عامر خان او جوهي چاوله هم سره جوړ شول

0 815

د بالیووډ مسټر پرفېکشنسټ عامر خان او د دې سېنما وتلې اداکارې جوهي چاوله تر منځ اووه کلن اختلافات پای ته ورسېدل.
عامر خان او جوهي چاوله پخوا د مینې په اړوند ډېرو فلمونو کې یو ځای کار کړی و، خو اووه کاله مخکې د “عشق” په نوم فلم کې پر یوه کوچنۍ خبره د دواړو تر منځ اختلافات پيدا شول. په پیل کې دا اختلافات ډېر کوچني وو، خو وروسته دومره پراخ شول چې دواړو په کلونو کلونو له یو بل سره خبرې و نه کړې.
عامر خان اوس له رسنیو سره په خبرو کې اعتراف کړی او وايي، له جوهي سره یې هغه وخت دومره اختلافات ژور وو چې له هغې به يې واټن غوره کاوه او د فلم د ډکولو پر مهال يې یوازې د اړتیا له مخې خبرې کولې او په وینا يې کله چې به جوهي د ده خوا ته نږدې شوه؛ نو عامر خان به ترې ۵۰ فوټه لېرې کېده.
خو عامر خان اوس وايي، وروسته له هغې چې يې له خپلې لومړۍ مېرمنې سره طلاق وشو، جوهي ورته ټليفون وکړ، ده ورته ځواب ور نه کړ، خو هغې ورته مسلسل زنګونه وهل چې بالاخره يې دی خبرو کولو ته اړ کړ او په وینا يې په دې وخت کې ورته داسې احساس وشو چې د دوی تر منځ شخړه د دوی دوستي نه‌شي اغېزمنولای.
یاده دې وي چې په ۱۹۸۸کې عامر خان او جوهي چاوله د “قیامت سے قیامت تک” په نوم فلم کې ډېر ښه رول ادا کړ چې تر دې وروسته دواړو پرله‌پسې د “ہم ہیں راہی پیار کے” او “عشق” فلمونو په ډکولو سره په بالیووډ کې د نورو پام ځان ته راواړاوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply