څنګه له خپلې ټولې انرژۍ ګټه واخلو؟

0 636

 ژباړه: امان الله حنیفي-

له خپلې ټولې انرژۍ استفاده په دې مانا ده چې څنګه په بېلابېلو شرایطو کې له خپلو فعالیتونو ښه پایله لاسته راوړو. له ټولې انرژۍ استفاده په دې مانا چې څنګه په کم وخت کې ډېر څه ترسره کړو او هغه پایله لاسته راوړو، چې موږ یې غواړو.

هرڅه بالاخره په یوه پایله پای ته رسېږي، خو د ښې پایلې د لاسته راوړلو لپاره باید له هرڅه مخکې خپله موږ ځان کې تغیر راولو، چې همدا د نویو او مثبتو تغیراتو راوستل زموږ ټوله انرژي را ژوندۍ کوي، خو دقیقاً څنګه کولای شو له خپلې ټولې انرژۍ ګټه واخلو؟

لومړی موږ  باید دا وپېژنو چې موږ چېرته قرار لرو او زموږ فعلي ځای کوم دی، وروسته له هغې هغه ځای او موخه مو مشخصه کړئ، چې غواړئ ورته ورسېږی او بالاخره خپلو موخو ته د رسېدو لاره یا پلان جوړ کړئ. کېدای شي تاسې په خپل کسب او کار کې د ښه پرمختګ لپاره پلان جوړکړی او له خپلې ټولې انرژۍ استفاده وکړی، یا کېدای شي د زده کړو، ترفېع اخیستلو او یا هم د ژوند په نورو برخو کې د بریا لاسته راوړلو لپاره پلان جوړ کړی.

ښه ده چې دا پلان له ځانه  د دغو پوښتنو په پوښتلو سر ه پيل کړئ:

همدا اوس مو ژوند په کومه کچه کې دی او کومو موخو ته رسېدل غواړئ؟

همدا اوس د خپل فعلي موقف په اړه څه احساس لری او دغه ځای ته له رسېدو سره مو څه لاسته راوړي دي؟

همدا اوس هره ورځ څومره هڅه کوی او څه لاسته راوړی؟

د کوم کار له سرته رسولو خوښېږی او کوم ځای ته باید ورسېږی څو ارام او د خوښۍ احساس وکړی؟

همدا اوس مو هڅې په کومه کچه کې دي؟

کومه موخه لری چې د رسېدو لپاره ورته هڅه وکړی؟

دقیقاً کومې برخې دي چې تاسې د پوره انرژۍ درلودو احساس پکې کوی؟

ولې دا احساس کوی؟ څه د دې سبب شوي چې تر اوسه مې دغو برخو کې پرمختګ نه دی کړی؟

څنګه کولای شی له خپلې ټولې انرژۍ ګټه واخلی او هغې پایلې ته ورسېږی چې زړه مو غواړي؟

څنګه کولای شی له خپلو تېرو ماتو او لاسته راوړنو یوه انګېزه واخلی او د خپلې ښې راتلونکې لپاره ترې استفاده وکړی؟

د خپلو فردي وړتیاوو ځواکمنول به په کومه اندازه د خپلې خوښې وړ موخو په لاسته راوړلو کې درسره مرسته وکړي؟

له خپلې ټولې انرژۍ د ګټې اخیستو په پار باید خپل  فردي مهارتونه پیاوړي کړئ. دا مهارتونه هغه وخت پياوړي کولی شی چې خپل فردي او هغه ټولنیز مسوولیتونه چې په تاسې پورې اړه لري، ومنی.

تر اوسه مو چې څه لاسته راوړي، دا مو ټول د خپلو تېرو غوښتنو او هڅو پایله ده، که د ځان لپاره کم او په ټيټه کچه معیارونه وټاکی، پایلې به مو هم همدې ټاکنې ته ورته وي.

د خپلو فردي وړتیاوو پياوړي کول، د دې چانس هم په لاس درکوي، څو بیا په کاري چاپېریال کې هم په ښه او بریالۍ توګه کارونه مخکې یوسی. کله چې فردي ځانګړتیاوې پیاوړې کړی، نو موخې او هدفونه مو هم په ټيټه سطحه کې نه پاتې کېږي. د ټيټو موخو پر ځای د ځان لپاره لوړ او تر دې ښه هدفونه ټاکئ او د ورته رسېدو لپاره یې په هماغه اندازه زیاتې هڅې کوی.

د خپلو فردي وړتیاوو ځواکمنول، خپلو موخو ته د رسېدو لومړی اساسي ګام دی. که مو دا ګام په دقت او پوره ځواکمنتیا کېښود، حتمن به موخې ته رسېږی.

له خپلې ټولې انرژۍ ګټه اخیستل د نورو لارو چارو ترڅنګ، د دغو دوو اصولو په رعایتولو پورې هم تړلي دي: د دندې پر مخ بېولو باندې ښه پوهاوی لرل او له خپل توان سره سم مسوولیت اخیستل.

هر کار چې سرته رسوی، باید له خپلې وړتیا او توان سره مو برابر وي، دا په دې مانا نه چې تاسې د خپلو کمزوریو په لټه کې شی، بلکې د یو کار له سرته رسولو سره سم مو د هغو نیمګړتیاوو د پوره کولو هڅه هم وکړئ، کومې چې د یو کار سرته رسولو په وخت ستاسې په مخ کې خنډ کېږي.

د هغه کارپه اړه د پوره معلومات لرل چې تاسې یې سرته رسوی، له تاسې سره د همغه کار په کولو کې ۵۰ سلنه مرسته کولای شي. کله چې د یو کار په اړه معلومات نه لری، هېڅ یې مه سرته رسوی. دا بیا درته سرخوږی پیداکوي. مخکې له مخکې د یو کار په اړه ښه معلومات ترلاسه کړئ، بیا یې وروسته سرته ورسوئ.

هڅه وکړئ چې نوي کارونه سرته ورسوی، داسې چې ورځ تر بلې د پرمختګ احساس پکې وکړی. د نویو او متفاوتو کارونو سرته رسول، ستاسې په وجود کې شته انرژي په خوځښت راولي.

هڅه وکړئ چې ځان کې مو  د سیالۍ کولو حس را ژوندی کړی. هره ورځ دا هڅه وکړئ چې د پرونۍ ورځې په پرتله مو نن خپلو موخو ته نږدې شی. که له نورو سره سالمه سیالي ونه کړی، پرمختګ نه شی کولای او چې پرمختګ ونه کړی، په ژوند کې مو بدلون نه شی راوستی.

له نورو سره سیالي کول مو دې ته هڅوي، څو مو وجود کې له شته ټولې انرژۍ ګټه واخلی.

خپلو کارونو یا موخو ته د رسېدو لپاره مو پلان جوړ کړئ. ډېرې هڅې او کار کول له خپلې ټولې انرژۍ د ګټې اخیستو په مانا نه ده، بلکې ورځ تر بلې او په منظم ډول خپلو موخو ته رسېدل، له ټولې انرژۍ د پوره ګټې اخیستو مانا ورکوي.

هڅه وکړئ چې د نورو فعالیتونو ترڅنګ مو، د ورځې په اوږدو کې ورزش ته هم وخت ورکړی. منظم او په ورځني ډول ورزش کول مو له وجوده ټوله ستړیا وباسي. کله چې بیا کار یا دندې ته ځی، تاسې به تازه او ریپرش وی، چې په دې ډول به مو هم له کار کولو خوند اخلی او هم به ورځ تر بلې خپلې موخې ته نږدې کېږی.

څېړنې ښيي، هغه کسان چې په منظم ډول هره ورځ ورزش کوي،  د هغو کسانو په پرتله چې ورزش نه کوي، له ژونده په څو څو وارې زیات خوند اخلي. نه یوازې زیات خوند اخلي، بلکې د هغوی په پرتله اوږد ژوند هم کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply