د سولې مذاکرات د پخوانیو دښمنانو ترمنځ

0 469

محمدبشیر یوسفزوی

 

د مسکو غونډه چې په ښکاره د افغان سولې په نوم جوړه شوې وه او له افغانستان څخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر مخکېني چارواکي او سیاسیون او همدارنګه د طالبانو استازي ورغلي وو، مګر د افغانانو استازی هیڅ نه و په کې، ځکه د افغانانو رسمي او قانون استازیتوب د افغانستان دولت کوي چې د خلکو په رایو رامنځته شوی، مګر په دغه غونډه کې یې ځکه ګډون نه درلود چې دوی لا وار دمخه ویلي و چې دغه غونډه کومه عملي ګټه او پایله نه لري.

د مسکو په غونډه کې هغه خواوې سره جرګه شوې وې چې هم پخواني رقیبان او دښمنان وو چې په خپلو جنګونو کې یې ګڼ افغانان وژلي، مګر نن له کوم دلیل او منځګړتوب پرته بېرته په خپلو کې سره جرګه شول. دغه غونډه په لویه کې د امریکا او روسیې ترمنځ یو ډول زور ازمایي وه، ځکه کله چې امریکا په قطر کې مذاکرات وکړل، نو روسیې د هغوی په ځواب کې دغه غونډه راوبلله.

د مسکو غونډې ته نه یوازې خلک خوشبین نه دي، بلکې اکثره افغانان په قهر دي. دوی مسکو ته د جهادي مشرانو او ډلو تګ د افغانستان د شهیدانو په حق کې جفا بولي. د دوی استدلال دادی چې په افغانستان لومړی یرغل روسانو وکړ او اوس طالبان دغه بدمرغه جنګ ته ادامه ورکوي، نو جهادي مشران او ډلې په کوم مخ او په کوم دلیل له روسانو او طالبانو سره مذاکرات کوي؟

وسله وال طالبان چې لا هم عملاً له افغانانو او د دوی له منختب حکومت سره په جنګ کې دي. دوی که رښتیا هم سوله کوي، نو باید د افغان ملت له استازو او د حکومت له مذاکره کوونکي پلاوي سره خبرې وکړي، ځکه چې هغوی هم د ملت رسمي استازي دي او هم اجرائیوي صلاحیت لري.

تر هغو چې افغان ملت او افغان حکومت په اعتماد کې وانخیستل شي، د مذاکراتو مالکیت او مشري دوی ته ورنه کړل شي ، نو د مسکو غوندې ډېرې غونډې به د تېرو هغو غونډو په څېر بې مانا او بې ګټې وي چې د بهرنیو هیوادونو له لوري ترسره شوې دي. د افغانستان سیاسیون باید په دې اړه ولس ته وضاحت ورکړي چې دوی په کوم اساس دغې غونډې ته ورغلل او ولې یې د ولس له مشورې او خوښې پرته دغه اقدام وکړ؟

سوله د ولس غوښتنه ده، سوله د ولس لومړیتوب دی او سوله د حکومت مکلفیت او مسوولیت دی چې په دې برخه کې اقدام وکړي، مګر سیاسیون چې نه د ولس برخه دي، نه د ولس استازي دي او نه هم د حکومت په څېر اجرائیوي صلاحیت لري، نو د دوی  ګډون په دغه ډول غونډو کې نه یوازې بې مانا دی ، بلکې دا د ملت او دولت په حق کې ظلم دی. دا په لوی لاس د دولت کمزوري کول دي او د دولت کمزوري کول او یا عزت او حیثیت ته درناوی نه کول، په حقیقت کې د ملت په حق کې جفا ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply