ولسمشر به څوک شي، چېرته به ټاکل کېږي؟

0 552

افغان سوله او د ولسمشري راتلونکې ټاکنې، دوه هغه موضوعات دي چې نه یوازې د افغانانو د ژبې پر سر اوړي را اوړي، بلکې د حکومت او د حکومت د مخالفو سیاستوالو، خاصتاً د دغو ټاکنو د بېلابېلو ټکټونو تر منځ په سیالي بدل شوي دي.
له یوې خوا افغان حکومت او امریکا هڅه کوي چې له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره لار هواره کړي او بل خوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د حکومت مخالف سیاستوال، په تېره بیا د ولسمشري د را تلونکیو ټاکنو رقیبان هڅه کوي چې په دې پروسه کې خپل رول ولوبوي او د همدې لپاره څه موده مخکې ډلې ډلې روسیې ته لاړل او هلته په مسکو کې د طالبانو له استازیو سره جرګه شول.
خو ولسمشر محمد اشرف غني پرون په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د افغانستان راتلونکی ولسمشر به افغانان ټاکي او اسلام‌اباد، تهران او مسکو یې د ټاکلو حق نه ‌لري.
غني د لنډ مهالي حکومت غوښتونکیو ته په اشارې وویل، هغوی چې له افغان ولسه وېره لري، د لنډ مهالي حکومت خبرې کوي او په بهر کې جوړې شوې طرحې په افغانستان کې ناکامېږي.
د ولسمشر غني د دغو څرګندونو اشاره تر ډېره د حکومت مخالفو سیاستوالو، په تېره بیا د ولسمشري په راتلونکیو ټاکنو کې خپلو رقیبانو ته وه چې په ټاکنو کې دې ورسره رقابت وکړي او واک ته د رسېدو لپاره دې په نورو هېوادونو نه را ګرځي، بلکې په خپل هېواد کې دې ورسره د ټاکنو په میدان کې رقابت وکړي.
غني د دې تر څنګ، طالبانو ته هم په ډاګه کړه چې که غواړي په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د سولې روانې خبرې اترې بریالۍ شي؛ نو په‌ کار ده چې پر روسیې، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو د راګرځېدو پر ځای، له افغانانو چې حکومت یې استازی دی، د سولې مخامخ خبرو ته کېني.
اوس حکومت، په تېره بیا د حکومت مخالف سیاستوال او د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان هڅه کوي چې د افغان سولې دا مهمه پروسه چې د افغانانو هیلې ور پورې تړلې د ځان په ګټه وکاروي او یا لږ تر لږه پکې خپل رول ولوبوي.
افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره د هلو ځلو تر څنګ، پر ټاکلي وخت د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو پر کولو ټینګار کوي، خو د حکومت مخالف سیاستوال او د دغو ټاکنو نوماندان که له یوې خوا د افغان سولې په روانو خبرو اترو کې د ور ګډېدو او ان په دې برخه کې د ګوښیو هلو ځلو لپاره کار کوي، خو بل ‌خوا بیا د لنډمهالي یا سرپرست حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.
دا سیاستوال او د ولسمشري ټاکنو نوماندان فکر کوي چې د لنډمهالي یا هم سرپرست حکومت په جوړېدو به ولسمشر اشرف غني له واکه را وغورځوي او دوی به یې پر څوکۍ کېني، خو حکومت څو ځله نه یوازې د دغو حکومتونو د جوړېدو مخالفت کړی، بلکې جوړېدل یې یو ځل بیا له صفره د پیلولو په مانا ګڼلي دي.
اوس چې د افغان سولې په برخه کې څه نا څه پر مختګ شوی او تمه کېږي چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې مېز ته حاضر شي او په هېواد کې روانه جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، پای ته ورسوي او تر څنګ یې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم په را نږدې کېدو دي، له دواړو سره د افغانانو او د هېواد راتلونکی تړلی دی.
نو په‌ کار ده چې حکومت او د حکومت مخالف سیاستوال یا د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د خپلو ګټو لټولو پر ځای نه یوازې د تلپاتې او رښتینې سولې لپاره ګډ کار وکړي، بلکې د لنډمهالي حکومت پر ځای، پر خپل وخت د ولسمشري ټاکنو پر کولو ټینګار وکړي او ورته ژمن پاتې شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply