ولسمشر محمداشرف غني وايي، له وسلهوالو طالبانو سره په هر ډول سوله او جوړجاړي کې بايد د افغانستان د ملي ځواکونو برخليک تضمين شي. نوموړي پرون په کابل کې يوې غونډې ته وويل، نور به د افغانستان ټانګونه او الوتکې پر ګاوڼديانو نه خرڅېږي.
ولسمشر يو ځل بيا ټينګار وکړ چې سياسي سوله په تدبير، عقل او منطق راځي او هيڅکله به هم داسې سوله و نه مني چې د افغانستان ملي ځواکونو ته پکې زيان ورسېږي.
محمداشرف غني ويلي، هيڅ افغان دا نه مني چې د افغان ځواکونو امکانات چې د وينې په بيه جوړ شوي، يو ځل بيا د کباړو په بيه پر نورو هېوادونو وپلورل شي.
داسې ښکاري چې د ولسمشر غني دا څرګندونې تر ډېره د وسلهوالو طالبانو تر څنګ، هغو پخوانيو توپکيانو ته وې چې له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د مسکو غونډې ته ورغلي دي.
توپکيان چې د ډاکټر نجيبالله تر واکمنۍ وروسته واک ته ورسېدل، نه يوازې د افغانستان اردو او امنيتي ځواکونه يې ړنګ کړل، بلکې د افغان وسلهوال پوځ وسلې او تجهيزات يې کباړ او بيا يې پر ګاونډيو هېوادونو وپلورل.
د ولسمشر غني څرګندونې که څه هم طالبانو ته هم متوجې وې چې واک ته تر رسېدو وروسته يې له توپکيانو ور پاتې وسلې او تجهيزات پر ګاونډيو هېوادونو، په تېر بيا پاکستان وپلورل، خو تر ډېره يې هغو پخوانيو توپکيانو او سياسيونو ته دا پيغام ورکړ، که تاسې د ګاونډيو او د سيمې يو شمېر هېوادونو په خوښه او غوښتنه د نظام ړنګولو او د لنډمهالي حکومت جوړولو په اړه له طالبانو سره سلا هم شئ، دی به اجازه در نه کړي چې د تېر په څېر يو ځل بيا افغان وسلهوال پوځ ړنګ او وسلې، ټانګونه او تيارې يې د کباړو په بيه پر ګاونډيو هېوادونو وپلورئ.
غني په نامستقيمه توګه د مسکو د غونډې ګډونوالو ته دا پيغام هم ورکړ چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له بينالافغاني مذاکراتو پرته، له دې ډلې سره هر ډول هوکړه او تفاهم نه يوازې بېځايه، بلکې نهشي کولای، د افغانستان راتلونکی برخليک وټاکي.
د مسکو د غونډې تابيا د افغان سولې څرنګوالي په اړه د حکومت، زلمي خليلزاد او د حکومت د يو شمېر مخالفو سياستوالو تر منځ تر ناندريو او پاکستان ته د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف تر سفر وروسته وشوه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشري د نوماند حنيف اتمر په ګډون، د يو شمېر سياستوالو تر څنګ يو شمېر پخواني توپکيان ور بلل شوي دي.
داسې ښکاري چې د طالبانو، خو په اصل کې د پاکستان، امريکا، د سيمې يو شمېر هېوادونو او ان د حامد کرزي په ګډون د يو شمېر افغان سياستوالو تر منځ د افغانستان د برخليک په اړه کومه پټه معامله چې تر ډېره به د لنډمهالي حکومت خوبونه وي، شته او د حکومت مخالف ځينې سياستوال خو يې بېخي مشرۍ او غړيتوب ته په تمه دي، خو د حکومت تر څنګ، د افغانانو دريځ او غوښتنو ته په کتو، ټول لوري به دا هيلې ګور ته ورسره يوسي.
افغانان که څه هم د سولې تږي دي او غواړي چې سولهيز ژوند ولري، خو داسې سوله چې له مخې يې په هېواد کې روانه جګړه چې قرباني يې يوازې دوی ورکوي، پای ته ورسوي او هر څه يو ځل بيا له سره پيل نه کړي.
دوی پوهېږي، هغه سياستوال چې د مسکو غونډې ته تللي، هر اقدام يې د افغانانو د تمې او ارادې خلاف کړی او مقام ته د رسېدلو لپاره د هېواد د راتلونکي برخليک په هکله له هر ډول ناسمې هوکړې او پرېکړې مخ نه اړوي او همدا لامل دی چې تل د خلکو له توند غبرګون سره مخ کېږي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320