بوډا که بودا ؟ / احمدجان ماڼو

0 859

په پورتنیوو دوو لرغونوو آریایې/ پا اچا ایې

 (پشایې) نومونووکښی مشر او کشرکوم دی !؟

د اوږدې مودې راهیسې زما ذهن د (بوډا / بوډۍ / بوډي) نومونو تخناوورا تخناوو،چی ولې اودڅه لپاره !؟ زه هم نه پوهیدم خو، دومره پوهیدم چی، دانوم د پښتواوپشایې ژبوله ادبیاتو برسیره د اردو ژبو په ویوونکو کښی هم شتون لري . ما به تل د ځان سره ، دانسان دفزیکي زړښت په اړوند سوچ کاوه اوهغه هم په همدی مانا اومفهوم چی بوډا، بوډۍ نومونه به هم د انسان د زړښت پوری مناسب فولکلوریک نومونه وي خو، یوه ورځ له ورځومې ، په خیال کښی داسی تیرراتیرشول چی، دا زاړه خو، دپوره ژورو اوګټوروتجربوخاوندان وي ،چی له پیدایښت څخه رانیولې تربوډا اوبوډیتوب پورې ،هغوې دخپل ژوندانه په ټول ټیټ اوپاس،لوړواو ژوروو کښی دخپل ژوند د پایښت اوبقا په خاطر، په میړانه د رنګارنګو سړو تودو سره مخامخ جنګیدلي او د خپل وخت اوزمان د چاپیریال د وژونکو ستونزو په وړاندی نیغ په نیغه، له سترو تاریخي ازموونونوبریالي راوتلي د ټولنیزو ناخوالو د پیدایښت څخه رانیولې تربوډا اوبوډۍ توب پورې لوبیدلي،د یونوي زږیدلي کوچني ، زلمي، ځوان اودپاخه عمرانسان په پرتله یې د ډیروناخوالو،ناتارونو خوند اومزه څکلې وي، باربارتجارب یې ترلاسه کړې وي ، ښه پوخ اوپوه شوی انسان تری جوړشوی وي، تودو اوسړو پوره ځپلې اوسیځلی وي    پوستکي هډوکي شوی وي ،هرډول تجارب یې په ټولو پنځه ګونو حواسودرک کړي وي ، ځان اوجهان ښه پیژنې دهر ډول سوال په وړاندی ځواب ورسره وي ، دخپلو تجروبو پر بنسټ هریوه پوښتونکي ته ، پوره لارښود ځواب اود ډیروبلا بلا ستونځو د حل کیلي لري، دخپل چا پیر یال په خلکو ګران او د یو رښتیني لارښود ځای اومقام لري .
په خاص ډول د ټولنیزوستونزوپه حل کښی د پلرونواو نیکونوو څخه ورته په پاتې شفاهي میراث اوهغه تجربې یې چی، دخپل ګټورژوند په اوږدوکښی ترلاسه کړي د یوه سترادبې ګټورګنج په توګه، دخپل ځان سره تل نغد اوچغد لري، دخپل ټولنیزارزښتناک ژوند دښه سمون په خاطراودخپل انساني چا پیر یال په ګټه اوفایده ، په ټولنیزومروجو کوچنیوواولویوومرکوو اوجرګو کښی ورڅخه پوره ارزښتناکه ګټه پورته کوي .
لنډه دا چی ، په زغرده ویلی شو چی، د بشر ننی علمي ،ادبي ،تخنیکي اوهر اړخیز تکامل زمونږد خوارو زارو دتیرواو اوسنیووبوډاګانو دسختو اوتنګودتیرولوستره نخښه نښانه اوبریا ده . ورباندی سترګې پټول ، په حقایقو اعتراف نه کول ورته په سپکه کتل ، پرته له نمک حرامي به بل څه نه وي !
پرته له دی چی څوک د(بوډا، بوډۍ، بوډي/ پیر، پیرسال، ریش سفید، سرسفید) په معنوي ارزښت او جوهر کوم چی ، د (بوډا) د زړي (اتوم ) په دننه کښی پروت اوشتون لري وپوهیږي ،لا نه پوهیږي په زړه کښی ورته لږ شانته په ټیټ ارزښت ګوري ، حال داچی بوډا د خپل سترتاریخي ارزښت له مخې دتیر ،حال او  راتلونکې تمدن دوصال نه شلیدونکې کړۍ ده (بوډا / بوډۍ /بوډي ) هغه څوک دی چی،دخپلې ټولنې او د سیمې په تیرتاریخ اوموجودو حوادثواواغیزویې پوره اومکمل سرخلاص وي اود درستې لارښوونې په پایله کښی دخلکو د درناوي وړ ګرزي خو، دخلکو په ذهن کښی هغه دفزیکي پلوه د زاړه اوعمر خوړلي په نوم پیژني خو، هغه مانا اوژور مفهوم چی ، د (بوډا /بوډۍ) دنامه په دننه ، دهغې په جوهرکښی نغښتي دي، نه پخپله بوډا اوبوډۍ اونه هم ددغه استعمالوونکی نوی اوځوان نسل ورڅخه اګاهي لري خو ، دنیکه مرغه په ناخبری کښی یې دیوې شتمنې ادبي خزانې په توګه کاروي ، حال داچی ،د (بوډا) دنامه په دننه سترمعنوي رازاوارزښت پروت دی چی ، ورباندی پوهیدل اوځان خبرول ضروراواړین دي.

 راځئ چی نن په یوه خورا ستر له جوهر څخه ډک ، دیني ،ادبي ترکیبي لرغوني تاریخي د لوړادب په علمي انډیو بار په حیرانوونکي ادبي راز ، سِراوارزښت چی ، د (پا اچا ایې / پشایې ) ،پښتو او اردو ژبو ، د (بوډا ) په نامه کښی نغښتی ځان پوه او د نړۍ ادب پوهان پرې خبرکړو !

اوس چی ، مونږ د(بوډا/بوډۍ ؛ بوډي ) نوم په پشایې ،پښتو او اردو ژبو کښی په مشابه او یوشان حروفي او په تلفظې شکل کښی ولیده چی ، په دری واړو لوړوآریایې ژبوکښی یودبل څخه توپیراوفرق نه لري اوپه ټولنیز چاپیریال کښی یې په خیالي اومجازي ماناووهم پوه شولو،اوس به راشودنومړي ترکیبي (بوډا ،بوډۍ ؛بوډي ) نوم ته چی، دنامه په( اتم ) کښی یې کومې ماناوې نغښتې اوخوندي دي ،دا چی، په پشایې ،پښتو او اردو ژبو په ادبیاتو اواملاکښی نوموړی نوم د(بوډا) په دود لیکل کیږي خو، که یې لږ تلفظ اواواز ته ښه پام وکړو او ورته ځیرشواصلي اوازیې د (بووډا ) د دوو واونو( وو) په بڼه باید ولیکل شي چی، (بووډا) به یې درست او اصلي بڼه اوشکل وي !

داچی،اوس مونږ د(بوډا) مروج نوم د (بووډا) په بڼه ترلاسه کړښایې چی ، د(ډ) توری په  ډیرونوروآریایې ژبو لکه، په پښتو، پشایې ،اردو کښی (ډ) د ژبواصلي توری وي ، خوپه ډیرودلاتین الفبا لروونکو ژبو رسم الخط کښی دا توری په (ډ/ د) لیکل کیږي لکه ، د حضرت (بوو دا ) پیغمبرپه دیني ،ادبې اوتاریخي نامه کښی چی ، په عربي رسم الخط ژبو کښی هم د (د/ ډ) په تورو لکه، ( بووډا ) او (بوودا) په اشکالو لیدلای ، لیکلاې او لوستلای شو!
له پورتنۍ توضیح څخه دا په ډاګه شوه چی، د(د/ ډ) توري دژبود ځانګړوخصوصیاتو پورې اړه لري اوپه هره  ژبه کښی مستقل لغاتونه ، خپلې ماناوې، مفاهیم اوځانګړي اوازونه لري چی،په ځنو ژبو کښی (د / ډ) دواړه په یوه حرف په (ډ ) لیکل کیږي اوپه هره ژبه کښی خپل اوازونه لري .

په هر حال اوس مونږ دوه ، یو او بل ته ورته د (بووډا) او(بوودا) نومونه لروچی، دا دواړه ترکیبي نومونه دلرغونې آریایې (پا اچا ایې ) پشایې ژبې دستر ادب څرګندې نخښې نښانې دي ، په خپل وار سره دهریو تاریخي اوادبي ارزښت توضیح اوتشریح کوو .

۱ـ بوډا (بووډا) : یولرغونې آریایې نوم دی چی ، پشایې انسان اود خپلې پشه یې ژبې ادبیاتو یې، یودبل سره دزمانې په اوږدو کښی خوا په خوا، اوږه په اوږه تکامل کړی اوترننه پوری دلوړادبي ارزښت په درلودلود کګلیچن تاریخ په اوږدو  کښی یې دلوړادب اوارزښت سره مل ترمونږپوری ځان رارسولی چی ، زمونږ دګران هیواد لرغوني اریائیان د آریایې /آریک / پشایې ژبې ویوونکي اوهمداشان پښتانه اود اردو ژبې ویوونکي نوموړې نوم لري اود نوموړو ژبو لرغوني ادبیات ورباندی ښکلي اوسینګاردي .

۲- بودا (بوُ ودا) دانوم هم دپشایې ژبې یوښکلی ترکیبي نوم دی چی د عربي ژبې په الفبا سره د (د) توری لري اوپه همدی توري لیکل اوتلفظ کیږي خو، په لاتیني الفبا همدا د (د ) توری د (ډ) په توري لیکل او تلفظ کیږي چی، دانوم هم دحضرت ( بودا / بوډا ) پیغمبرپورې اړوند دی .خو،اصلي تلفظ یې ، چی باید ولیکل شی هغه د( بوُودا) یعنی (بوو = ډیر ،زیات ) اود وهمه برخه یې د (ودا = پوهه ،زده کړه ، علم،دانش ) په بڼه اوشکل باید ولیکل شي چی، توضیح ،تشریح اواصلي مانا یې په لرغونې آریایې ژبه پشایې کښی په دی ډول ده .
– د حضرت (بوودا ) پیغامبرنوم په پشایې ژبه کښی له دوو برخو جوړ شوی دی ، لومړۍ برخه یې د(بُو، بوو= ډیر، زیات ، بسیار) اودوهمه برخه یې د (وودا/ ودا = پوهه /علم ، دانش) په مانا ده اودپشایې ژبې د خورا لرغوني مصدر(وُدیک = پوهیدل / زده کول / دانستن) له مصدرڅخه د مفردغائب د (وُدا/ وودا / دلویې زده کړې خاوند او پوهې خاوند /دانا ،پوه ) په مانا دی چی ، دژبې دادبیاتو له پلوه ورکی  سترعلمي اوادبي مفاهیم نغښتي دي چی د ستر حضرت (بوودا) پیغمبر دشان اوشوکت سره پوره سمون لري .
د (وودا ، وودې ) ښکلي اوبیساري ادبي نوم لا دلرغونوزمانو څخه ترننه زمونږپه آریایې جغرافیه افغانستان کښی په لویه پیمانه په کلیوو اوبانډواوپه دیني مدارسوکښی داستعمال ژورې خو،ناپیژندل شوې ریښې لري ، پرته له دی چی ، څوک یې په رښتینې مانا او مفهوم چی، (پوهه ،علم ،دانش ،زده کړه) ده وپوهیږي شتون لري .

دبیلګې په توګه : کله چی یوسپې، مار یا مچۍ ،لړم څوک وداړي او ویې چيچي ،دکورکلي خلک متضرر انسان ته ،دستي لارښوونه کوي فلاني شخص ته ځان ورسوه چی ، (ووده / وده ،ودا = پوهه ،علم … ) لري چی ،درته دم یې کاندي انشالله زرترزره به ښه شي !

دپورتنۍ بیلګې څخه دا په ډاګه کیږي چی ، (وودا ، ودا ، وده ) د ډاکتر، پوهی ،علم ،زده کړې اود دانش مانا لري .یا نورداسی مرضونه اودردونه لکه زیړي ، زخې ،سر درد ،غاښ درد اوډیر نور تکلیفونه چی څوک ولري ، خلک ورته لارښوونه کوي او ورته وایې چی، ښاغلی ، کاکا ،بابا ،ملا ،پیر ،فقیر …. ته ولاړشئ چی ستا مریضي د ( ودې / وودې ) لاندی ونیسي اوانشا له ښه به شی اوپه مقابل کښی ورته خلک په پوره اخلاص دخپل وس اوتوان په اندازه شکرانې (ګوړه ،شکره ، غله دانې ،هګۍ ….اونن سبا پیسې او نور توکي ،شیان ) ورته په خپله خوښه نزرانه کوي .
له پورتنیووتوضیحاتواوسپارښتنو څخه دا په ډاګه کیږي چی ، د (ودا ، ودې ) نوم هماغه د لرغونې آریایې ژبې ( پا اچا ایې / پشایې) د (ود یک = زده کول ، پوهیدل ،دانستن) له مصدر څخه په لاس راځي چی ، زمونږ خلک پرته له دی چی د ( ودا ) دنامه دریښې څخه پوهه اواګاهي ولري لا تر اوسه زمونږ دهیواد ، داریایې ژبوپه ادبیاتو کښی یې ګټور څرک څرګند دی .

 دالرغوني دعلم اوپوهې نومونه دلرغونې اریایې زمانې څخه رانیولې تر ننه د هند او اروپایې ژبو مورآریک / پشایې ژبې په ننیوو مروجوادبیاتو کښی ژوندي نومونه دي .

زما په اند دپشایې ژبې په دغوو دوو( بوُډا/ بووډا ) او(بُودا / بوُ ودا) ترکیبي تاریخي ادبې نومونو کښی مشر او کشر،مخکښی زږیدلې او ورپسی زږیدلی ترکیبي نومونه دي .

بُوډا / بووډا (زوړ/ مشر/سپین ږیری/ پیرسال ، سال خورده ) دا لرغونې نوم زما په باورلومړنې دی ، دا اصلي ، پخوانې ، مشر، یو ترکیبي نوم دی چی ، ښایې دپشه یې انسان اودهغې دژبې د ادب د پیدایښت اوتکامل سره همزولی او اوږه په اوږه دنوموړې ژبې د زرغونیدښت اود لویښت په لومړیوو ادبي  پړاوونو کښی پیل اودپشه یې انسان د ژبې د ادبي  کیدو او اخلاقي کیدو په ځانګړو پړاوونو کښی د ډیرو تجاربواو از مونونو راوروسته به دا نوم دهغه وخت پشیانو د مشر اوتجربه کار ، پوه او دانا اودیوه لارښود سړي اوسپین سرې میرمنې ته یې دیوه ستاین نوم په توګه منلی وي.

دبوډا اوبوډۍ دلوړوتجربواود ښولارښوونو اومرستو په نظر کښی نیولو سره کله چی ،د (بوډا) نوم په پشایې ادبیاتو کښی راټوکیږي ورته پوره د درناوی وړ نوم ګرځي اودخپل هغه ستر ادبې اواخلاقي ارزښت له مخې چی د (بوډا ) نوم یې په خپله تومنه کښی لري ، تر ننه دپوره درناوې وړپاتې کیږي .

برسیره پر لوړو توضیحاتو اوتشریحاتود (وډ /ووډ) کلیمه په پشایې ژبه کښی لکه انګریزۍ دloud کلیمه د(لوړ ،اوچت ،بر ،پاس ،هڅک)په مانا اومفهوم ترننه شتون لري اوپه ادبي اصطلاح کښی د (پوه، دانا ،عالم )په مانا اومفهوم هم استعمالیږي . لکه ( بُو/ بوو= ډیر،زیات) او (وُډ / ووډ = لوړ ،اوچت ،عالم ،دانا، پوه ،تجربه کار) چی په ګډه سره مانایې ( بُو / بوو + وُډ/ بُو وُډ) یعنی : بوو ووډ = دعلم اوپوهی خاوند ). داچی دنوموړي ترکیبي نامه په پای کښی د (ا) توری راځي اوټول غږیز توري یوپر بل اوړي اودنامه شکل اوتلفظ توپیر پیدا کوي او د (بوو وُډ ) څخه (بوُوډا، بُو وډ ، بُو وډې ) جوړوي دا نو، دټولو پشا یې افعالوځانګړی خصوصیت دی چی،ورڅخه صفتي نوم په لاس راځي لکه : شاړ،شاړې = روان شه ، شاړوا = روان ؛تست = ودریږه ، تستوا = ولاړ …….!
دټولنې د مینې ، محبت یو والي ، پرمختګ ، یوموټې کیدو د ښیرازیواونیکمرغیوو په نظر کښی نیولو سره  دا سترد (بوډا / بوډۍ) ترکیبي ادبي نوم مونږ ته د تیرو نیکونوڅخه په میراث راپاتې دی اود دی ترکیبي نوم دواړه برخې (بوو = ډیر ،زیات ) او(ودا = پوهه ،علم ) ادبې ترکیبي یودبل سره پییلي د یاقوتواوالماسوپه شان ښکلي ادبې ترکیبي غمي دي چی ، دا دواړه (بوډا / بوډۍ) القاب په لرغونې آریایې آریک / پا اچا ایې / پشایې ژبه کښی دخپل لوړ ادبي ارزښت له مخې چی ،لري یې په نوموړې ژبې کښی رواج کړي وي چی ، دا د پشایې لرغونې آریایې ژبې دسترادب زړه پورې اوله درناوي ډک په علمي انډیوو بارنوم دی ، چی لاترننه د ښاغلو پشیانواودهغویود لوڼوژبوپه ادبیاتو کښی لکه ، پښتو ، اردو اوښایې هم په همدی دیالکتیک اویا په ورته دیا لکتونو کښی په نورو اریایې ژبو ادبیاتوکښی که څیړنه وشي په ډول له ډولونوبه لکه دقطب ستوری ورکې ځلاند اوبریښناک وي !

باید یادونه وکړم چی ،په پشایې ،پښتو اودري ژبو په فولکلوریکوادبیاتو کښی لا تر ننه د(بووډا /بوډا) دنامه د (بود / بودې = ګټور ،فایده من ،ښه ،دانا ،پوه …. ) او(نابود = بې ګټې ، بی فایدی ،ناښه ،نادان ،ناپوه ) کلیمه شتون لري چی ،په لاندی مثالونو کښی به یې په لنډ ډول توضیح کړم .

غنم خان پوره د (بودې) سړی دی ؛ دغنم خان څخه یوڅه ( بُود ) کړه.! په ادم خان کښی (بوده ،بُودا) نشته ! یا : غنم خان د(بودې ) سړی نه دی ، هغه ډیر (نابُود،نابوده ، نابُودا) سړی دی !.
په پورتنۍ جمله کښی د (بُود ، بُودې ،بُوده ، بُودا = فایدی ،ګټې ،حاصل ،ثمر ) په مانا ده خو، ښه اوبد یې د(نفی =نه ،نا ) دکلیمې په مرسته اواستعمال توضیح اوتشریح کیږي .

نتیجه :

۱ـ دا چی ، د (بُوډا /بووډا = زوړ،سپین ږیری ،سپین سرې، پوه ،هوښیار ،تجربه کار…. ) ترکیبي نوم د لرغونې زمانې څخه رانیولې ترننه ، د پشایې ژبې په ادب کښی دپشایې ادبیاتو د ودې سره مل اوملګرې سینه په سینه اوپه شفاهې ادب کښی اوږه په اوږه اوخوله په خوله ترمونږه رارسیدلی ،همدا اوس چی ، دا لیکنه کیږي یو ژوندۍ اونومیالی نوم دی اودخپل تاریخي ، ادبې اوعلمي ارزښت اوقوت له مخې چی ، دځان سره په خپل زړي کښی لري اوس هم په پشایې ، پښتو ، اردو ژبو کښی دځلاند ادبي ستوري په شان شتون لري ، ښایې په نوروهند اوآرپایې ژبو د ستر کهول په ژبو کښی یې هم په شکل داشکالو، څرک شتون ولري .

۲ـ د (بُوډا ) دنامه سره په ورته بڼه یوبل تاریخي نوم د حضرت (بُودا ) پیغمبر (سیدراتا ګوتاما ) روحاني نوم دی په بڼه اوشکل کښی شتون لري .که په لاتیني الفبا یې ولیکو ورڅخه Buda لاس ته راځي ، دلاتین (بُوډا ) اودعربې ژبې په الفبا (بُوډا ) کښی د تلفظ له مخې هم توپیر اوفرق نشته اوکټ مټ سره یوشی دي. خو،دومره باید ووایم چی د (بودا) کلمه د (بوو دا ) د دیانت د سترپیغمبر یوروحاني لنډ نوم دی چی ، په همدی لنډ نوم اوتخلص یې بودیستان پیژني اوځانونه په ویاړ (بودایې / بودایان) بولي .
دپورتنۍ شننې اوارزونې هدف دا دی چی د پشایې ژبې د( بوډا ) نوم لرغونې ،پخوانې اومشردی اووروسته همدا نوم دخپل علمي اوادبي ارزښت ، دمعناوو اومفاهیمو له مخې چی، په خټه کښی یې درلود حضرت (بودا ) پیغامبربه دځان لپاره خوښ کړی اوټاکلی وي ، ښایې چی دحضرت (بودا) د دین دخپریدولا دمخه، پشه یې ژبه ،به دهماغه وخت دسیمې دخلکو یوه ژوندۍ ، رسمي اواغیزناکه ژبه به وه .
په درناوي .
احمدجان (ماڼو) دنمارک ، اودنسه .
۲۰۱۹ کال جنورۍ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply