیڅ دیني مشروعیت نه لري، همدارنګه یې ګلبدین حکمتیار د سولې له لارې له غرونو او غارونو څخه پلازمېنې کابل ته راوست. دا او دېته نورې هڅې یې وکړې. سوله یې بنسټيزه کړه، د سولې پر وړاندې ټول خنډونه یې هوار کړل. مګر د دې ټولو هڅو، لاسته راونو او پرمختګونو باوجود لا هم یو شمېر ولسمشر غني په دې ملامتوي چې د سولې اراده نه لري او د واک د غځولو شوقي دی.

ولسمشر غني په هره لویه او وړه غونډه کې زیات تمرکز په سوله کوي. داسې غونډه به نه وي چې په هغه کې په بې قید اوشرطه سوله باندې ټینګار ونه کړي. ان تر دې چې تل یې په ډاګه ویلي چې سر مې له سولې قربان، خو له باعزته او پایداره سولې. د داسې سولې چې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې رامنځته شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply