د افغانستان ارضي تماميت او زموږ سرې کرښې/شهزاد آريوبي

0 502

شهزاد آريوبي-

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر

په بين المللي محيط کې د يوه فعاله لوبغاړي په توګه يواځې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له دې خاورې او خلکو استازي کولی شي.

دا هغه روښانه حقيقت دی چې په هېڅ حالت کې نشي نفي کېدی او که څوک وغواړي نفي يې کړي دولت حق لري چې په هر سټيج په دې موضوع وغږېږي، مقابل لوري د بين المللي فشارونو لاندې دې ته تابع کړي ترڅو له دې نظام سره د نظام په توګه برخورد وشي او متقابل دولت په دولت روابط د نورو روابطو ځای ناستی شي.

دقيقا د سولې په موضوع کې ټول ملت اندېښمن دی او دولت ددې ملت د یواځيني استازي په توګه دا موضوع مطرح کوي، ترڅو د ملت اندېښنې حل شي.

البته تر هغه ځايه چې د سولې په خبرو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نقش خبره مطرح ده، نو ډاډه يم چې دا نظام څوک نشي نفي کولی ځکه په دې برخه کې د هر تړون او موافقتنامې د عملي کولو د اجراء ضمانت يواځې او يواځې له نظام سره دی.

افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه نن هغه قوت دی چې ددې نظام له هرې پرېکړې دفاع وکړي، د تطبيق مرحلې ته يې داخل کړي او د قدرت مشروع استعمال ددې هېواد د نظام محافظت, د خلکو او د افغانانو د ارزښتونو د ساتنې لپاره ترسره کېږي.

موږ د يوه قانونواکې ولسواکۍ په توګه اړ يو، ترڅو د قانون د تطبيق او د لسواکۍ د ټينګښت لپاره د دولت د قانوني پرېکړو او دريځونو څخه ملاتړ وکړو.

سره له دې، پدې باوري يو ترڅو افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره بايد منظم او په متقابل احترام ولاړ روابط ولري اما دا هم راته د منلو وړ نه ده چې زموږ د حکومت په اداري چارو کې دې بهرني سفارتونه هم نقد او نظر ولري، خصوصا بيا په داسې حال کې چې د غير مسؤولو وسلوالو ډلو پر وړاندې جديت ولسواکۍ ته ګواښ وګڼل شي.

موږ په خپل ملي حاکميت, ارضي تماميت, خپلواکۍ او ولسواکۍ کې هېڅ ډول انعطاف نلرو او په بين المللي روابطو کې دا زموږ سرې کرښې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply