ولې قوي مرکزي دولت؟/محمدبشیر یوسفزوی

0 552

تر هغو چې افغانستان د قوي مرکزي نظام خاوند نه شي، نو به یې داخلي مسایل په اساسي توګه حل شي او نه به هم د ګاونډیو هیوادونو له فشار څخه خوندي شي، خو ستونزه داده چې داخلي سیاسي مافیا او زموږ بدمرغه ګاونډیان افغانستان ته په اسانۍ دا فرصت نه ورکوي چې مرکزي نظام او دولت غښتلی شي.

ولسمشر غني دا ځل همدغه لوی خطر ته ور غاړې وتلی دی او غواړي چې افغانستان د قوي مرکزي نظام خاوند کړي. په دغه حساس پړاوو کې د دغومره لوی خطر منل او هغه ته ور ترغاړې وتل چې هم داخلي او هم بهرني مخالفین لري اسانه او د هر چا د وس کار نه دی، بلکې دا کار د ولسمشر غني غوندې د قاطع او پوه انسان، فکر، تدبیر، اراده او قاطعیت غواړي.

ولسمشر غني غواړي چې د قوي مرکزي نظام په رامنځته کولو سره خلک له ضمني او وړو هویتونو څخه را جلا کړي، ځکه تر هغو چې نظام غښتلی نه وي، نو خلک ورباندې اعتماد نشي کولی. د خلکو د اعتماد د جلبولو لپاره دا حتمي او ضروري ده چې هغوی ته ثابته کړې چې قانون پر ټولو یو ډول د تطبیق وړ دی، د هر چا حقونه او ازادۍ خوندي دي. هیڅوک په هیچا کوم ظلم او تېری نشي کولی، څومره چې په دې برخه کې پرمختګ کېږي، نو همغومره د نظام ستنې ورسره بنسټي کېږي، د خلکو اعتماد زیاتېږي او تر ټولو ښه لا دا چې خلک له قومي، حزبي، سمتي او نورو هغو هویتونو څخه چې د هیواد ثبات او حکومتولۍ ترویج ته یې تاوان پېښ کړی دی خپل ځانونه ازادوي او د دولت او قانون په چوکاټ کې خپلې کړنې عیاروي.

د دې ترڅنګ د قوي مرکزي نظام لرلو بله لویه ښېګڼه داده چې هغه مهال به د اوس په څېر د افغانستان ګاونډي هیوادونه زموږ په داخلي او ملي مسایلو کې لاسوهنې ته زړه ښه نه کړي. ګاونډیان به په افغانستان کې د بحرانونو د ایجاد لپاره ورانکارې او وسله والې ډلې تقویه نه کړای شي او نه به هم د دغو ډلو ساتلو ته اړتیا پېښه شي، ځکه دولتونه په اسانۍ سره کولی شي چې د نړیوالو اصولو او نورمونو په چوکاټ کې خپل مسایل حل او فصل کړي.

د تېرو درې لسیزو په اوږدو کی تقریبا زموږ دسیمې ټول هېوادونه دیو سیمه ییز قوی نظام دنه شتون له امله چې په هغې کې د دولت او وګړیو یو پر بل حقونه په څرګند ډول تعریف شوي وي، درانه زیانونه لیدلي دي .له همدې امله په تېرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې دټیکاو دنه شتون لامل زموږ په کورنیو چارو کې د بهرنیانو مخامخ او نامخامخ بهرنۍ لاسوهنې وې، ځکه د ولسمشر کرزي په مشرۍ حکومت نه د قوي مرکزي نظام جوړولو ته زمینه برابره کړه او نه یې هم د ګاونډیانو د لاسوهنو مخه ونیوله.

مګر په تېرو څلورو کالو کې وضیعت فوق العاده بدل شوی دی او لا هم دبدلون په حال کې دی . اوس مهمه داده چې له دغه بدلون او شرایطو څخه موږ څنګه کولی شو د خپل هیواد او خلکو لپاره اعظمي ګټه واخلو، دا زموږ په اراده او وحدت پورې اړه لري، ځکه څومره چې حالات په سمه توګه مدیریت شي ،په عمومي توګه به دسیمې وضیعت په مثبت ډول بدلون ومومي او له نېکه مرغه چې ولسمشر غني د دغه مدیریت وړتیا لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply