ګرانو هیوادوالو(اِید – عید ـ اختر) مو مبارک !
ایا پوهیږو چی ، د(اِ ید – عید- اختر) نوم له څه وخته زمونږ دهیواد په رسمي اوملي ژبوکښی شتون لري اوپه خاصو اوځانګړو مناسبتونو کښی ورڅخه استفاده کیږي اوداستعمال وړ ګرځي . اوهمدا شان په لنډه کښی یې باید توضیح کړو چی دا د (اِید – عید ) نوم له څه وخته د اسلام دمقدس دین عربي ژبې ادبیاتو ته ورننوتی دی !
نن سبا دانوم نږدی په ډیرواسلامي هیوادونو کښی د(عید) په شکل لیکل ،لوستل اوتلفظ کیږي خو، په پښتو ژبه کښی ورته د(اختر) نوم په کار وړل کیږي .
په دی کښی هیڅ شک نشته چی، د ( اِ يد- عید) په مفهوم پوهیږو چی ،د یوه دینی فرض د ادا کولواویا دټولنیزو خپل مینځیوو پخوانیووناخوالو او ستونزودحل اوفصل وروسته د( خوښۍ اوخوشحالۍ ) مفهوم افاده کوي .
همدا شان دا هم باید معلومه کړوچی، د (اِ ید – عید) د نامه مصدر په کومه ژوندۍ ژبه کښی شتون لري اوافعال یې ورڅخه په لاس راځي .
تر کومه ځایه چی ،څرګنده ده د ( اید- عید) نوم د پشایې لرغونې آریایې /آریک دهند و اروپایې ژبې دموراونیا په ژبه کښی یې مصدرد ( اِیک = راتلل / امدن ) په معنی ترننه شتون لري اودګردان په نتیجه کښی یې د ( اِید ) فعل یا کلیمه په لاس راوړو اوس یې ګردان ته دستاسی د لوستونکو پام ور اړوم چی، مونږ د پشایې مصدر د ګردان په پایله کښی د (اِید ) کلمه یافعل په څه ډول لاسته راوړو چی، وروسته دکوچني حرفي اوښتون سره دعربې ژبې د (عید) په شکل یې لیکو .
اِیک = راتلل /امدن
آ = زه = من اِیم = راځم = میایم
تُو = ته = تُو ایي = راخې = میایې
سی = هغه = او اِیګا= راځي = میاید
آمو = مونږ = ما اییس = راځو = میائیم
آیمو = تاسی = شما اییدا = راځئ = می ایید
تی = هغوی = انها ایین = راځي = می ایند
امري فعل یې ( اِید = رادی شي = بیاید) (اِیدو = هغه دی راشي = بیاید)
دادی مونږ په امري فعل کښی د(اِید = رادی شي =بیاید) فعل مولاس ته راوړ .
دا دی د خپلې ادعا د ثبوت په خاطرچی، د پشایې ژبې (اید) دعربې ژبې په (عید) چی د(ا – توری)یې، دعربي ژبې د(ع -عین ) په توري لیکل کیږي چی، په نتیجه کښی د پشایې ژبې د (اِید) کلیمه دعربي ژبې په (عید) واړول شوه .
نن سبا هم زمونږ پشایان د عربي د( عید ) کلیمه د (اِید ) په شکل کښی تلفظ کوي . دبیلګې په ډول : اِیدا سبا کو اِید شي = راشئ سبا اختر دی= بیائید صبح (اِید = عید) است تلفظ کیږي چی ،ترننه ،په دری/فارسی ژبه کښی د پشایې ژبې (اِید ) لا یوشان تلفظ کیږي .
داوو د ( اِید =عید = اختر ) دکلیمې دریښې په اړوند یو لنډ یادون اومعلومات .
له پورتنۍ توضیح اوتشریح څخه دا څرګنده شوه چی ، د (عید= اختر) نوم دپشایې لرغونې آریایې ژبې د ( اییک ، اِیک = راتلل = امدن) دمصدر دګردان څخه په لاس راغی او وروسته یې شکل د (اِید ) څخه په (عید) واوښت ! چی،په دواړوژبو پشایې اوعربې ژبه کښی سره ورته تلفظ اویوه معنی د(راتللو=امدن ، راټولیدلو = باهم جمع شدن) معنی لري چی، په عربي ژبه کښی یې معنا هم همدا ده .
د ژب پوهانواوژب څیړونکو څخه هیله لرم چی خپل اصلاحی نظریات زمونږ دڅیړنیز بحث دښه بشپړولو لپاره راسره شریک کاندي!
مننه اودرناوی . د۱۴۰۱ کال د کوچني اختر (عید /اید) لومړۍ ورځ .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.