طالبانو بیا يوازې ملايان را روان کړي

0 668

طالبانو څو ورځې وړاندې د خبرو لپاره خپل ۱۴ کسیز پلاوی اعلان کړ چې د دوی د رهبري تر نیمايي ډېره شورا پکې برخه لري. سره له دې چې یو غړی یې په کابل کې زنداني دی او مشر یې په پاکستان کې نظربند یا د ځینو په وینا بندی دی، خو د پلاوي ترکیب ته په کتو داسې ښکاري چې دغه ډله لا هم له ملا او مدرسې پرته نور خلک په افغانستان کې د وژلو بولي.
په ساده ژبه ويلای شو چې له چړي او ملا پرته د دوی په استازیتوب یا د دې ډلې مشرتابه ته څوک نه‌شې رسېدای. سره له دې چې عباس ستانکزي نظامي زده کړې کړې دي، خو له تېرو دوه نیمو لسیزو را هیسې یې له طالبانو سره پټاټې ژووې او شړومبې څښلې‎ چې تر نظامي یې ملايي اړخ پیاوړی دی. د طالب پلاوي په ډله کې ۱۳ نور ټول د مدرسې لوستي او نیم‌لوستي دي، چې د غورځنګ ډېر پخواني مشران پکې شامل دي. مشر یې ملا برادر شاوخوا نهه کاله وړاندې د امریکا په خوښه په کراچۍ ښار کې پاکستان ونیو او په وروستیو کې یې د خلیلزاد په غوښتنه خوشې کړ.
خو تر اوسه په هماغه پاکستان کې ورک دی او چا نه دی لیدلی. هغه د طالب غورځنګ له بنسټ ایښودونکيو ملایانو یو دی چې د خپلې واکمني پر مهال د هرات والي او د مرکزي قول‌اردو مشر پاته شوی. بل مهم غړی یې امیرخان متقي د طالبانو په واکمني کې د کلتور او پوهنې وزیر او د اداره امور مشر و.
هغه له کابله په ۲۰۰۱ کې د طالبانو له تېښتې وروسته د لنډې مودې لپاره د لوګر مرکز ته نږدې د مولوي خوشحال ملنګ په مدرسه کې له څو نورو لوړ پوړو طالبانو سره پټ وو. له هغه ځایه د پکتیا له لارې پاکستان ته واوښت او ویل کېږي پیښور او ډېره اسماعیل خان سیمو کې مېشت دی.
هغه په پاکستان کې د منځنۍ کچې د څو فابریکو خاوند او کافي شتمن کس بلل کېږي. دی د امریکا په تور ليسټ کې شامل دی او هڅه کېږي چې د قطر په دفتر کې ورته کار برابر شي. د پلاوي بل غړی ملا منان عمري د پخواني طالب مشر ملا عمر ورور دی چې تر۲۰۱۴ کاله یې ان د دویمې کچې طالبانو نوم نه وو اورېدلی، خو د ورور د مړینې په تړاو له را منځ ته شوې ډرامې وروسته هغه پر ملا منصور کلکې نیوکې وکړې او په دې توګه د طالبانو په منځ کې وپېژندل شو .
خو له ۶ میاشتنې مخالفت وروسته له غورځنګ سره بېرته پخلا او د طالبانو د رهبري په شورا کې له خپل وراره سره ځای ورکړل شو. د سیاسي خبرو د پلاوي بل غړی یې مولوي شهاب الدین دلاور د لوګر د یوه نوم وتي دیني عالم مولوي سید اکبرزوی دی چې څه مهال په سعودي کې د طالبانو سفیر او د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د افغانستان په ستره محکمه کې مرستیال او مشر قاضي پاته شوی. ویل کېږي چې دی هم له ۲۰۰۱ وروسته په عربي نړۍ کې مېشت و، او هلته یې خپل کاروبار لاره. دلاور په پخوانیو طالبانو کې د یوه متبحر عالم او غلي انسان په حيث شهرت لري چې د مسکو د ناستې ګډونوالو ته یې هم په جمع لمونځونه ورکړل او کابل ته د ماسکو له ناستې بېرته را غلی افغان سیاستوال د هغه د سوله‌یز مزاج په اړه خپلې شننې لري.
بل غړی یې مولوي خیرالله خیر خواه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د هرات والي پاته شوی چې څه باندې یوه لسیزه له امریکایانو سره په ګوانټنامو کې بندي او د امهال په دوحه کې مېشت دی د هغه د تګ را تګ ستونزه هم لا نه ده حل شوې، خو دی لومړي طالب مشر ته له نږدې کسانو او ژبور طالب مشر قومندان بلل کېږي.
د پلاوي دوه نور غړي ملا محمد فاضل او عبدالحق وثیق دواړه هم د ګوانټنامو پخواني زندانیان او د تحریک پخواني وتلي نظامي سټې بلل کېږي چې یو یې هغه مهال لوی درستیز او بل د هغه مهال د ملي امنیت مرستیال و. په څنګ کې يې ملا نورالله نوري له ۲۰۰۱ مخکې د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو تنظیمه مشر او د بلخ والي و.
مولوي محمد حنیف د افغانستان د بدخشان اوسېدونکی او په طالب کابینه کې څه مهال د لوړو زده کړو وزیر و. له ۲۰۱۲ را هیسې دی په جرمني، ناروي، فرانسې، جاپان، تاشکند، پاکستان او څو نورو هېوادونو ته د طالبانو په پلاوي کې په سفر تللی او ځینې یې تر نورو طالبانو سوله خوښی بولي. د پلاوي بل غړی مولوي ضیاءالرحمن مدني دی چې تر ۲۰۰۱ کال وړاندې د پروان او لوګر والي تېر شوی او له ۲۰۰۵ تر۲۰۱۴ پورې څو ځله د افغان حکومت د خپرو شویو معلوماتو پر اساس دلته او هلته ووژل شو چې ښکاري ټول هغه راپورونه ناسم وو. همدارنګه مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان د شمال اوسژدونکی او د طالبانو په واکمني کې د پوهنې مرستیال وزیر و. ښاغلي مدني، حنفي او حنیف دواړو له مولوي عبدالرقیب سره یو ځای چې په پېښور کې ووژل شو او څو نورو قومندانانو سره د افغانستان په شمال کې د تاجک او ازبک طالبانو ډلې رهبري کولې چې په وروستیو کلونو کې په کندوز او بدخشان کې ډېرې فعالي وې.
پر دې سربېره طالبانو په خپل مرکچي پلاوي کې د دوو پخوانیو جهادي مشرانو مولوي یونس خالص مشر ځوی مولوي مطیع الحق او د جلالدین حقاني کشر زوی انس حقاني ته په پلاوي کې برخه ورکړې. هغه دا مهال له افغان حکومت سره بندي او مشر ورور یې د طالبانو د مشرتابه شورا ته په ۲۰۱۵ کې ور دننه کړای شو. د نوموړي پلار د مجاهدینو او طالبانو په واکمني کې د سرحدونو او قبایلو وزیرپاته شوی.
انس له خپلې کورنۍ سره یو ځای د طالبانو له ماتې وروسته میرانشاه ته کډه او په عربي نړۍ کې له خپلو ترونو او خپلوانو سره په راکړه ورکړه بوخت و. د دوی د کورنۍ بل غړی ملا نبي عمري چې له ګوانټنامو را خوشی شوی، هم د ۱۴ کسیز پلاوي برخه دی. عبدالطیف منصور چې د طالبانو پر مهال د کرنې وزیر و او د پکتیا د زرمت اوسېدونکی او د وتلي جهادي مشر نصرالله منصور وراره دی د مذاکراتي ټیم برخه دی.
په مجموع کې د طالبانو د خبرو اترو پلاوي ته ټول داسې کسان ټاکل شوي چې یوازې دیني زده کړې یې کړي او د دوی د واکمني او وروستیو کلونو چارواکي پاته شوي او ډېر یې له نومونو سره اشنا دي.
طالبانو په خپل پلاوي کې د پښتون، تاجک او ازبک قومونو استازيتوب ته پام کړی، خو د هزاره ټبر له اړخه پکې څوک نه لیدل کېږي. د سیمو په لحاظ د دوی په پلاوي کې څلور تنه د شمالي ولایتونو پنځه تنه د سویلي ولایتونو، څلور تنه د سویل لوېدیځو ولایتونو او یو د ختیځ ولایت ننګرهار دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو د عالي شورا تقریباً نیمايي غړي د دوی د خبرو اترو په پلاوي کې شامل شوي چې فکر کېږي واکمن او ځواکمن ټول ملایان پکې دي، او په دې توګه د سولې په خبرو کې که بهرنۍ لاسوهنه نه وي پرېکړې اسانه کېدای شي.

سرخط ورځپاڼه 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply