د بلک واټر مشر؛ د افغانستان جګړه دې خصوصي شي

0 760

د بلک واټر کمپنۍ مشر اېرېک پرېنس د افغانستان په تړاو په خپلو څرګندونو کې ويلي، که يې کرزي يا اشرف غني د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو طرح نه مني، ممکن تر ټاکنو وروسته بل راتلونکی ولسمشر يې ومني او که يې و نه مني، «د ډاکټر نجيب په برخليک به اخته شي.»
له ښاغلي پرېنس سره په الجزيره ټلوېزيون کې مرکه مهدي حسن کړې او سيحون يې دلته د مرکې لنډيز درسره شريکوي؛
مهدي حسن او اېرېک پرېنس
***
اېرېک پرېنس؛ پر موږ لګول شوي تورونه عادلانه نه دي. موږ ټول هغه څه کړي چې د امریکا حکومت له موږ غوښتي دي. موږ د امریکا او ملګرو ملتونو ډيپلوماټان خوندي ساتلي دي او تر سل زره «۱۰۰۰۰۰»‎ ډېر ماموریتونه مو تر سره کړي دي. هيڅوک له هغو خلکو چې زموږ پر ذمه وو، وژل شوي یا ټپي شوي نه دي. د دې ماموریتونو د یوه فېصد یوازې نیمايي برخه يې په وسله‌والو نښتو منجر شوي دي.
په عراق کې زموږ د ماموریت پر مهال یو څلوېښت «۴۱»‎ تنه وژل شوي دي، حال دا چې وضعیت په پلازمېنه بغداد کې ډېر خراب و.
مهدي حسن؛ د ۲۰۰۵ د برید په اړه چې بلک واټر په عراق پر ملکي ګاډو یو اویا «۷۱» ځله ډزې کړې وې، د ۲۰۰۶ برید په اړه چې پر عراقي ملکي وګړيو بلک واټر بې‌ توپیره ډزې وکړې او د یوه امبولانس د چلوونکي په ګډون يې ډېر خلک ووژل، په ۲۰۰۷م کې بلک واټر په عراق کې ۱۴ ملکي وګړي ووژل چې د نصر د چوک د قتل عام نوم یا د بغداد د خونړۍ یکشنبې نوم ورکړل شو، بلک واټر یوه مور او زوی، یو نهه کلن ماشوم هم وژلي.
اېرېک؛ په زرګونو جګړه‌مار شته چې غواړي امریکایان ووژني او یا هغه چې خبرې ارزښت لري لکه امریکايي ډيپلوماټان، قتل کړي. زموږ له سلو زرو په ډېرو ماموریتونو کې به طبعاً ځينې پېښې را منځ ته شوې وي. جګړه‌ماران خو یونیفورم نه اغوندي، دوی په امبولانس کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کوي او الوځوي یې. یو موټر بمب تاسې ته د پرېکړې کولو وخت نه درکوي.
مهدي؛ په نصر چوک کې خو هغه امبولانس په چاودېدونکو توکو نه و بار.
اېرېک؛ «خو تر هغه پنځه دقیقې وړاندې د موټربم په وسېله لويه چاودنه شوې وه او موږ په هماغه شېبه د یواس‌ای‌ډي یو چارواکی سکورټ کاوه.» پر هماغه شېبه زموږ تعقیبي موټرو لاره بنده کړه چې زموږ د چارواکي موټر ووځي، خو یو سپین کیا «kia » ماډل ګاډی و نه درېد او زموږ همکاران اړ وو چې ډزې پرې وکړي.
مهدي؛ هلته خو هيڅ سپین ګاډی نه و او تاسو هلته یوه مور او یو زوی ووژل او بله دا چې دا یوه ترهګریزه نه، بلکې یوه جنايي پېښه وه چې ډزې پکې وشوې. په همدې تړاو په ډسمبر کې ستاسې یو همکار د لومړۍ درجې قتل په تور په امریکا کې محاکمه شو. ستاسې درې نفره نور د انسان‌وژنې په تور محاکمه شول. دا کېږي څلور!
اېرېک؛ هو په دوی څلور ځله محاکمه دایره شوه او مجرم وپېژندل شول.
مهدي؛ ایا تاسې پر دې وژنو پښېمانه نه یاست؟
اېرېک؛ ولې نه، دا خلک موږ استخدام کړي وو او موږ د دوی مسوولیت لرو. موږ هڅه وکړه چې د پېښې ټولو قربانیانو ته رسیده‌ګي وکړو او بښنه ترې وغواړو.
مهدي؛ ستاسې بلک واټر د امریکا له حکومت سره تر یو میلیارډ ډالرو د ډېرو پيسو په ارزښت قراردادونه تر لاسه کړي او په ۲۰۰۷ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ګروېږنې وايي چې ستاسې «سرسپارلي» ځان تر قانون لوړ ګڼي، شراب څښي، خلک په زغره‌والو ګاډو وهي او نور… په ۲۰۱۷ کې تاسې د اوولسو۱۷ جنايي جرمونو لپاره اووه نیم ‎۷.۵ میلیونه ډالره تاوان ورکړ. په ۲۰۱۰ کې مو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته د ناقانونه وسلو د پلور په پار ۴۱ میلیونه ډالر تاوان ورکړ. تاسې په جنوبي سوډان د امریکا په بندیزونو سربېره ناقانونه وسله پلورلې ده.
اېرېک؛ موږ سټلايټ ټلیفونونه خرڅول چې تاسې يې دلته هم اخیستلای شئ. موږ خو څه ملایکې نه وې استخدام کړې، دوی ټول له جګړې راستانه شوي او په کور ناست سرتېري وو چې د نړۍ په تر ټولو خطرناکو ځایونو کې يې دنده تر سره کړې وه، لکه چې وړاندې مې وویل یو څلوېښت۴۱ نفره مو وژل شوي دي او په سلګونو نور مو ټپیان شوي دي.
مهدي؛ ښه! ملایکې مو نه وې استخدام کړې او ټول له جګړې راستانه شوي او په کور ناست سرتېري وو چې د نړۍ په تر ټولو خطرناکو ځایونو کې يې دنده تر سره کړې وه، تاسې اوس بیا ولې دا کار کوئ؟
اېرېک؛ امریکا په افغانستان کې دا دی اوولس ۱۷ کاله جګړه کوي او د انګلستان تر ټوله دفاعي بودجه يې سږ کال ډېر لګښت کړی، خو بیا یې هم جنګ بایللی دی؛ نو ځکه باید بله لاره ولټول شي.
مهدي؛ جګړه شخصي کول غواړې خصوصاً بیا په اسلامي هېوادونو کې، حال دا چې تا په خپل یادښت کې لیکلي چې عراقيان «وحشیان»؟!
اېرېک؛ هو! کله چې یو موټربم راځي او په چوک یا سوپر مارکېټ کې چاودنه کوي او د یوه امریکايي وګړي لپاره په لسګونو ملکیان وژني؛ نو هو دا ډول خلک وحشیان دي.
مهدي؛ تاسې وړاندیز کړی چې د امریکا په رهبري د افغانستان جګړه خصوصي کړئ او تاسې طرحه وړاندې کړې چې ۵۰۰۰۰ امریکايي او ناټو سرتېري به پر ۲۰۰۰ کسیز امریکايي ځانګړي ځواک او ۶۰۰۰ قراردادیانو بدلوئ او د دې طرحې په پايله کې به د کال ۳۰ میلیارډه ډالره سپما کېږي، حال دا چې هلته جګړه بریالۍ نه ده. په ۲۰۱۱ کې ۱۴۰۰۰۰ بهرنیو ځواکونو هغه هېواد کنټرول نه‌شو کړاي، تاسې به څنګه د یو څو زره قراردادیانو له لارې دا جګړه کنټرولوئ؟
اېرېک؛ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښې پنځه ورځې وروسته د امریکا دفاع وزارت ولسمشر بوش ته په کمپ ډېوېډ کې د پاکستان له لارې د برید طرحه وړاندې کړه چې په دې کې توغندي او بمونه هم شامل وو، خو سي‌ای‌اې وویل چې لږ پیسې، چارواکي او سم خلک موږ ته په کار دي چې بریالي شو او هماغه و چې د افغانستان هغه جنګ د سي‌ای‌اې د ساده پلان په وسېله وګټل شو. تر سل کسه کمو سي‌ای‌اې همکارانو له هوايي مرستې سره سره د طالبانو حکومت راچپه کړ.
مهدي؛ تاسې خو هغه حکومت راچپه کړ، خو د یوه هېواد کنټرولولو ته تر۶۰۰۰ ډېرو کسانو ته اړتیا ده.
اېرېک؛ اوس په افغانستان کې ۱۵۰۰۰ امریکايي او ۷۰۰۰ ناټو سرتېري او ۳۰۰۰۰ قراردادیان مېشت دي. امریکایان شپږ میاشتې افغانستان ته لېږل کېږي، په دریو میاشتو کې دوی ایله له اراضي سره بلد شي، دوې میاشتې دوی ښه وي او په شپږمه میاشت بیا بېرته کور ته راروان وي. تر اوسه امریکا دېرش ۳۰ ځله عسکر رد و بدل کړي دي. زما هدف د جنګ خصوصي کول نه دي. زه غواړم ووایم چې زه هماغه د امریکا او ناټو سرتېري چې په افغانستان کې يې د بهرنیو ځواکونو په چوکاټ کې دنده ترسره کړې او اوس په کور ناست دي، استخدام کړم، افغانستان ته یې راولم او په هماغه دره کې يې ځای پر ځای کړم چې ورسره بلد دي. دوی به هلته په میاشتو میاشتو او کلونو له افغان همکارانو سره د هماغه ترهګرو پر ضد جګړه کوي او ښې لارې چارې به ورته مالومې وي.
مهدي؛ د افغانستان حکومت ستاسې طرحه په هيڅ ډول نه مني او پخواني ولسمشر کرزي هم دا طرحه رد کړې وه.
اېرېک؛ اوس له کرزي وپوښتئ چې څه وايي.
مهدي؛ د جمعې په ورځ د کرزي له دفتر سره وغږېدم او ویل چې دوی دا طرحه په هيڅ صورت نه مني، اوسني حکومت هم دا طرحه په تېر اکټوبر میاشت کې رد کړې وه.
اېرېک؛ زه فکر نه کوم چې اشرف غني دې دا ځل بیا ټاکنې وګټي.
مهدي؛ ایا ته د ولسمشر بدلېدو ته په تمه يې؟
اېرېک؛ که راتلونکی ولسمشر هم دا ډول طرحه و نه مني، حال به يې د ډاکټر نجیب په څېر وي.
مهدي؛ ایا دا به مرستندوی وي چې افغان حکومت ته که ووایئ چې موږ به لکه «د شرقي هند کمپنۍ» داسې و چې په ۱۸مه او ۱۹مه پېړۍ کې يې د انګلیسي امپراطوري په استازولي هند اداره کاوه او تاسې هلته وایسرای ولرئ. حقیقت دا دی چې دا یوه ښکېلاکګره پروژه ده.
اېرېک؛ دا پلان د ۲۵۰ کالونو لپاره ګتور و، خو زما نیت ښکېلاک نه دی او زموږ قراردادیان به د افغان دفاع وزارت او ولسمشر تر امر لاندې کار کوي او له هغوی به اجازه اخلي.
مهدي؛ په ۲۰۰۴م کال کې په افغانستان کې د بلک‌واټر یو پیلوټ یوه الوتکه چې امریکايي سرتېري هم پکې سپاره دي له یوه غره سره جنګوي چې د درې امریکايي سرتېريو په ګډون شپږ تنه پکې وژل کېږي، خو د بلک واټر دا پیلوټ وايي چې که دوی پوه شي چې ما له دې کاره څومره خوند اخیستی؛ نو دوی به ماته پیسې «اجرت» را نه کړي. ایا تاسې او ستاسې همکارانو له دې وحشتناکې پېښې عبرت اخیستی چې بیا افغانستان ته ځئ؟
اېرېک؛ موږ ۵۶ الوتکې لرلې او کلونه کلونه مو په لسګونو زره پروازونه په خوندي توګه کړي دي، خو کله چې تاسې ته د امریکا دفاع وزارت له خوا دنده درکول کېږي چې بېرته الوتکه راوګرځوئ او ستونزه راځي او الوتکه جنګېږي؛ نو دا خو پکې راځي.
مهدي؛ ستاسې مشران یو بل ته ایمیل کوي چې زموږ پرسونل د تجربې کمی لري، خو باید را يې ولو تر څو قرارداد وګټو. دوی ولې دا کار کوي؟
اېرېک؛ هلته عاجله اړتیا وه او موږ له هغه وروسته په لسګونو زره خوندي پروازونه تر سره کړي دي. موږ افغان سرحدي پولیس ځواکونه روزلي دي چې تعداد يې ۱۵۰۰۰ ته رسېږي او زموږ روزونکي حتی ساحې ته هم ورسره تللي، دوی ډېر بریالي وو.
کله کله به پر موږ تور و چې بلک واټر دا او هغه کار کړی، حال دا چې موږ به د هغې سیمې په ۲۰۰ کیلومټرۍ کې هم نه و.
ما په افغانستان کې د حکومت دننه او بهر له خلکو سره د تاجک، ازبک، هزاره او پښتون قوم وګړیو سره چې رايه به ورکوي، خبرې کړې دي.
موږ دوه ډوله ماموریتونه ترسره کول، یو هغه و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به راکول او موږ به د هغوی خلک په عین لاره څو څو ځله وړل؛ نو ځکه به دوښمن زموږ پر مسیر پوهېدو او کمین به يې راته نیو.
مهدي؛ په ۸۴٪ مواردو کې لومړی ډز تاسې کړی.
اېرېک؛ موږ ته به يې بم ښخ کړی و او ضرور نه وه چې دوی دې حتماً د مرمۍ ډز وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply