جنګ او ناامني مشترک درد دی/ محمد بشیر یوسفزوی

0 521

افغان واحد ملت دی چې د یو تن او وجود مثال لري او لکه څنګه چې د وجود یو غړی په درد وي، نو ټول وجود ورسره نارامه وي، نو افغانان هم همداسې دي د ټولو غم او درد شریک دی. جګړه، ناامني او دربدري زموږ ټولو ګډه ستونزه ده. د هیواد په هره ګوښه کې چې د جنګ او ناامنۍ دهشت وي، نو د هیواد د بلې هرې ګوښې هیوادوال مو د نارامۍ احساس کوي.

هغه درد چې زموږ په وجود کې پټ دی هغه باید څرګند کړو او د درد د دغه څرګندتيا له لارې د درمنلې او له هغو څخه د تېرېدو زمينه برابره کړو او راتلونکي ته پام وکړو چې يوه ولسواکه ټولنه له مدني فرهنګ سره هلته جوړ شوی وي. دغه هدف يوازې هغه وخت ترلاسه کېږي چې موږ ټول د جامعې په حيث د مسووليت احساس وکړو.

په ستونزو د لا زیات برلاسي لپاره زموږ هېواد د يوې سالمې اجماع لپاره اړتيا لري. بايد داسې شرايط ايجاد شي چې په جنګ کې د ښکېلو نسلونو عقدې راتلونکو نسلونو ته انتقال نه شي. د دې هدف لپاره بايد داسې فرهنګ جوړ شي چې تېر او راتلونکي د يوې علمي خردمندانه تزکيې له لارې يو له بل سره اړيکي ومومي. د دغه کار لپاره لومړۍ اړتيا دا ده چې تاريخ په تاريخي بڼه جوړ کړو، يعني تېر مطالعه او درک کړو،له مثبتو نقطو یې عبرت واخلو او لا یې پیاوړې کړو، منفي هغه یې هېرې کړو او وې غورځوو، خو اوسنی يا راتلونکی نسل د تېرو نسلونو د اعمالو مسوول و نه ګڼو. د دغه هدف لپاره بايد يو شعوري بهير ايجاد کړو چې زموږ حيثيت د يوې سالمې اجتماع په توګه تثبيت کړي او د هغه پر اساس بريالي شو چې دملت جوړونې او دولت جوړونې بهير عملي کړو.

د ملت جوړونې بهير دې ته اړتيا لري چې د افغانستان د سياسي اډانې په حيث د نه جلا کېدونکو اجزاوو په حيث يو بل په شعوري ډول ومنو. هغه ورځ چې وکړای شو په شعوري ډول دې نتيجې ته ورسېږي چې نه يوازې په زيان کې بلکې په ملي ګټو کې هم شريک يوو، د خپلې ټولنې د ټکرونو ستره برخه به مو حل کړې وي.

د دې لپاره باید هم متقابل درناوی دود کړو او همدارنګه شته محرومیتونه له منځه یوسو او عقدې هوارې کړو. له دې مه واره به نه په ستونزو بریالي شو او نه به هم د ښې ورځې خاوندان شو. تر اوسه زموږ د ملت بېلابېلې برخې له خپلو احساساتو او عواطفو سره لاس و ګرېوان دي. له احساساتو او عواطفو سره لاس و ګرېوان کېدل انسان د ټولنې د واقعيت له درک کولو لرې بيايي.

زموږ شعوري کار دا دی چې په لومړی ګام کې له ټولنې سره مرسته وکړو چې له لوړو څخه راکښته شي او هغه ستره انرژي چې نن په منفي بڼه کارول کېږي ،په مثبت لوري واوړی. اتباع بايد د يو د بل برخليک پر وړاندې د اشتراک او همدردۍ احساس ولري، خپلو دردونو او خوشاليو ته د يوه وجود د خوشاليو او دردونو په حيث پام ورته وکړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply