بيګا مې عجب ګډوډ خوب وليد

0 722

پاچا

دا خوب تيره شپه ما په رشتيا ليدلی دی، لکه څنګه چې خوب ګډوډ وو، فکر کوم چې تعبير به یې هم ګډوډ وي او زما په ليکنه کی به هم ډيرې ګډې وډې وګورئ. خوب مې ليده چې حامد کرزی ولسمشر دی او زه ارګ ته ورغلی يم عريضه مې ورته ورکړه، په عريضه يې امر راکړ او کله مې چې دا عريضه په پيښور کې يو دوکاندار ته يوړه، دوکاندار ټماټر (رومي بانجان) راکړل چې بيه يې شپږ ډالره او پينځه اويا سينټه (۶.۷۵) شوه. دا نو عجبه خبره وه، د کابل ارګ ته ګوره او د پيښور په کوڅو کی دوکاندار ته. هغه د فارسي متل دی”ده  کجا و درختها کجا”۔ ګورم چې کرزی ولاړ دی اوازه شوه چې اعلحضرت راغی، کرزی منډه کړه، لږ ساعت وروسته ګورم چې کرزی په کونج کی د يو سړي سره چې کرزی ته مخامخ ولاړو په خبرو لګيا دی زه چې لږ ورنيږدې شوم ګورم چې کرزی له يو پنجشيري سره ولاړ دی، خبرې نه اوريدل کیدې خو پنجشيری چې د قره قل ګرده خولۍ یې په سر اوخړه چپنه یې په اوږو اچولی وه او دواړه سره په خبرو وو، خدای شته چې په همدغه خوب کی ددغه پنجشيری په ليدو راته د سری چوک جيب وهوونکي (کيسه بران) را ياد شول دغه کيسه بران به له سهاره تر ماښاما په سری چوک کی ښکته پورته ګرځيدل او د ساده لوحو خلکو جيبونه به یې وهل د کيسه برانو بله خوشحالی په کابل کی د جشن په وخت کی وه  ګردي خولۍ به یې په سر وي او د جشن په وخت کی به یې په حضوری چمن کی د خلکو او په ځانګړی ډول دهغه خلکو جيبونه وهل چې د اطرافو څخه به د جشن د خوشحاليو لپاره راغلي وو چې ژوندی مثال یې د “کونډی د زوی ډرامه ” ده۔

بيا ګورم چې کرزی د ارګ په طرف روان دی او د هغه نه مخکی د هغه د کابينی کوم  وزير منډي وهي او زما يو تالی (پيشقاب) یې په لاس کی دی ما ورغږ کړ پيشقاب چيری وړی؟ ويل یې دا زما دی، ما ورته کړه په پرديو پيشقابونو خپل لمبر پليټ مه لګوه

حامد کرزی زما د ځوانۍ ملګری و، په څلورمه کارته (کارته چهار) کی اوسيدو زمونږ يو کابلی ملګری چې کور یې په ګذرګاه کی و او دوکان یې په څلورمه کارته کی د رابعه بلخی ليسی تر څنګ وو، زه او کرزی او ځينې نور ملګری لکه مرحوم ولی خان کړوخيل او نور کابليان به په دغه دوکان کی د شپی تر ناوخته پوری ناست وو، او هغه د کندهاريانو په اصطلاح  بنډارونه او منجلسونه يعنی مجلسونه به مو کول او تر نيمو شپو به هلته ناست وو او ټوکې ټکالې به مو کولې دا نود خدای بخښلی پاچا ظاهر شاه اووروسته د شهيد داود خان د آرامۍ او سوکالۍ وختونه وو چې بيا به هيڅکله راونه ګرځې ،دا په غالب ګمان ۱۳۶۹ او يا ۱۳۷۳ کلونه وو ،وختونه تيريدل مونږ د يو بل څخه جدا شو چې بيا ورپسی د کميونستانو وخت راغی اوزه د يو څه وخت بنديخانی تيرولو څخه وروسته پيښور ته کډوال يعنی مهاجرشوم چې وروسته المان ته راغلم.د طالبانو وخت راغی چې هغوې هم ډيري ناکوبۍ وکړې.په کال۱۹۹۷ کی د جرمنی د بن په ښار کی د المان د حکومت لخوا يو کنفرانس جوړ شو چې د افغانستان ځينو سياستوالو که هغه په بهرنيو هيوادونو کی وو او يا په ګاونډيو هيوادونو کی کډوال وو دغه کنفرانس ته رابلل شوي وو چې ځينی وتلي څيرې چې زما يادي دي لکه حامد کرزی، عبدالستار سيرت، هدايت امين ارسلا چې د مرحوم ولی خان کړوخيل په کور کی مو سره وپيژندل او تر يوی اندازی مو رسمی ملګرتيا لرله او اوس هم ملګري يو، مرحوم عبدالحق، پرو فيسور رسول امين، انوارالحق احدی، اسحق ګيلانی زما د وړکتوب ملګری، ډاکټر رحيم پښتونيار،ملی خاين سيد مخدوم رهين، سعيد فيضی چې يو وخت مو سره په سره مياشت کی يو ځای کار کوو، د اعلحضرت لمسی مصطفی ظاهر او داسی نور.ما د هغو کسانو سره چې پيژندل می په ډيره مينه ښه راغلاست او روغبړ وکړ.په دی وخت کی کرزی صاحب ته ورنږدی شوم او د ښه راغلاست څخه وروسته می هغه پخواني يادونه او د کارته چهار د ابراهيم دوکان يادونه وکړه کرزی صاحب ډير سوړ برخورد وکړ او هغه د ايرانيانو په اصطلاح “ما را تحويل نګرفت” دا هغه وخت وو چې کرزی کومه وظيفه نلرله او ما هم ورڅخه کومه طمعه نلرله زړه کی می ويل چې دلته خو کومه طمعه او توقع نشته نو ولی داسی وشی نو هلته می د کرزی څخه لاسونه ووينځل،  دلته راته د صوفی شاعر رحمان با بادوه شعرونه را په ياد شو

چې دی طـمـعـه د مـخـلوق د دره پـريکړه

بــادشـاهی دی مـبـارک شه کـه ګـدا یې

بل شعر

قـنـاعـت مـی د خــرقـی لاندی اطلـس دی

په ظاهر باندی ګدا په باطن کی لوی پاچا يم

ښه اوس به راشو د  ماسکو غونډی ته چې په اصطلاح د روس ميشته افغان کډوالو لخوا جوړه او طالبانو او د کابل د حکومت مخالفو ډلو ته یې د ګډون بلنه ورکړی ده. لومړی خو هيڅ عقل سليم دا نشی منلی چې روس  ميشته افغانان دی دا قدرت، صلاحيت او جرآت ولری چې د افغانستان په داسی مهمو قضاياو کی دی ددی جوګه او مطلق واک ولری چې داسی يو کنفرانس ته ضمينه برابره کړی، سترګي بايد پټي نه کړو چې روسيه د پخوانی شوروی اتحاد ځای ناستی او ټول جاسوسی سازمان یې د پخوا په پر تله  ډير زيات فعال دی. د ساړه جنګ په وخت ټول ابعاد معلوم وو خو هغه د چا خبره اوس د نام نهاد او قلابی تروريزم په نامه چې دا هم ددوي يعنی لويو قدرتونو زيږنده اوپديده ده اودا ناورين همدی لويو قدرتونو چې په سر کی یې اسرائيل، امريکا او انګلستان واقع دي  په غير مستقيم ډول د اسلامی نړۍ د ښکيلاک لپاره ډرامه جوړه کړيده دوي غواړی چې ټوله نړۍ د تروريزم تر نامه لاندی کچړی قروت کړی بله کومه خبره نشته

روسيه، ايران او پاکستان او که حقيقت سره ووايو ټوله نړۍ د پښتنو سره ابدی دښمنی لری، ځکه همدا پښتانه وو چې د لوی سکندر څخه رانيولی د دنيا د ټولو ښکيلاکګرو ځواکونو سره د خاوری او ارضی تماميت په خاطر جنګيدلی او اوس د  امريکایې زبر ځواک په مقابل کی په جنګ او مبارزه اخته دي سړی نه پوهيږی چې دا د حق مبارزه به تر څه وخته او څومره دوام وکړی، خو هغه متل دی چې وایې انسان په خپل وس پړ دی، ځکه چې د پخوا په نسبت د جنګ روحيه د پرمختيايی  ټکنالوژۍ پر اساس بدلون موندلی او پښتانه جنګيالي ددغسی پرمختيايی ټکنالوژۍ څخه بی برخی دي، خو بيا هم حوصلو او قربانيو ته یې بايد د تسليم سر ټيټ شی

د ماسکو په غونډه کی د جمعيت او شورای نظار لنډغران او نور خاينين لکه محقق، عطا نور، اسمعيل خان، پدرام او نور ليدل کيږی چې د روسیې سره یې د ملی خاين مسعود پنجشيری د وخت راهيسی خاينانه روابط ساتل او دا لړۍ لا تر اوسه هم روانه ده، عجبه خبره داده چې جمعيت او د شورای نظار سکتارستی ډله د روسیې، ايران او پاکستان سره د افغانستان په تجزيه کی ښه کلک روابط لری چې په دی باندی غربی نړۍ چې د امريکا لخوا یې رهبری په غاړه ده پوره واقف او خبر دي خو سره ددغه ټولو منحوسو روابطو چې ددغه هيوادونو سره یې لری بيا هم امريکا او ملګري یې سترګي پټوی ښکاره خبره ده چه دلته د پښتنو د محوه او ورکولو خبره مشترک ابعاد لری او د پښتنو په ورکولو کی سره ټول دشمنان د يو بل همنوا دي، سياست هم عجيبه دی چې ځينی ښه پوهيږی خو د ويری (ډار)او شخصی ملحوظاتو پر بنا هيڅ نشی ويلی، چې داد پښتنو او افغانستان سره لوی جنايت او خيانت دی

دی کی شک نشته چې يونس قانونی ډير ښه خبرلوڅ او نطاق دی چې د ماسکو په غونډه کی یې بدون د کاغذ له مخی خبري وکړي خو ايکاش چې پنجشيری، شورای نظاری او جمعيتی نه وای، قانونی ډير ابن الوقت او پښتون دشمن  شخصيت دی شخصيت خو نلری، سره ددی چې دده ميرمن پښتنه ده اود عبد الستار سيرت ميرمن هم پښتنه ده چې دواړه سره سانډوان (باجه ګان) دي، سيرت بيا هم افغانی او ملی بيلانس او موازنه ساتلی ده، خو لکه څرنګه چې قانونی د مسعود پنجشيری پسمانده خور دی نو هميشه د هغه په نقش قدم روان دی. دلته يوه تاريخی خبره چې پخپله مسعود پنجشيری د قانونی په باره کی کړيده بيانوم. وایې يوه ورځ مسعود پنجشيری د بی بی سی د خبر نګار سره مرکه يعنی مصاحبه درلوده، مسعود او خبرنګار په کوټه کی دننه ناست وو او قانونی د کوټی نه بهر و، وایی چې خبرنګار د مسعود څخه د قانونی په باره کی پوښتنه وکړه، مسعود په جواب کی وويل، که چيری قانونی ته قدرت په لاس ورشی نو افغانستان په لس ډالره خرڅوی، رشتيا خبره ده چې مسعود افغانستان د ميلونونو ډالرو په مقابل کی مزايدی ته وړاندی کړی وو خو ارمان یې ګور ته يوړ او مردار شو، خدای دی وکړی  د افغانستان ټول ملی خاينان د ملی خاين مسعود په سرنوشت ګرفتار او افغانستان د دوي د شر څخه په امان شی

قانونی داسی نمک به حرام انسان دی چې د کرزی د ټولو احساناتو سره سره چې دی یې د د وزارتونو او خپل معاونيت مقام ته رسولی و خو سره ددغه ټولو احساناتو هميشه کرزی ته د کوس مادر خطاب کوی، د ماسکو په غونډه کی کرزی او قانونی څنګ په څنګ ناست وو او کرزی د قانونی د خبروپه تائيد کله کله غمغم او سر خوځوی ، زه د کرزی صبر او حوصلی ته حيران يم چې ددغه ټولو بی احتراميو سره چې د قانونی او نورو شورای نظاريانو لخوا د هغه په مقابل کی تر سره کيږی بيا هم کرزی هغه ناديده ګڼی او د صبر او تحمل نه کار اخلی، هغه د کابليانو په اصطلاح  خود را به کوچۀ حسن چپ ميزنه (عجب صبريکه خدای من دارد)

را به شو د ماسکو د غونډی عواقبو ته ايا د دې غونډی اخير به څه وي؟ په ظاهر کی داسی ښکاری چې افغانستان ته به سوله راشی خو ايا په واقعيت کی، ايا طالبان به د دې جوګه شی چې د کابل ارګ ته ځان بيا ورسوی او که د پلو لاندی مولۍ ده. ولسمشر ټرمپ ملت ته په خطاب کی د امريکا د نورو ولسمشرانو لکه بش او اوباما په نسبت د طالبانو په مقابل کی نرم دريځ اختيار کړ او طالبان یې په بد نوم یاد نکړل. انشټاين يو وخت ويلی وو چې د کيميا فورمول اسان دی خو په سياست کی هميشۀ نوسانات،تغيرات او بدلونونه راځی، و به کتل شی چې څه به واقع شی، داسی غونډي به کله هلته او کله دلته رواني وي، خو زه وايم چې هسی نه ددی غونډو څخه لکه زما د خوب په شان د پيښور د کوڅو خوسا ټماټر رانه وځی.

 کليفورنيا – امريکا

نهم فبروری ۲۰۱۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply