!!!پښتون او د بدل اخستل

پاچا

0 636

پاچا-کليفورنيا-امريکا

جون ۱۴ کال ۲۰۲۰

د پښتنو په کلتور کی دا ډيره مشهوره خبره ده چی وايی (پښتون که د سلو کلنو وروسته هم خپل بدل واخست  نو بيړه يی کړيده) خو زما په آند دا يواځی د پښتنو د خپلمنځيو دښمنيو او تربګنيو په باره کی صدق کوی، نه دا چی د خپلو مشرانود وژلو بدل د هغه  هيوادونو څخه واخلی چی ددوې مشران يی وژلی وې. په دی حقله که تاريخی پاڼو ته وګورو يو افغان چی سيد اکبر ببرکزی نوميده د اکتوبر د مياشتی په شپږمه کال۱۹۵۱ د پاکستان صدرآعظم لياقت علی خان د پاکستان د پنجاب ايالت په راولپنډۍ ښار  کی په قتل ورسو. د دی وژنی تر شا به ډير شيان او وجوهات پراته وې چی د هغو تاريخی پس منظر ددی ليکنی سره څه تړاو نلری، خو مطلبی خبره دا ده چی پاکستان پس له تقريبآ  پنځه څلويښت کلنو ورسته د لياقت علی خان بدل واخست او ډاکټر نجيب الله يی په کال ۱۹۹۶ د سپتمبر  د مياشتی په۲۷ نيټه  په کابل کی په دار وځړوو. دا چی ډاکټر نجيب الله کميونسټ وو او يا هر بل څه،خو د افغانانو او په ځانګړی ډول د پښتنو لپاره يو پښتونافغان وو، د يادولو وړ ګڼم چی د پاکستان حکومت او په ځانګړی ډول د آیاسآی جهنمی سازمان په سلهاوملی وطنپرست او په وطن مين افغانان او په ځانګړی ډول پښتانه مبارزين په بی رحمانه توګه ووژل.

د پښتنو دا وژل د بی ضميره او وطنفروشه افغانانو پواسطه چی هغوې ته افغان ويل ډيره لويه ګناه  ده تر سره کيدل. په دی اړه لازم ګڼم چی په پاکستان کی د پښتنو مبارزينو د وژلو لپاره د جمعيت اسلامی ګوند لخوا چی لومړی مشر يی  بحران الدين (برهان الدين) ربانی او بل خودمختاره او د پښتنو درجه يک دشمن ملعون او ملی خاين مسعود پنجشيری وو. زه په دی باره کی ډير شواهد او بيلګي لرم، که د هغو ټولو ذکر وکړم بيا به دا ليکنه ډيره اوږده شی، خو که څوک وغواړی د دغو بيلګو وړاندی کول ماته کوم ګران کار نه دی.ددغه وژنو نوملړ ډير اوږد دی خو د يو څو کسانو په يادولو اکتفا کوم چی د هغوې له ډلی څخه لکه پروفيسور بهاالدين مجروح،  جنت ګل غروال د پښتنی تجارتی بانک رئيس،  جنرال کټوازی، ډاکټر حکيم شکيوال، ولی خان کړوخيل، ډاکټر نسيم لودين، معلم ذاکر، عزيز الفت، وکيل وزير محمد، حاجی عبدالحق او داسی نور بی شميره ملی او وطنپرست اشخاص چی د جمعيت اسلامی لخوا په شهادت رسيدلي دي.د يادولو وړ ده چی د۱۹۸۰ کال له لسيزی څخه په پاکستان کی د افغان ملی اشخاصود وژلو د سر بيه څلويښت زره کلدارې وي چی  وروسته يو لک کلدارو ته لوړه شوه چی د وژونکو تنظيمونولخوا به چی په سر کی يی د جمعيت اسلامی او حزب اسلامی ګوندونه وو د پاکستان د آیاسآی جهنمی اداری ته ورکول کيدی. د هغه وخت څخه را په ايسته د هيڅ ملی افغان قاتل نه دی نيول شوی، دا ځکه چی په دغه قتلونو کی به د جمعيت او اسلامی حزب اجرتی قاتلان د آیاسآی لخوا حمايه کيدل.ماته ښه په ياد دې چی د پروفيسور مجروح د وژلو لپاره د جمعيت اسلامی  ګوند چی رهبری يی د مفسدالارض ربانی په غاړه وه د آیاسآی اداری ته څلويښت زره کلدارې ورکړي وې او مجروح يی په قتل ورسو۔

اوس به راشو د شهيد داود خان او حفيظ الله آمين وژلو ته چی د هغه وخت شوروی اتحاد او داوسنۍ روسيی لخوا په ډيره ناجوان مردانه ډول ووژل شول، د هغوې بدل اخستل په هر پښتونافغان فرض او واجب دی، دا چی داسی موقع به کله برابره او مونږ پښتنو کی به کله دا وړتيا اوتوان راپيدا شی چی د روسانو څخه د شهيد داود خان او حفيظ الله آمين بدل واخلو۔ دی کی شک نشته چی آمين يو جاه طلب او خود خواه انسان وو اود ډيرو افغانانو قاتل وو،هر څه چی وی خو په مونږ يی د بدل آخستل لازمی او ضروری دې۔ داود خان د اپريل په ۲۷  کال ۱۹۷۸ د روسانو په مداخلت د خلقپرچم د کودا تاچيانو لخوا په شهادت ورسيد، او حفيظ الله آمين د روسانو په مستقيم مداخلت په کال ۱۹۷۹ د ډسمبر د مياشتی په ۲۷ ووژل شو۔

د دغه بی ضميره قاتلينو او پښتون دشمنه اشخاصو له ډلی څخه دوه وطن پلورنکې چی يو يی مفسدالارض ربانی او بل د آیاسآی، موساد او د ايران جاسوس مسعود پنجشيری وو پخپلو اعمالو ورسيدل او ددی نړۍ لکه د سپيو په شان په ډير شرمناک ډول د دوزخ جهنمی کندی ته ور ګوزار شول۔

يو بل پاکستانی چي د آیاسآی  ډير معتبر مآمور وو او د افغانستان د جهاد د اغاز څخه د مجاهلينو(مجاهدينو) په منځ کی وروسته د پاکستان د کورنيو چارو له وزير نصيرالله بابر څخه د پوره صلاحيت درلودونکی جاسوس وو هغه کرنل امام وو،کرنل امام ته په افغان وژنه او تخريباتو کی د پاکستان لخوا د برګيډير (ډګروال) رتبه ورکړل شوه خود افغان مجاهدينو په منځ کی هغه تر اخره د کرنل امام په رتبه پيژندل کيده.کرنل امام د پنجاب ايالت په چکوال کی پيدا شوی وو. کرنل امام د طالبانو  لخوا وتښتول شو او د اپريل مياشت ۲۰۱۰ کی يی مړی د  شمالی وزيرستان د کرم کوټ په سيمه کی وموندل شو د مړی څنګ ته يی يو ياداشت پيدا شو چی پکی ليکل شوي ووهغه د آیاسآی او سيا جاسوس وو د معلوماتو لپاره په لاندی لينک کيکاګۍ۔

https://youtu.be/it2236z0BFc
په دی اړه صوفی شاعر رحمان بابا تقريبآ پنحه سوه کاله پخوا څه ښه ويلی دي:

کـوهی مـه کنه د بـــل سړی په لار کی       چـيـرته ستا به د کـوهی په غـاړه لار شی

ته چی بل په غشو وولی هسی پوه شه      چی همدا غشی به ستا په لور ګوزار شی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply