د تاوتریخوالي په دام کې / محمد نسیم مومند

0 716

موږ معاصره نړۍ ته ځکه معاصره وایو چې د مفکورو بدلون پکې یو لوی اصل دی او تر پخوا یې هم غوره والی په دې کې دی چې افکار په نوي خُم کې لمبېدلي دي پخوا به غچ اخېستل یو اړین اصل و؛ خو اوسني انسانان غوره بدله بخشش او بخښنه بولي، پخوا پر دې ټېنګار و تر څو د یو نا چیزه خبرې بَدّله واخلي، چا چې به د بدو بدله نه شوه اخېستلای هغه به تل غندل کېدی خو اوس دغه د بری لار نه ده، د بري لار یوازې بخښنه ده، انسان او انسانیت ته په درنه سترګه کتل دي د شاعر په وینا:

مــخامــخ راته د ســـر قاتل ولاړ دی

خو انسان دی پرې ګُزار کولی نه شم

خو همدا غچ اخیستل هم فرق کوي. زموږ عام تعبیر له غچ اخېستلو د خپل حریف وژل، ځورول. د هغه بد نامول او ورته نورې چارې دي؛ خو پرمختللې نړۍ داسې نه ده هغوی غچ اخېستل په خپل بریالیتوب کې ویني او په دې ډول خپل حریفان ماتوي؛ خو موږ دغسې نه یو په تاوتریخوالي پسې لا تا وتریخوالی زیږوو، ددې پر ځای چې د افکارو ګردونه و څنډو لا ورباندې خاورې شېندو چې دا یو ناسمه کړنه ده، موږ باید د حُسن بقا لپاره کار وکړو تر څو چې د تاوتریخوالي جواز مو په ټولنه کې شنډ او تلپاتې شنډ شي شاعر وایي:

راځئ چې لپې د خپل حُسن د بقا ډکې کړو

راځئ د سولې سیند کې ومینځو د جنګ وختونه

اوس هم زموږ د ټولنې پر افکارو هغه پخوانی نظام تر یو بریده حاکم دی، په ویالو کې یې د انتقام اوبه درومي؛ خو زموږ د ځوانانو تر منځ نه یوازې چې همدا د لویو انتقامونو  انګازې خورې دي بلکې د وړو خبرو پر سر هم پر یو بل دوړې شېندي چې دا هم تاو تریخوالي ته د جواز لټون یوه لاره ده؛ بویه چې اوسنۍ زمانه او ځوان کهول باید داسې و نه اوسي د شاعر په وینا:

د ورییځ له سیوري تله د لارې زده کړه

چیرې نه د مېږي زړه درنه ازار شي

زموږ ټولنه په ځانګړې توګه ځوان ماحول مو اوس هم اخلاقي درسونه او لارښوونو ته تر ډېره اړتیا لري، ځکه همدا په یو بل پسې خبرې کول او تاوتریخوالي ته لمن وهل او ورته د جواز لټون به د اخلاقي تومني کمی وي، موږ باید اخلاقي اقدارو ته د تجربې په رڼا کې وګورو.

موږ تر یوه حده د کلانکارۍ پر اس هم سواره یو او هر څه ته سر نه ټېټوو دامنم چې انسان همت لري؛ خو غرور د انسان سره نه ښایي د استاد غضنفر په وینا ((کلانکاران به ډېرو سر ټېټیو ته مجبور شي.))؛ نو بویه چې له دې سترې ناروغۍ څخه ځان پنا کول پکار دي، د معزالله خان مومند په وینا:

سر ټيټي له سر کشۍ سره لازم وي

که یقین نه کړې لږ و ګوره مینا ته

موږ نه یوازې چې کلان کار او سر کشه یو بلکې موږ تر یو بریده تنګ نظره مخلوق هم یو چې دا هم د وخت په تېرېدو د ټولنو او ځوان نسل تر منځ د تاوتریخوالي اور  پو کول دي ، تنګ نظره انسان یوازې د خپل پر مختګ مخه ډب کوي او ځان د خلکو تر نظره بد ښکاره کوي د شاعر په وینا:

تنګ نظر به په نعمت کې کله موړ شي

په دریاب کې کنډول تش وي د حباب

موږ ته په کار ده چې نور د تاوتریخوالي د جواز په لټون کې و نه اوسو او نه هم پر چا تنګ نظره شو، ځکه خپله به د ناکامۍ په دام کې ګېر یو او هم به مو وجدان ته سر ټېټ وي، د اراوا پوهانو په وینا څوک چې د انتقام په لټه وي او د بخشش په کوڅه نه وي تیر شوی تل به یې ذهن او روان زوریږي، د رحمان بابا کلام به د حُسن اختتام په ډول راوړم:

ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه

چې همدا غشی به ستا په لور ګذار شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply