د افغانستان په صادراتو باندې د هوایې دهلېز اغېزې

0 926

عبادالله درمان-

که چیری موږ تېر ته نظر وکړو د هیوادونو یواځینی هدف دا دی، چې څنګه وکولای شي یو صادروونکی هیواد شي، نو د افغانستان حکومت هم له کلونو را په دېخوا په همدې فکر دی چې څنګه په یو صادارتي هیواد باندي ځان تبدیل کړي؟ نو که د افغانستان تاریخ ته نظر واچوو د احمد شاه بابا له حکومته را په دېخوا موږ یو وارداتي هیواد یو او همیشه مو د خپلو اړتیاوو پوره کېدو لپاره له ګاونډیو هیوادونو توکې را وارد کړي دي. د بېلګې په توګه د طالبان واکمني یاده کړو هغه وخت هم زموږ ټولې اړتیاوې له ګاونډیو هیوادونو وې، چې په دی کې د پاکستان هیواد رول ډیر وه ځکه د افغانستان له پاکستان سره په هغه وخت کې د راکړې ورکړې معامله ډیره ښه روانه وه. نو هغه مهال د ننګرهار ګمرک عواید د نورو ګمرکونو په پرتله زیات وو او د ننګرهار ګمرک د عواید د راټولو په برخه کې لومړی مقام درلوده. کله چې د ښاغلی حامد کرزی واکمني را منځ ته شوه په لومړیو کلونو کې د طالبانو د واکمنی په شان زموږ ټول ضروریات له پاکستان او ایران څخه پوره کیدل، د وخت په تیریدو سره افغان حکومت په هغه وخت کې د نورو هیوادونو سره هم را کړه ورکړه پیل کړه چې بیلګه یې هند او چین هیوادو نه دي. د دې ترڅنګ چې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان را کړه ورکړه شروع شوې وه، له هوایي او ځمکنیو  دهلېږونو کار اخیستل کېده او هغه چې به د سوداګرو لپاره اسانه او د ښې ګټې وړ وو کارول کېده. په دې وخت کې زموږ بودیجه تقریباْ ۲۰ تر ۲۵ سلنه له خپلو عوایدو څخه تمویلیده. د یادونی وړ بولم چې د ښاغلی کرزی په وخت کې هم د اقتصاد د ودې لپاره اړین کارونه تر سره شول.

کله چې د ښاغلی محمد اشرف غني، واکمني را مینځ ته شوه لکه څرنګه یې له فکر او کړنو څخه جوتېده، د ښاغلي غني، ټوله پاملرنه د افغانستان په اقتصاد باندي راڅرخېده، ځکه هغه پخوا د مالیې وزیر تېر شوی وو او په دی ښه پوهیده چې څنګه کولای شي د افغانستان اقتصاد پرمختګ وکړي او په پایله کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې او همدا شان د پرمختګ څرکونه په کې ښکاري. له دې ډلې یو هم د هوایي دهلېزونو رامنځ ته کول دي.

زما له انده په دې شرایطو کې د هوایي دهلېزونو پرانیستل او فعالول یو څه د ځانګړې پاملرنې وړ دي او تر دې زیاته پاملرنه باید ځمکنیو دهلېزونو ته وشي، ځکه زموږ د هیواد لپاره چې اقتصادي وضعیت یې په ټیټه کچه کې دی ځمکنې دهلېزونه د هوایي په پرتله ارزانه تمامېږي او توکې مو په ارزانه بیه بهرنیو هیوادونو ته صادرېږي او ښه بیه پلورل کېږي. د توکو د لېږد لارې په لاندي درېیو برخو وېشل شوې دي:

۱- هوایی لاره: دا لاره د نورو لارو په پرتله ګرانه ده، ټولو ته معلومه ده چې له موټرونو او کښتیو د الوتکې لګښت ډیر دی. کله چې توکې د الوتکې له لارې یوه هیواد ته دننه کېږي، بیه یې د کښتیو او موټرونو د بیې په پرتله خورا لوړه وي.

۲-  ځمکنی لاره: ځمکنۍ لاره د هوایي دهلېز لارې په پرتله ارزانه ده، توکې چې له ځمکنۍ لارې یوه هیواد ته ځي د کښتیو د بیې په پرتله یې بیه لږه لوړه وي.

۳- بهري لاره: د توکو صادرولو تر ټولو ارزانه لاره بهري یا سمندري لاره ده، تاسو ته بهتره معلومه ده هغه هیوادونه چې بهر ته لاره لري، په وچه کې تر پرتو هیوادونو یې اقتصادي وضعیت ښه وي. مثال یی د افغانستان او پاکستان اقتصادی وضعیت ورکولای شم. پاکستان اقتصاد د افغانستان څخه نسبتاْ ښه دی دلیل یی هم همدا دی چې هغوی د بهر له لارې راکړه ورکړه لري، چې په پایله کې اقتصاد هم نسبتاْ د افغانستان اقتصاد څخه ښه دی. ځکه چې پاکستان یو صادرونکو هیواد دی او د صادراتو په نتیجه کې بودیجه هم د خپلو عوایدو څخه تمویلیږي، خو بدبختانه افغانستان یو وارداتي هیواد دی او ټول واردات یې د ځمکې او هوایي دهلیزونو له لارې دي او د افغانستان بودیجه هم نیمایي سلنه د خپلو عوایدو څخه تمویلیږي. نوره یې په بهرنیو مرستو ولاړه ده.

د افغانستان په اقتصادي وضعیت د هوایي دهلېزونو اغېزې:

تاسی ته بهتره معلومه ده چې افغانستان یو واردونکی هیواد دی نو صادرات مو ډیر کم دي، د افغانستان صادرات که تقسیم بندی کړو نو په لاندې ډول دي.

۱- وچه میوه

۲- تازه میوه

۳- لاسی صنایع

۴- زعفران

۵- قیمتي ډبري

زما له نظره که په پورتنیو توکو کې تازه میوه د هوایی دهلیز له لارې صادره شي د افغانستان د اقتصاد په ګټه دی نور ټول توکی که د ځمکني ترانسپورت له لاری نورو هیوادنو ته ولیږل شی د افغانستان په ګټه دي، ځکه تازه میوه باید په وخت سره د نړۍ مارکېټونو ته ورسیږي او د هوایی دهلیز له لاری کولایشی چې میوه په خپل وخت سره مارکیټونو ته  وړاندي شي او خلک یی هم په ښه بیه واخلی. نو که تازه میوه د ځمکنی ترانسپورت له لاری صادره شي د خرابېدو او خوسا کېدو امکان یې زیات.

افغانستان یو ډول انګور لري، چې د کلک ډول په نامه یادېږي او د نړۍ په بازارونو کې له ښه نامه برخمن دي، دغه تازه مېوه که د ځمکې له لارې صادر شي د خوسا کېدو یې زیات امکان شته، دلته اړینه ده چې یاد انګور د هوایي دهلېز له لارې صادر کړی شي او په خپل وخت د نړۍ مارکېټونو ته ورسېږي.

په پایله کې ویلی شو، چې هوایي دهلېز اوس مهال د افغانستان په ګټه دي، ولي د صادراتو په برخه کې خو د وارداتو په برخه کې هیڅ د هیواد په ګټه نه دی. د افغانستان حکومت ته اړینه ده، چې خپل ټول واردات د ځمکې له لارې وکړي نه د هوایي دهلېز له لارې.

درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply