کوم پارلمان به پرانیستل شي؟ 

0 525

ټاکل شوې چي راتلونکې چهار شنبه ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ملي شورا د نوې دورې او کال پرانیسته وکړي چې بشپړې پایلې یې لا هم د ټاکنو د کمېسیون په کمپیوټرونو کې ورکې دي.
د پرانیستې مراسمو ته د تیاریو په لړ کې د دارالامان پر سړک بیرغونه لا د مخه ځړول شوي او د ملي شورا د ننه او بهر نورې تیارۍ هم پر بشپړېدو دي، خو لا هم نه ده مالومه چې د ولسي جرګې کوم غړي به د حوت په ۱۵مه نېټه ملي شورا ته ورځي. سره له دې چې وړاندې ویل شوي وو چې نوې ملي شورا به له نویو استازو سره یو ځای پرانیستل کېږي، خو تر اوسه نه ده معلومه چې د هغو ولایتونو په استازیتوب به شورا ته څوک دننه کېږي چې د ټاکنو کمېسیون یې وروستۍ پایلې له څه باندې څلور میاشتو وروسته هم نه دې اعلان کړې.
یو شمېر نور بیا تمه کوي چې کېدای شي په همدې راتلونکو څو ورځو کې د پارلماني ټاکنو ګېلم بشپړ ور ټول او د ټولو بریالیو استازیو نومونه ملت ته اعلان شي، خو حالاتو ته په کتو داسې نه برېښي چې په سم وخت کې دې دا بهیر پای ته ورسېږي او د حوت په ۱۵ مه دې پارلمان ته ټول نوي بریالي شوي کاندیدان ور دننه شي.
سره له دې چې تر اوسه د ډېرو ولایتونو پر وروستیو پایلو لانجې روانې دي، خو ښکاري هغومره چې فکر او اندېښنه ورته کېده کړکېچونه او لاریونونه یې پر وړاندې و نه شول او اوږدې شوې پروسې له ډېرو سره دومره ناهیلې ور پیدا کړې چې د ډېرو زړونه له دغه بهیره صبر شوي او دا وړۍ نه شړۍ کېدونکې بولي.
یو شمېر فکر کوي چې ممکن د نوي پارلمان په پرانیسته کې پخواني او نوي دواړه استازي برخه ولري، په دې مانا چې د هغو ولایتونو نوي بریالي شوي استازي به په ولسي جرګې کې خپل کار پیلوي چې د ټاکنو د کمېسیون له خوا ورته تصدیق پاڼې ورکړل شوې او د هغو پر ځای به پخواني هغه راځي چې لا هم دغه ډول پاڼو ته انتظار باسي. هغوی چې لومړنۍ پایلې یې میاشت مخکې اعلان شوې د وروستیو پایلو اعلان یې زړه شین کړی او تر اوسه خوار او زار ګرځي. داسې ویل کېږي چې د هغو ولایتونو استازي چې وروستۍ پایلې یې نه دې اعلان شوې تر رسمي اعلان وروسته په ولسي جرګه کې خپلې څوکۍ اشغال کولای شي.
نور داسې انګېري چې ممکن ټول نوي بریالي اعلان شوي ولسي جرګې ته ولاړ شي او د وروستیو پایلو له اعلان وروسته کیسه به وروسته صفا کېږي خو تر اوسه په دې برخه کې ښکاره خبره نه ده مالومه او په افغانستان کې د ډېرو نورو مسالو په څېر دا برخه هم همداسې تیاره برېښي. د خلکو هیله دا وه چې تر راتلونکې چهارشنبې له مخه د ولسي جرګې د ټولو نویو استازو برخلیک معلوم شي، خو اوس چې دا چاره ستونزمنه ښکاري؛ نو د ډېرو خلکو غوښتنه دا ده چې د لومړني ليسټ پر اساس دې ټول نوي بریالي شوي کسان ولسي جرګې ته ور دننه کړل شي چې یوه لویه برخه یې په وروستي جال کې لا بند پاته دي، خو دا چاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ورکول کېدونکي سند له ورکړې پرته د ډېرو په باور قانوني مشروعیت نه لري.
دافغانستان د ولسي جرګې په ترسره شویو ټاکنو پراخې نیوکې شته چې له کبله یې د دواړو اړوندو کمېسیونونو ټول ۱۴ کمیشنران د خپل کار له بشپړولو له مخه له دندو عزل او څارنوالې ته ور معرفي شول چې پرې د لګیدلو تورونو سپیناوی وکړي. سره له دې چې تر اوسه له عزل شویو کمیشنرانو د پوښتنو ګروېږنو په اړه ډېر جزییات نه‌شته، خو د ولسمشري لپاره کاندیدانو د ټاکنو کمېسیون ته نوي کمیشنران غوره کړل او تمه کېږي چې د خپل کار له پیل سره سم په لومړي سر کې د پارلماني ټاکنو د کمبلې ټولول او د پاتې ولایتونو د استازو د وروستي لیسټ اعلانول وي. په دې به د ولسي جرګې له ټاکنو په بشپړ ډول د کمېسیونونو لاسونه خلاص او د ولسمشري د ټاکنو چپټر به پرانیستل شي.
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې څه باندې اویا په سلو کې غړي نوي شوې دي؛ نو که پارلمان د نیمايي نویو او نیمو پخوانیو استازو په موجوديت کې پارلمان پرانیستل کېږي د مشرتابه او اداري پلاوي د ټاکنو بهیر ورسره ټکنی کېږي. په دې مانا چې زاړه استازي به مشرتابه ته زړه نه ښه کوي او نوي بریالي شوي به سم تصمیم نه‌شې نیولای. د کابل په ګډون د کندهار او ننګرهار په څېر یو شمېر مهمو ولایتونو وروستۍ پایلې نه دې اعلان شوې چې فکر کېږي ډېر وړتیا لرونکي کسان پکې ولسي جرګې ته بریالي شوې دي. دا ستونزه به د داخلي کمېسیونونو په جوړښت کې هم موجوده وي او د کمېسیونونو غړي به د دوی د وړتیاوو پر اساس و نه ټاکل شي او که ټاکل کېږي د پراخ بدلون امکانات پکې زیات دي، خو د اوس لپاره ټولې سترګې راتلونکې چهارشنبې ته دي چې له پلان سره سم به د افغانستان پارلمان د ولسمشر له خوا پرانیستل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply