طالبان پاکستان سره “د ورور هېواد په څیر” اړیکې غواړي

0 951

طالبانو ډان ورځپاڼې ته:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله خبر ورکړی دی چې طالبان به د سولې په صورت کې حکومت ته له رسېدو سره سم پاکستان ورور هېواد وپېژني. سرچینه کاږي، مجاهد ویلي چې له یاد هېواد سره به هم هغه ډول اړیکې ورغوي لکه له نورو ګاونډیو هېوادونو سره او دا اړیکې باید په دوه اړخیز درناوي ولاړې وي. سرچینې د مجاهد له خولې ویلي، مجاهدینو هم د شوروي د یرغل په وخت کې له پاکستان سره ښې اړیکې درلودې او دوی لپاره پاکستان تر ټولو امن ځای وو نو دا هېواد د افغانانو دویم کور دی او دوی هم ورته په همدې سترګه ګوري. هغه له امریکایي لوري سره خبرو ته په اشارې ویلي چې طالبانو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې امریکا ته د خبرو وړاندیز کړی وو خو هغوی ونه منل او ورپسې په ۲۰۱۳ کال کې هم قطر کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو پر مهال امریکا ته ورته وړاندیز وشو اما دا وړاندیز هم ونه منل شو خو په دې وروستیو کې امریکا خپله د دوی خبرې ته راغلې او خبرې یې پیل کړې دي. هغه ویلي، تر اوسه د دې خبرو د پایلو په اړه څه نه شي ویلی خو وخت به هر څه ثابت کړي. مجاهد زیاته کړې، دوی د هیچا په خوښه هم جګړه نه کوي بلکې د روانې جګړې موخه پر افغانستان د امریکایي یرغل پای ته رسول دي. هغه دغه راز د واک د ویش په اړه ویلي که څه هم اوس په دې اړه خبرې له وخته مخکې دي خو دوی د سولې په صورت کې د داسې نظام پلوي دي چې د ټولو قومونو انډول پکې مراعات شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply