لام = کلی، ښار او لهام = کار

 احمدجان ماڼو

791

L A M, LHAM

لام = کلی، ښار او لهام = کار

 دا لیکنه د پشایې/ اریک ژبې د (لام / لهام ) نامه

د پشائیتوب /آریکتوب او لرغونتوب په خاطر

علاقمندانو ته وړاندی کیږي !

 ښاغلو لووستونکو دا د (لام = کلي ، ښار اود لهام = کار) نوم هم ، چی یو پخوانی لرغونې آریایی نوم اولا تراوسه پورې د پا اچا ایې/ پشایې /آریک ژبې په ادب کښی خاصتآ زمونږ دهیواد په ختیځو سیمو کښی لکه د سبا ستوری ځلاند او ښایې ،چی دنړۍ په ډیرو هندواروپایې ژبوپه ادب او سیموکښی به یې هم څرک شتون ولري ،خو زمونږ د ګران هیواد افغانستان په ختیځو سیمو جغرافیه کښی دانوم دلرغونو زمانو څخه رانیولې تر نن ورځې پورې ژوندی دی ،چی په اکثرو کلیوو اوبانډو ایښودل شوی دی لکه :

د کونړ ولایت دنورګل په ولسوالۍ کښی لا ترننه پوری دنورګل دوه کلی د (وډلام ، اکوړ لام  یعنی (برښار، برکلی  اوکوزښار ،کوزکلی) لاتر اوسه شتون لري. همداشان داسی ډیر موقعیتونه لکه ، لوډلام، میتهر لام ، نینګه لام، وډ لام ، لیچه لام …..او همداشان ډیر لامونه د کلي نوم افاده کوي ،خو په اصل کښی دپشایې ژبې دادب له مخې دلام نوم د ښار ،شهر معنی لري ،خو په اصل کښی تلفظ یې د (لهام) په شکل دی ،خو نن سبایې خلک د (لام= ښار ، کلی) په مفهوم پیژني خو،هغه څه چی، د(لام ،لهام ) په ذات اوآتم کښی شتون لري پری نه پوهیږي!

 دنوموړي تاریخي نوم دښه پیژندګلوۍ په خاطر غواړم دلوستونکو،څیړنکو ،ادب پوهانو،شاعرانو ،تاریخ پوهانو، لرغون پوهانواوپه خاص ډول دپشایې ژبې ویوونکو پام دنامه تاریخي اوادبي اړخ ته وراړوم اوله بلی خوا ورسره دهغه د ستر اقتصادي ،نظامي اوسیاسي ارزښت چی، د (لام ،لهام) په نوم کښی دلرغونې زمانې څخه ورکښی نغښتی اوپروت دی ترڅود خپلې پشایې ژبې دخدمت ښه جوګه شي په بحث پیل کوم .

لهام (لام) : محترمو لوستوونکو زما په قوي باور او اند د (لهام) نوم په پشایې ژبه کښی کار ،روزګار ،کسب ،مسلک اودکاري صنف پوری اړه لري چی، ټول موجود کسبونه اوکاري مهارتونه په غیږ کښی نیسي ،پاتی دی نه وي چی، دتمدن د پیل څخه رانیولې ترننه اوپه راتلونکې کښی هم دانسانانوپه شریک ډول دکارکولو زمینه دیوځای اوسیدلو په پایله کښی رامینځته کیږي ،داچی انسان یواجتماعی فعال اومتفکرموجود دی دخپلې بقا اود ارام ژوند دتیرولواو یوبل ته دمرستې د رسولوپه خاطر تل کوښښ کوي چی،د نورو انسانانوسره یوځای په نژدیوالي کښی دخپلې مربوطه کورنۍ سره ژوند پیل کاندي ،اوسیدونکو ته خپل مسلکي اوکسبي مهارت ور ورښایې یودبل سره په یوه ښه جغرافیوي موقعیت کښی راټولیږي ،چی په پایله کښی د ډیرو کورنیوو اوانسانانو د راټولیدو په نتیجه کښی کلی راټوکیږي چی ، په پښتو ژبه ورته کلی اودري فارسی کښی ورته ، ده ، قریه اوپه پشایې /اریک ژبه کښی ورته ( لام ) وایې !

چی، دهر ډول کسب اوکار خلک ورکښی ژوند او یواوبل ته دخدمت کولو جوګه کیږي ،نو داچی ، کلی (لام) دخلکو په شتون کښی جوړ اواوسیدونکو ته په خپل کسب اومسلک کښی  دکارکولو امکان پیدا شو یعنی د کارګر صنف یا طبقه (لهام ګران) راټوکیږي اوهرڅوک خپل کسبي مهارت نوروپه خدمت کښی وړاندی کوي .

زما موخه اوهدف دا دی چی، د پشایې ژبې د(لام) نوم یا کلیمه د اوریدونکو له نظره د کلي یا دښار معنا او مفهوم افاده کوي ! خو زه وایم چی، دا په پشایې /اریک ژبه کښی د (لام ) نوم د( لهام= کار ) څخه جوړ دی داځکه چی ، په ښارونو کښی دبانډواوقریوو څخه خلک دکار اوکسب په خاطریعنی د(لهام= کار ،روزګار )  په خاطر سره یوځای کیدل اونن هم همدا حالت دنړۍ پرمخ په چټکۍ سره خپل واټن وهې اوکوچني ښارونه په لویو ښارونو اوړي د بیلګې اونمونې په ډول زمونږ په هیواد کښی ټول کوچني (لامونه = کلي ) په لویو انساني ښارونو او ( لامونو = کلیوو) اوړي .

نن سبا چی، چیرته زمونږ په هیواد کښی د (لام ) نوم اورئ دا به دپشایې ژبې پورې اړوند اومربوط نوم وي ،چی په لرغونو زمانو کښی ورته ( لام ) ویل کیده چی، اصلآ د ( لهام = کار) دنامه څخه جوړ شویدی

دلوستونکو اوپوهانود پام وړ ،دلته یوډیرمهم ټکي اوموضوع ته یې پام وراړوم ،چی په پشایې ژبه کښی (لام= کلی ،ښار) معنی لري اوهمداشان د (لهام = کار ) نوم لري چی ،د دواړو نومونو مفرد اوجمع شکلونه خورا یواوبل ته ورته دي خومفاهیم یې سره جدا جدا چي ،د وینا اوتلفظ په وخت کښی پشایې ژبې په توپیر یې بلکل ښه پوهیږي که ، نه دواړه نومونه اومفاهیم یې یو دبل څخه جلا اوجدا دي لکه : (لام = کلی ) او (لهام = کار) چی ،دجمع اشکال یې هم یوبل ته پوره ورته دي لکه (لام = لامیلا = ښار + ښارونه ) او همدا شان ( لهام = کار =  لهمیلا = کارونه ) .

برسیره پرلوړې توضیح اوتشریح غواړم ووایم چی ،لرغونې آریک / پشایې د هند اواروپایې ژبو مورپه علمي انډیوو بار خورا علمي اوپوره منطقي ژبه ده ،چی دواړه پورتنۍ یادې شوې کلیمې یا نومونه یودبل سره لازم اوملزوم دي .

 دا په دی خاطرچی ، دکار= لهام ، په نتیجه کښی ښار= لام  جوړیږي دواړه یودبل سره په کلکه اړیکه کښی نومونه دي ، اوس نو په زغرده اوپه ډاګه ویلی شو ،چی په هیواد اویا بیرون له هیواده که چیرته د(لام) نوم اورئ معنی داچی ټول د (لام) نوم لرونکي کلي په نږدی وړاندی زمانه کښی به حتمي او ضروری دپشایې ژبې ویوونکي خلک وو ،چی په ورو ورو یې خپله لرغونې آریایې اریک/ پشایې ژبه پریښودې اود نوروو آریایې ژبوخاوندان شویدي .

دژب څیړونکو ، ژب پوهانو ، دانشمندانو،لیکوالانو ،شاعرانو ،تاریخ پوهانو ،لرغون پوهانو څخه هیله کیږي چی ، د (لام ، لامیلا = کلي، ښار، کلي ، ښارونه) اوهمداشان ( لهام ،لهمیلا = کار، کارونه ) سره خورا ورته نومونه دي چی، په اصل کښی همدا (لهام= کار)دی چی، د (لام =ښار) دنوم رامینځته کوونکی اوجوړوونکی دی . هیله ده په اړوند یې خپل جوړونکی اولارښودوونکی نظر د دغې مقالې دلا بشپړتیا په خاطر مونږ سره شریک کاندي  .
په درنښت .

 احمدجان « ماڼو) .د ۲۰۲۱ کال دمی میاشت .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.