اوس توتیان هم معتادان شول

0 903

په ځينو هېوادونو کې د بزګرانو لپاره مرغان یو ډول افت وي، ځکه که چېرې د زرګونو مرغانو سېل پر یوه پټي برابر شي، نیم فصل يې ترې په ججورو کې وړي.
ځینې مرغان د غنمو، جوارو او نورو فصلونو په پټیو کې سېلونه سېلونه ښکته او پورته کېږي، خو په کې هندوستان د اپینو یا تریاکو په پټیو کې توتیان د دې زهرجن بوټي په خوړلو روږدي شوې دي.
د هندوستان د مدهیا پردېش په یوه سیمه کې تریاک د بېلابېلو موخو لپاره کرل کېږي، خو بزګران وايي، د توتیانو سېلونه یې پر فصلونو ښکته کېږي چې دوی یې شپه او ورځ اوس د خپلو فصلونو ساتنې ته اړ کړي دي.
یو کروندګر وايي، توتیان يې هره ورځ پر فصل برید کوي او ده یې د مخنیوي لپاره له لوډسپېکرونو، پټاقیو او نورو لارو چارو کار اخیستی دی، خو تر دې مهاله يې هیڅ ګټه نه‌ ده رسولې او په خبره يې توتیان یې اوس پر فصلونو دومره روږدي شوې چې ځینې وخت د اپینو پوره غوزه پرې کوي او له ځان سره يې وړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply