ايا پر عمران خان انتقاد کول هم له سولي سره مخالفت دی؟

0 458

-عبدالنافع همت

د طالبانو د واکمنۍ د وخت کيسه ده. د غزني يوه بزګر کيسه راته کوله. ويل يوه کوچي مي د خټکيو پالېز ته پسونه ورخوشي کړي ول، زما او کوچي تر منځ لفظي شخړه جوړه سوه. په دې وخت کي څو نفره طالبان د پالېز خوا ته راروان ول. کوچي فکر وکړ چي ياره دغه دي وار دی که ځان له پالېزوالا څخه خلاصوې، هغه و چي په زوره زوره يې چيغي کړې، ويل وروره دعوه دي زما سره ده، د پالېز تاوان دي زما څخه وغواړه، ته لوی ملا صاحب ته ولي د ښځي ښکنځل کوې؟ هغه خو د ټول ملت پاچا دی، د هغه ګناه يې څه؟ په دې وخت کي طالبان هم راورسېدل، خو کوچي بس همدا يوه خبره کوله. زه نو اوس د پالېز تر تاوان خو تېر وم، خو لوی ملا صاحب ته د ښکنځلو داسي تور و چي ځان ځني خلاصول اسانه کار نه و، اخير مي په ډېرو قسمونو ځان سپين کړ چي لوی ملا صاحب ته مي ښکنځل نه دي کړي. د خدای فضل و چي طالبان کوچيان نه ول، که دوی هم کوچيان وای نو زه به لوی ملا صاحب ته د سپکاوي په تور اعدام سوی وای.
دا خبره مي تر دې پوري راياده سوه چي اوس هم هغه د کوچي او پالېزوان کیسه ده. په دې ورځو کي که دي پر غربي رسنيو، پر خليزاد يا عمران خان باندي انتقاد وکړ، نو يو بې سواده او د دوو روپو سړی به دي په خوله پوري کلک درونښتلي، وايي ته د سولي مخالفت کوې؟ ټوله ملت سوله غواړي او ته يې نه غواړې؟
که ته هر څومره ورته ووايې چي وروره زه نه د حکومت مامور يم او نه يې امتياز اخلم، زه د ملي ګټو خبره کوم، د سولي کيفيت تحليلوم، په دې برخه کي تر امريکايانو، طالبانو او افغان دولت ملت ستر واقعيت دی، سوله خو يوازي د امريکايانو، طالبانو او افغان دولت اجاره نه ده، زه هم د يوه افغان په حيث حق لرم چي پر دې موضوع تبصره وکړم، خو دی به بيا هم خپله هغه يوه خبره شاربي او تا به پړ بولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply