د ولس ملاتړ او د سرتېرو پر روحیه یې تاثر / سېدالرحمن ویال

0 1,105

افغان امنیتي ځواکونو د جګړې سره اور ته ځانونه د سپر پڅېر نېولي؛ تر دوی د اور لمبې را تاوېږي، خو نپرېږدي چې ددې اور لمبې ولس وسوزوي؛ دا خاوره ورته د مور حیثیت لري او  د مور دفاع پر ځان فرض ګڼي؛ د خاورې هر دښمن یې په منډه کړی، خو د جګړې د کرښې همدا سرتېری له خپل ولسه څه غواړي؟

د کب نهمه د سرتېرو ملي ورځ ده، په دې ورځ مې له ځینو سرتېرو وپوښتل، چې له ولسه څه هیله لرئ؟ ډېرو یې لنډ راته وویل، چې زموږ ملا دې را وتړي.

حیرانوونکې ده، هغه سرتېری چې د ولس لپاره هرې قربانۍ ته تیار دی؛ یوازینۍ هیله یې داده، چې خپل خلک یې ملا ور وتړي او  ولس یې دومره بې شعوره دی، چې د سرتېرو دا هیله یې هم نه ده پوره کړې.

هغه د ډاکټر احسان الله درمل خبره، چې په یوېشتمه پېړۍ کې زموږ په مهمو شعارونو کې دا هم دي، چې وطن مه ورانوئ، له نظامه ملاتړ وکړئ او … . نورو خلکو ته خندا ورځي، چې پوه شي، موږ اوس هم خپلو خلکو ته دا خبرې ور زده کوو.

د ولس ملاتړ له خپلو سرتېرو د دښمن پر مخ کلکه څپېړه او سرتېرو ته د غرور او جرات احساس ورکول دي؛ که ولس د سرتېرو ملاتړ او مرسته وکړي، ددې وطن هیڅ دښمن به نه په مخامخ جګړه کې او نه د فکري جګړې له لارې بریالی شي، چې دې وطن ته زیان ورسوي، ځکه چې د ولس له ملاتړ سره د سرتېرو روحیه غښتلې کیږي او یوازیتوب احساس یې له منځه ځي، په رواني لحاظ غښتلي کیږي، د جګړې پر مهال ورسره د هیواد د ټولو وګړو د ملاتړ احساس ملګری کیږي او د ولس ملاتړ په جګړه کې د سرتېرو بری حتمي کوي.

نو د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړئ؛مه پرېږدئ، چې د سرتېرو روحیه کمزورې شي او ددې جګړې اور ستاسې تر کورونو در ورسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply