کرزی لوټه ولي، لاس تر شا نيسي

0 712

حامد کرزي یو مهال په دوحه کې پر طالب دفتر د امارت بیرغ له پورته کېدو سره دومره سخت مخالفت وکړ چې له کبله یې د افغانستان د سولې خبرې  کاله وځنډېدې او په لسګونو زره ځوانان تر هغه وروسته د روانې جګړې په ترڅ کې ووژل شول خو نن په ماسکو کې داسې غونډه کې ګډون کوي چې مشري یې طالبان کوي او پر مېز به د افغانستان د بیرغ پر ځای د هغوی جنډه ولاړه وي.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې اعلامیه هم خپره شوه چې یو خوا د روسیې او بل خوا د طالبانو د امارت لوګو لګېدلې او حامد کرزی پکې د دې ناستې برابرونکی ښوول شوی. ښاغلی کرزی او ملګري یې د روسانو په مټ هغې ناستې ته ور روان دي چې د افغانستان د هغه دولت د بیرغ پر ځای به د طالبانو بیرغ پکې ولاړ وي چې بنسټ یې په خپله حامد کرزي او د ماسکو ناستې ته له کابله ورتلونکيو افغان سیاستوالو ایښی دی.
حامد کرزي په خپله واکمنۍ کې له هېواده بهر د طالب امارت له سپین بیرغ سره دومره حساسیت وښود چې خبره یې تر اوباما ورسوله او له امریکا سره یې پرې د افغانستان سټراټېژیکو اړیکو ته لغته ورکړه او د واشنګټن او کابل اړیکې د کلونو کلونو لپاره ور سره خړې پړې شوې.
هغه مهال پخواني ولسمشر په قطر کې د طالبانو بیرغ د افغانستان د ملي حاکمیت نقض بللی وو او دا هڅه یې د افغانستان د تجزیې په مانا ګڼلې وه. خو نن د هغه مېز شاته کېني چې مشري یې ملا عباس ستانکزی کوي او د کرزي په لاس د جوړ شوي نظام او اردو د ړنګولو هوډ یې ټولې نړۍ ته څرګند کړ.
پخوانی ولسمشر او یو شمېر چارواکي هغو خبرو ته ور روان دي چې د مېز پر سر به یې د روسیې او طالبانو سپین بیرغ ایښی وي، د تالار په څنډو کې به د افغانستان د درې رنګي بیرغ پر ځای د طالبانو د امارت جنډه رپېږي.
حامد کرزي په دوحه کې پر یوه ودانۍ چې د طالبانو د رسمي دفتر نوم ورکړل شوی وو د هغوی پورته شوی بیرغ د امریکا له خوا د افغانستان د تجزیې یوه وړه هڅه وبلله او له څو ساعتونو وروسته یې بېرته پرې کښته کړه خو د ماسکو د ناستې په اړه خوشبینه دی چې تر هغه لس او ان سل برابره لوی فرصت روسیې طالبانو ته برابر کړی. ښاغلی کرزی که فکر کوي چې د ماسکو بیرغي ناسته سم کار او د هېواد د سولې له پاره هڅه ده؛ نو بیا دې اعتراف وکړي چې په ۲۰۱۲ کال کې یې په دوحه کې د امارت د لوحې او بیرغ په بهانه د سولې پیل شوې هڅې سبوتاژ کړي او له هغو لسګونو زره انسانانو دې بښنه وغواړي چې د کورنۍ غړي یې تر هغه وروسته د همدغو طالبانو له خوا ووژل شول چې نن یې دی تر مشرۍ لاندې ناستې ته ور روان دی.
که فکر کوي چې هغه مهال یې سمه پرېکړه کړې وه؛ نو نن ولې د افغانستان د ویجاړي لپاره تر هغه بدترو هڅو ته په ورین تندي هرکلی کوي او خپل ملګري یې له ځان سره ماسکو ته روان کړی چې یو مهال یې ملګرو سورتاغوت باله او له خپلې خاورې د ازادۍ له پاره یې د هغه له پاتې شوني ډاکټر نجیب الله سره روغه نه کوله. که د ماسکو له خوا د افغان سولې منډې سمې وبولو، بیا خو د سولې اصلي شهید ډاکټر نجیب الله دی چې سر او سنګر یې دواړه دغو په نوم سیاستوالو ته ورخوشې کړل چې نن د کرملین هڅې د افغانستان په خیر ګڼي.
ایا دغو په نوم جهادي مشرانو کې به دومره مېړانه پیدا شي چې د وخت افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله د حقې لارې او د افغانستان د دفاع شهید وبولي؟
طالبانو د مسکو ناستې پر جوړولو او ورته د یو شمېر جهادي او سیاسي مشرانو په وربللو هغه پلان عملي کړ چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي او برعکس د نظام او حکومت په خلا کې له هغو قومي، سیاسي ټېکدارانو سره پر راتلونکي افغانستان خبرې کوي چې د طالبانو په فکر د خپلو قومونو او ډلو څه نا څه استازیتوب کوي. ماسکو ته ور روانو سیاسي مشرانو په خپل ورتګ سره د افغان حکومت مشروعیت په ښکاره نقض کړ او د طالبانو هغه ادعا یې پیاوړې کړه چې افغان حکومت مشروعیت نه لري.
که داسې وشي نو بیا خو په خپله د دغه نظام او حکومت له خوا ټول شوي کارونه مشورعیت نه لري او په لوی لاس یې د منحل کېدو لپاره همدغه په نوم سیاستوالو زمېنه برابره کړه.
په هر صورت دا یوه خبره ټولو ته تر لمر هم روښانه ده چې دا یو شمېر جهادي او سیاسي ټېکداران نه پرون د خدای او وطن لپاره جنګیدلي او نه نن د افغانستان او افغان ولس له غمه مړه دي، ولې دوی له ارګه د یوه داسې سپین ږيري د بهر کولو په مرداره لوبه بوخت دی چې غواړي د ملت له شتمنۍ د دغو زهر خورو لاسونه لنډ کړي.
داسې ښکاري چې دوی کلونه وړاندې هم پر دې ملت او دې خاورې معامله کړې نن هم په هره بیه تیار دي چې د دې ځپل شوي ملت خاوره د خپلو شخصي ګټو لپاره قربان کړي. اندیښنه د هغه لوی ملت تاریخي حافظې ته ده چې ځانته د ۵ زره کلن تاریخ ویاړ منسوبوي او لا په دې نه پوهېږي چې نن

د حامد کرزي په څېر سیاستوال د خپلو شخصي موخو له پاره تر کومه بریده وړاندې تلای شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply