هوښياره مرغۍ په دريو لومو کې

0 1,074

هوښياره مرغۍ په دريو لومو کې؛
امريکا، ايران او هند پاکستان ته غاښ چيچلي

له هغه وروسته چې د تېرې پنجشبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د دغه هېواد د پوځ د ملېشه ځواکونو پر کاروان او د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران د سرحدي سپاه ځواکونو پر یوه بس بریدونه وشول، امریکا، هند او ایران پاکستان ته خبرداری ورکړی چې نه یوازې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، بلکې په خپل هېواد کې یې خوندي مرکزونه هم له منځه یوسي.
د هند په ترهګریز برید کې ۴۰ هندي پوځیان ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول چې مسوولیت یې پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې جیش محمد پر غاړه واخیست، خو د ایران پر سپاه‌پاسدارانو د شوي برید له کبله ۲۷ کسان ووژل شول او مسوولیت یې هم پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې جیش‌العدل ومانه.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د دغه هېواد پر پوځیانو له شوي برید وروسته پاکستان ته په خطاب کې وویل چې د هند پر وړاندې د اسلام‌اباد ترهګریزه تګلاره به پاکستان دړې وړې کړي او پاکستانیان دې داسې فکر نه کوي چې په دا ډول بریدونو به هند ته زیان واړوي.
د امریکا سپینې ماڼې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر هندي پوځیانو شوی ترهګریز برید غندلی او له پاکستانه یې غوښتي چې ژر تر ژره په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او دغه راز د هغوی خوندي مرکزونه او پټن‌ځایونه هم له منځه یوسي.
د دې تر څنګ، ایران هم پاکستان ته ګواښ کړی چې په خپل هېواد کې دې د ترهګرو ډلو پر وړاندې چلند بدل او جدي ګامونه واخلي، که ‌نه تهران اړ دی چې د ورکولو لپاره یې لاس په‌ کار شي.
اوس د چارو شنونکي او مدني فعالان وايي، پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد دی او که پر ضد یې د سیمې او نړۍ هېوادونه په ګډه اقدام و نه ‌کړي، د ترهګرو ډلو فعالیتونه به د افغانستان تر څنګ، د سیمې او ان نړۍ هېوادونو ته په ستر ګواښ بدل شي.
دوی ټینګار کوي چې پر پاکستان د سیمې او نړۍ هېوادونو تر ګډو سیاسي، اقتصادي او ان نظامي فشارونو پرته د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس نه اخلي او په ‌کار ده چې یاد هېوادونه د ځان ژغورلو د اسلام‌اباد پر وړاندې اقدام وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی سیدحبیب دلاور وايي، اوس چې د افغانستان تر څنګ، د سیمې، عربي هېوادونو او نړۍ په کچه د پاکستان په اړه نظر بدل شوی او دا هېواد د ترهګرو ملاتړی هېواد بلل کېږي، داسې ښکاري چې دا هېوادونه به د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره د پاکستان پر وړاندې زغم و نه ‌کړي.
د ده په وینا، که اسلام‌اباد خپلې موخې او ګټې د افغانستان او سیمې د ناامني او کړکېچ پر ځای، د هغوی په سوکالي او امنیت کې و نه لټوي، دغه هېواد به نور هم منزوي شي او یوه ورځ به د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو د صبر کاسه ورته نسکوره شي او دا هېواد به له نړېوالې نقشې ورک کړي.
په همدې حال کې مدني فعال مطیع‌الله ستانکزی هم پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد یادوي او د سیمې او نړۍ په هېوادونو غږ کوي چې د افغانستان د قضیې د حل په برخه کې پرې له هيڅ ډول فشار راوړلو درېغ و نه‌ کړي، څو دا هېواد اړ شي چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسولو او د سولې راوستو په برخه کې له افغانانو سره رښتینې همکاري وکړي.
د ستانکزي په وینا، که د سیمې او نړۍ هېوادونه نن په افغانستان کې د ترهګرو ډلو او هېوادونو له لوري بل شوی اور مړ نه‌ کړي، سبا به یې لمبې د دوی لمنې ته هم ور ورسېږي، لکه اوس چې په ځینو هېوادونو کې هم دا اور په بلېدو دی. نوموړی زیاتوي، هاغه مهال چې په افغانستان کې د روانې جګړې لمبې تر دوی ور ورسېږي، بیا به یې د ټولو لپاره ګول کول سخت تمام شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړی هېواد بللی او په نړېواله ټولنه یې غږ کړی چې د لاس لنډولو لپاره یې لاس په ‌کار شي، که‌ نه د افغانستان روانه جګړه به یوه ورځ له دوی هم قرباني واخلي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply