د دښمن تعریف واضح دی/ محمد روښان ښاد

0 509

د ولسمشر کرزي په وخت کې د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ یوه عمده ستونزه دا هم وه چې د دښمن تعریف نه و شوی. یو ورځ به یې طالب ته د دښمن خطاب کاوه او بل ساعت به یې ورور باله. په خپله کرزي وسله واول مخالفینو او طالبانو ته د وروڼو خطاب کاوه. دغه وضعیت معلومدار د امنیتي او دفاعي ځواکونو په مورال اغېز کاوه.

مګر ولسمشر غني په دې برخه کې پوره وضاحت راوست ، ځکه د طالب په ګډون یې ټولې هغه ډلې او ټپلې چې د افغان ژوند ګواښي او د نظام پر وړاندې وسله پورته کوي هغوی ته یې د دښمن خطاب وکړ او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې دستور ورکړ چې له هغوی سره دې د دښمن په څېر چلند وکړي. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د عالي مورال او روحیې ورکولو په برخه کې د ملي یووالي حکومت د رهبرۍ په ځانګړي ډول ولسمشر غني کړنې او هلې ځلې واقعاً د قدر وړ دي.

ولسمشر غني د خپل حکومت له لومړۍ ورځې څخه د دښمن تعریف  واضح کړ او د امنیتي ځواکونو واکونه یې ډېر کړل او هغوی  ته یې لارښوونه وکړه، ټولې ترهګرې ډلې چې د افغانانو ژوند ته ګواښ دي له منځه یوسي. همدارنګه به تر پرونه پورې پاکستان ته د افغانستان د ورور هېواد خطاب کېده، مګر ولسمشر غني د افغانستان پر وړاندې د پاکستان بدبیني او دښمني ټولو ته په ډاګه کړه او د دولت په دولت مذاکراتو له لارې یې د دغې بدبینۍ او دښمنۍ د ختمولو وړاندیز وکړ.

جمهوررئیس وسله والو ځواکونو ته د عالي روحیې او مورال ورکولو او د دوی سرښندنو ته د درناوي او د دوی د مبارزې د قدر کولو په خاطر د هغوی تابوتونه په خپلو اوږو اوچت کړل او د ټپيانو پوښتنې ته ورغی او د دې ترڅنګ یې د وسله والو ځواکونو د شهيدانو وارثینو ته د رسیدګۍ لپاره د هغوي کورنيو سره وکتل او ستونزې يې له نږدې واورېدې، تر څو د هغوی د حل لپاره اقدام وشي.

همدارنګه ولسمشر غني په ټولو مهمو غونډو او بین الملللي کنفرانسونو کې د ګډون او وینا پرمهال بیا بیا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او مبارزو یادونه کوي او د هېواد او نړۍ په کچه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او پر دوی د باور لپاره ملي او بین المللي اجماع رامنځته کړې. د هېواد په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې زموږ ولسونه او بېلابېل اقشار په غوڅ اکثریت د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ دي او د دوی د سرښندنو، مبارزو او اتلولیو قدرداني کوي.

د ولسمشر غني دغو کړنو، اقداماتو او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړې پاملرنې زموږ د وسله والو ځواکونو مورال لوړ کړی او هغوی ته د دښمن پر وړاندې د جنګېدو روحیه او انګېزه ورکوي او له همدې امله زموږ مېړني ځواکونه په عالي مورال او روحیه د دښمن پر وړاندې جنګېږي او د افغانستان دښمنان یې عملاً له نهیلۍ سره مخ کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply