د ګلبدین حکمتیار په اعلاميه کې څو مسئلې د پام وړ دي

0 952

– اجمل هودمن

حکمتیار د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير ته د « آزاد کشمیر» نوم کارولی. دا اصطلاح کاملاً يو پنجابی مفهوم دی او هغه کسان يې کاروي، چې يا پاکستانی طرز فکر ولري او يا ترې متاثر وي. دا اصطلاح د پاکستاني توب په سیاسي نظريه کې د هند تر ولکې لاندې د نيمايي نور کشمیر د اشغال ګڼلو د توجيه لپاره کارول کېږي. 
حکمتیار لیکلي، چې هند د پاکستان له مخالفو ځواکونو ( بلوڅانو، سنديانو او ټي ټي پي ) سره مالي، سياسي او نظامي مرستې کوي. دا هم يوه پاکستانۍ ادعا ده، چې د پاکستان د ګټو لپاره کېږي.
د پاکستان او هند په اړیکو او مخاصماتو کې يوه حساسه موضوع د افغانستان ده. پاکستان، چې د هند او افغانستان تر منځ د دوستانه اړيکو له پراخېدو وېره لري په دوامداره توګه يې تور لګولی، چې هند د افغانستان له خاورې په استفادې د پاکستان د دولت مخالفو وسله والو ډلو سره مرستې کوي. حکمتیار د دې په ځای، چې د يو افغان په حیث په دې مسئله کې د افغانستان عدم دخالت مطرح کړي او د پاکستان په لاسوهنو وغږېږي، په افغانستان باندې د دروغو شاهدي ورکوي او لیکي، چې په کراچۍ کې د چين په کونسلګرۍ بريدکوونکې بلوچ مومنټ، چې هند يې ملاتړ کوي په کندهار کې ميشت دی. په داسې حال کې، چې پاکستان په افغانستان کې د يو کس بلوڅ بيلتون پال د اوسېدو د اثبات لپاره اسناد نه لري، حکمتیار په کندهار کې د ټول بلوڅ مومنټ د اوسيدو ادعا کوي. دا هغه خبرې دي، چې په نړيوال ستيژ باندې د پاکستانيانو د داعيې د اثبات لپاره د يو پاکستان پلوي شخص له خوا کېدای شي نه د يو افغان له خوا !
د دې لپاره، چې د حکمتیار اعلاميه د پاکستان د ګټو لپاره يوه اعلاميه ثابته شي، دلیل یې په همدې اعلاميه کې دی. که د حکمتیار مطلب بی طرفانه تحليل وای، نو د هغو ډلو نومونه يې ولې نه دي ياد کړي، چې پاکستان يې د هند په ضد استعمالوي او ملاتړ يې کوي؟
حکمتیار په خپله اعلاميه کې هغه افغانان، چې د هند پلوي او د پاکستان مخالفت کوي، بې شعوره او سيکولر بللي دي. په سيکولریزم باندې د ملي ګرا افغانانو تورنول د حکمتیار پخوانی عادت دی، د افغانستان په دوديزه ټولنه کې د اخوانيانو په تعبیر په يو چا باندې د بې دٍينۍ تورلګول هغه وسله ده، چې کلونه مخکې د افغاني نشنلیزم د ځپلو لپاره له پاکستانه را وارده شوې. حکمتیار اوس هم له خپلو سياسي مخالفانو سره په رقابت کې له پاکستاني وارداتو استفاده کوي.
سره له دې، چې هېڅ داسې شواهد نشته، چې د افغانستان حکومت دې د هند او پاکستان تر منځ جګړه کې د يوه لوري په طرفدارۍ او د بل په مخالفت دريځ نيولی وي، خو حکمتیار د ده په اصطلاح د کابل حکومت تورن کړی، چې د يوه په پلوی او د بل په ضد اعلاميې ورکوي. حکمتیار په خپله اعلاميه کې د پاکستان په ګټه د افغانستان په حکومت تور لګولی، چې د هند طرفداري کوي.
د خواشينۍ ځای دی، چې دغسې هېواد دښمنو کسانو ته هره میاشت له ملي بودجې ميليونونه افغانۍ ورکول کېږي، خو د خوښۍ ځای دادی، چې هېوادپاله افغانان په ځانګړې توګه ځوان ملي ګرا نسل د بل هر وخت په پرتله ويښ دی.

ژوندوی دې وي افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply