پاکستان په رسنیز او تبلیغاتي ډګر کې ډېر بریالی برېښي، خو له هغې ورهاخوا له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان او هغې مڼې ته ورته دی چې ظاهراً ښکلی ښکاري، خو په منځ کې چینجیو وهلې وي.
د هند په پولواما کې له ترهګریز برید وروسته چې لسګونه هندي پوځیان په کې ووژل شول؛ د هند او هندیانو غوصه راوپاروله.
هند د پاکستان پر جیش محمد ډلې د ترهګریز برید تور پورې کړ او خبرداری یې ورکړ چې هرو مرو به یې غچ واخلي، ځکه دغه برید د پاکستان په ملاتړ شوی دی.
که څه هم د تل په څېر پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ په کلکه رد کړی، خو دا ځل یې هند ته په ځواب کې وویل، که د پاکستان پر خاوره تېری وشي؛ ځواب به یې ورکړي.
بالاخره هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د جیش محمد ډلې اهداف په نښه کړل او خپلې ۱۲ جنګي جېټ الوتکې یې د یویشت دقیقو لپاره د پاکستان په هوایي حریم کې وګرځولې، خو پاکستان غبرګون و نه ښود.
پاکستان چې د سیمې د بې ثباته کولو لپاره یو پروژه یي هېواد دی؛ تل یې هڅه کړې چې د تاوتریخوالي او ترهګریزو ډلو په وسیله ځان موخو ته ورسوي.
خو دا چې د هند خلاف یې ولې غبرګون و نه ښود؛ زما په اند لاملونه یې دا دي:
جګړه غښتلي او ځواکمن پوځ ته اړتیا لري، خو پاکستان اوسمهال له پوځي لحاظه د هند پر پرتله کمزوری دی او پوځ یې د هند خلاف د ماتو تاریخ لري.
له اقتصادي لحاظه د پاکستان تکیه پر بهرنیو مرستو باندې ده او د یو پوروړي هېواد په توګه نه شي کولای چې په کمزوري اقتصاد د هند په مقابل کې ودرېږي.
د بلوڅ بېلتونپالو بغاوتونه او د پښتنو راپورته کېدل د پاکستان تر حاکمیت لاندې سیمو کې هغه دوه نور وېرونکې لاملونه دي چې دغه هېواد ترې په وېره کې دی. که د پاکستان پوځ له هند سره په یوې اوږدې جګړه کې ښکېل شي؛ له امکان لرې نه ده چې دغه هېواد په ټوټو ووېشل شي.
پاکستان چې د افغانستان او د سیمې د امنیت په خرابېدو کې پټ او ښکاره لاسونه لري؛ نه غواړي چې له هند سره له مخامخ جګړې سربېره د ګاونډیو له ګواښونو سره مخ شي. افغانستان د پاکستان بدو سیاستونو له امله په کنډوالو بدل شوی او موده وړاندې ایران هم پر پاکستان تور پورې کړ چې پر سپاه پاسدارانو باندې ترسره شوي برید کې پاکستان لاس لري چې په غبرګون کې یې د پاکستان سفیر هم احضار کړی و.
بله موضوع دا چې امریکا په سیمه کې اوس پر پاکستان څه ناڅه باور بایللی دی او هغه پخوانۍ پوځي او مالي مرستې ورسره نه کېږي چې پخوا به کېدلې؛ پاکستان د ترهګرو ډلو د تمویل له امله یو بدنام هېواد دی او د انزوا لور ته ورغلی دی.
د هند له برید وروسته پاکستان په ځواب کې ویلي چې وخت ته په کتو به له هنده غچ واخلي؛ دا چې پاکستان تر اوسه ترهګریزو ډلو ساتلی دی او برعکس پاکستان ترهګریزې شبکې تمویلوي، نو ممکن پاکستان یو ځل بیا د غچ اخېستو لپاره له ترهګرو ډلو کار واخلي او د اجمل قصاب په څېر خلک د ممبۍ په څېر بریدونو ته وهڅوي.