سوله د جګړې د قربانیانو په خوښه، نه د نورو!

0 539

-لیکوال: لعل الدین اریوبي

تاریخونه ښیي، چې له جګړه مارو ډلو سره د نظامونو او حکومتونو د سولې پروسو ډېر اوږد وخت او فرصتونه غوښتي دي او او مثبتې پایلې او روغې جوړې ته د رسېدو لپاره د ټولو اړخونو نظرونه، غوښتنې او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان روانه جګړه او د سولې په اړه  روانې خبرې اترې هم اوس حساس پړاو ته رسېدلي دي او د تېرو څو کلونو په پرتله د سولې بحثونه او مذاکرات نه یوازې دا، چې تاوده شوي دي، بلکې افغان ولس ته، چې له کلونو کلونو د سولې راتګ ته شېبې شماري، د خوښۍ یوه نسبي هیله ورکړې ده.

د افغانستان د جګړې موده له څلورو لسیزو اوړي او د دې ناوړه او نامشروع جګړې تر ټولو ستر قربانیان هم افغانان دي، چې په یو ډول نه یو ډول هر ورځ لسګونه افغانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي او کورونه یې ورانیږي. جګړه، ناامني، د ژوند سخت شرایط، فقر او ناچاري او له زده کړو بې برخې والی هغه څه دي، چې څلوېښت کلنې جګړې افغانانو ته په میراث پریښي دي او لا هم دوام لري.

د ترهګرو په ځاله د افغانستان د بدلولو هڅه د همدې جګړې یو ستره برخه او پروژه ده، چې د سیمې هېوادونو او مغرضو استخباراتي کړیو پکې له کلونو، کلونو راهیسې خپلو ناوړه موخو ته د رسېدو لپاره اړخیز او پراخ رول لوبولی او د دوام او د افغان ولس د لا زلیلتیا لپاره یې اوس هم له ډول، ډول لارو چارو او اشخاصو د کار اخیستو هڅې نه دي درولي.

افغان ولس د نړیوالو په ځانګړي توګه د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري د افغان سولې په اړه د مذاکراتو هرکلی کوي، خو شرط دا دی، چې نړیوال، د سیمې هېوادونه او استخباراتي کړۍ پکې خپلې شومې موخې نه پالي او داسې سولې ته زمینه برابره کړي، چې د ټول اړخونو عزت، حیثیت او ګټې پکې خوندي وي.

سوله باید افغانانو ته د یو نوي زېږول کېدونکي بحران په بیه نه وي، بلکې د افغان په خوښه او د افغانستان د منتخب حکومت د رهبرۍ او مالکیت او قوانینو پر بنسټ وشي. د هغو قوانینو پر بنسټ، چې موقت حکومت او موقته سوله پکې د یوې وسیلې په توګه د ناوړه موخو ترلاسه کولو لپاره ونه کارول شي.

افغان ولس د جګړې د یو ستر قرباني او د دیموکراسۍ د یو نوي تمثیلونکي ملت په توګه د خپلو رایو پر بنسټ د رامنځته شوي حکومت او ولسواک نظام د دوام تر څنګ تلپاتې او پایداره سوله غواړي او هیچاته د دې اجازه او حق نه ورکوي، چې د دوی پر رایو او قربانیو معامله وکړي. که څه هم د سیمې  مغرض هېوادونه او استخباراتي کړۍ، چې هیله یې د افغانستان بربادي ده، د افغان سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او زموږ په زیان شرطونه وړاندې کوي.

د جګړې دواړه اړخونه افغانان دي او په جګړه کې زیان هم افغان اړخونو ته رسیږي، مهمه خبر دا ده، چې سوله هم د افغانانو تر منځ وشي او د سولې واک هم باید له هغو خلکو او ډلو واخیستل شي، چې د افغان ولس پر ځای خپلو ګټو او موخو ته کار کوي. د جګړې د قربانیانو په توګه سوله د افغانانو حق دی او هغه ډلې، چې غواړي دا پروسه د خپلو ناوړه ګټو د خوندي کولو لپاره د بندو دروازو او پردو تر شا ترسره کړي افغان ولس ته نه یوازې دا چې د منلو او زغملو وړ نه ده، بلکې د تېر په څېر به بیا د خپلو سرونو په بدل کې د دې ناوړه لوبې پر وړاندې راپورته شي.

افغان حکومت په ځانګړې توګه جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه ښه نیت لري او دا یې ولس ته ثابته کړې هم ده. ښه بېلګه یې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د خبرو اترو ترسره کولو لپاره د سولې د ملي مشورتي لویې جرګې راغوښتل دي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان ولس مختلف قشرونه پکې د سولې په اړه خپل نظرونه، غوښتنې او وړاندیزونه شریک او د حکومت له لوري په پام کې ونیول شي.

باعزته، پایداره او له ناوړه معاملو پاکه سوله د ټولو افغانانو هیله او غوښتنه ده او تاکید یې هم دا دی، چې که اړتیا وي د سولې خبرو اترو د روشونو او پرېکړو د بدلون لپاره، چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ او هیچا ته د پلمې او نورو اضافي خبرو فرصت پاتې نه شي، یوه عمومي ټولپوښتنه ترسره او پایله یې د ولس سربېره له ټولو اړخونو او نړیوالو سره شریکې شي.

موقت حکومت، د ټاکنو ځنډول، د بندو دروازو تر شا د سولې خبرې اترې او نورې مغرضې هڅې افغان ولس ته د منلو وړ نه دي او څوک یې چې غواړي د افغان ولس مقابلې ته دې ځانونه چمتو کړي. افغانان سوله په خپله خوښه او د خپل حکومت په رهبرۍ او مالکیت غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply