طالبانو پنځم رکعت شروع کړ

0 886

طالبانو د سهار له څلور رکعته فرضو او سنتو وروسته غوښتل پنځم رکعت نفل په خپل نوي امام پسې وکړي چې اته کاله یې د پاکستان په پټو زندانونو کې امامت کړی دی. تمه یې دا وه چې په همدې رکعت کې به یې د سیالو کلیوالو رضایت ور خپل او له دوی سره به د سر سایې نرخ مالوم کړي.
خو ښکاري چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ پنځم پړاو خبرې سبا د ولسمشر غني له ټکانونو وروسته په یوه نوې فضا کې پیل کېږي. زلمی خلیلزاد دا ځل د کابل له پلان سره دوحې ته ور روان دی چې د هغو طالبانو غوږونو ته نوې او اصلي خبره ور ورسوي چې فکر یې کاو له امریکا سره د قوم پر امامت هوکړې ته نږدې شوې دي.
له وروستیو پرمختیاو داسې ښکاري چې دا ځل خبرې تر پخوا دواړو غاړو ته سرخوږونکې، کړکېچنې، غیرت ماتونکي او ننګونکې دي. ډېر فکر کوي چې د جګړې د پای په تړاو د پیل شویو هڅو او خبرو لومړۍ او اصلي پړاو همدا بللای شو چې درې اړخونه کابل، طالبان او واشنګټن ترې مشخصې تمې لري.
طالبانو ماسکو ته په تلو سره درنه بیه پرې کړه. یو خوا یې له هغو افغان مشرانو سره په یوه مېز خواړه تر ستوني تېر کړل چې یوه نیمه لسیزه یې د یوه او بل وینې څښلې. بل خوا یې له روسانو سره خپله خېښي ثابته او په خپلو لیکو کې یې د لږ سوچ لرونکو ته د فکر کولو لپاره موضوع په لاس ور کړه.
او درېیم دا چې د ملګرو ملتونو د تور لیسټ سپينېدونکي اړخ ته یې بیا داسې تور غلاف ور واغوست چې له افغان حکومت پرته یې لیرې کول ډېرو ته ناشوني برېښي. دې خوځښتونو ولسمشر غني مجبور کړ چې د خپل شاجور څو مرمۍ په نوې پرانیستل شوې جبهه کې وډزوي. لومړی و ار یې د ملګرو ملتونو له مورچې په مسکو وکړ، او د روسیې خښ کړې ماینونه یې پوچ یا خنثی کړل.
د دغو ډزو دود لا د مسکو او کابل له فضا نه و لیرې شوی چې اسلام‌اباد طالبانو ته په خپل اخور د مېلمستیا بلنه ور کړه. ولسمشر غني بيا ورته په ملګرو ملتونو کې خزه شو او یو دوه ساتلي توغندي یې د پاکستان پر خوا ور وتوغول چې د دوحې پر مېلمنو سربېره ښاغلي خلیلزاد هم د شکرانې سجده په افغان رسنیو کې کېښوده چې د پاکستان تريخ دال یې له شونډو چپ شو.
خلیلزاد په کابل کې قابلي‌پلاو وواهه او ټېغونه به په دوحه کې پرې وباسي. هلته طالبان ورته د داسې سلاد په جوړولو بوخت دي چې دوی یې دالو، وریجو او مالګې ته له پاکستانه د ور رسېدو په تمه و. طالبانو فکر کا و چې د خبرو دغه پړاو کې به چې تر پخوانیو هغو مهم برېښي د دوی هغه مشران هم د مېز تر شا ناست وي چې کلونه کلونه یې داسې سیاسي سهار ته شپې رڼې کړې وې چې له امریکایانو سره سبا ناری وکړي.
په داسې حال کې چې طالبان خپل نوي امام ته په تمه وو چې د دوی په خبره د دعاوو په برکت د پاکستان له زندانه را خوشی شو او د دوی د سیال مرکچي په خبره د ده په ځانګړې سپارښتنه پاکستانیانو خوش کړ.
خو په اسلام‌اباد کې د تروشو شویو وریجو خاوند، ملا ورور د خبرونو پر بنسټ یو ځل بیا تر ستوني نیولی او خپل پور او په جګړه اور ترې غواړي. اوس نو طالبان د سیاست په پېچومو کې داسې کمره ته ولاړ دي چې نه پرې ور ختلای شي نه ترې کوزېدلای او نه هم ورته تم کیدای شي.
دوی مجبور دي چې د دغو پیچليو درو په یوه برخه کې نویو ملګرو ته په تمه شي چې له کابله به یوه ورځ ورسره یو ځای شي. له دوی ټولو تمه دا ده چې د سیاست هغې څوکې ته له داسې اغزنو لارو ور تېر شي چې له څه باندې څلوېښتو کلونو را هیسې ترې د افغانانو زړونو ته ازغي تېرېږي او څو ځله افغانستان د دې خطرناک ګړنګ له سره د کندې بیخ ته غورځیدلی دی.
طالبان پر داسې لاره پښې یبلې دغې څوکې ته ور روان دي چې موزې او تسمې یې د افغان حکومت په واک کې دي او د دوی له ملګرتیا پرته یې ډېرو عاقلو انسانانو ته ختل لېونتوب برېښي.
دوې میاشتې وړاندې طالبانو ته د خبرو ډګر تر جګړې ساده برېښیده او تصور یې دا و چې په افغان کلیو او بانډو کې له کوم محدودیت قید او شرط پرته د جګړې په څېر په سیاسي ډګر کې هم منډه اسانه ده او خپلو جنګیالیو ته یې داسې تصور ور کړ چې ګنې امریکا په وتو ده او ژر به یې پلان په ډاګه او واک ته د دوی رسېدل را لنډېږي، خو ښکارې چې دوی لا هم د فیل په غوږ کې ویده د سبا ناري حلوا په خوب ویني.
مشران یې په پاکستان کې ورک دي، کشران یې جګړه خاورو ته ور کوزوي او په دوحه کې ناست په نوم سیاستمداران یې د تور او سپین لیسټ د سفري اجازه نامو یا پاسپورټونو هلته او دلته د تلو او نه تلو په اعلامیو او له افغان حکومت سره د خبرو په نه کولو او کولو کې سرګردانه دي.
دوی د هرې ورځې په تېرېدو سره له داسې نویو ننګونو او ستونزو سره مخ کېږي چې له سیالې غاړې سره یې د را کړې ور کړې پرېکنده پړاو ته نږدې کوي. د خلیلزاد د نوي ماموریت تر ټولو مهم ټکی خبرو ته د افغان حکومت ور ښکېلول او د اوربند لپاره زمینه برابرول دي چې د امریکايي عسکرو د وتلو له مهالوېش سره تړل شوې کیسه او د طالبانو لپاره د عطف ټکی بلل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply