د ټیکري میرمن او د هګۍ هلک / ولي الله ملکزی

0 1,020

کله چې ایټالوي استعمار د لیبیا د دښتو زمری او د ولسي پاڅون سالار، عمر المختار د ۱۹۳۱کال په سپټمبر کې د اعدام په دړه ودرولو نو الوتکو ته قومنده ورکړل شوه چې ټيټې الوتنې وکړي. موخه داوه چې د المختار وروستۍ خبرې د هغو لسګونو زرو پلویانو غوږونو ته ونه رسیږي چې د وړوکي محشر په څیر، دده خواو شا را ټول شوي ناست وو. غړمبهار جوړ او هاها دې دې شوه، خو بیا هم دوه ټکي هلته هر چا واوریدل، یوه د تشهد کلمه او دویم یی پیغام: جلادانو! تاسو خو به ما نن اعدام کړئ مګر هیڅکله به، نه د ولسونو اراده ماته کړئ او نه به د خپلواکۍ او انسانیت کړیکه غلې کړئ.

تیره اونۍ همدغه د انسانیت کړیکه نه یواځی د نیوزیلنډ د کرایست چرچ په ښار کې ډیره لوړه واوریدل شوه، بلکې انګازې یی د نړۍ له یو کونجه تر بل کونجه ورسیدې او بلا کاڼه غوږونه یی لک څک کړل. له استرالیا څخه راغلي یو ترهګر په دوو جوماتونو کې زموږ په خویندو او ورونو باندې باړونه وچلول، پنځوس تنه بیګناه مسلمانان یی شیهدان او په همدغه اندازه نور یی ټپیان کړل. د دوو افغانانو هر یو شهید انجنیر محمد داود نبي او عبدالعزیز وهاب زاده د شهامت او اتلوالۍ کیسې د نړۍ د معتبرو چینلونو سرټکي او د ورځپاڼو د تندي خالونه شول.

په نیوزیلنډ کې د مسلمانانو شمیر په خروار کې له چیټاکۍ  سره برابر دی (په ۵ ملیونه نفوس کې ایله بیله یو فیصد). ولې د تراژیدۍ له خبر سره سم، د دغه هیواد سوله خوښي او متمدن ولس، د خپلې اته دیرش کلنې صدراعظمې، جاسندا آردرن تر مشرۍ لاندی ګردې نړۍ ته د زغم، خواخوږې او وطنپرستۍ داسی څپرکي پرانیستل چې د هر باضمیره انسان لپاره به د وحشت په وړاندې، د لارې مشالونه وي.

میرمن جاسندار لمړنۍ مشره ده چې د نورو په څیر یی قاتل لیونې او بی سده ونه بللو، بلکې په زغرده یی وویل چې هغه ترهګر دی. نوموړې تورې جامې په تن او تور ټیکری په سر، دغو جوماتونو ته ورغله له غمزپلو سره یی خپلې اوښکې شریکې کړې، د پارلمان غونډه یی د قرانکریم په آیتونو پرانیسته، د جمعې د ورځې آذان یی نیغه په نیغه د ټول هیواد په کچه خپور کړ، په ټول ملک کې یی د مراسمو د تر سره کولو په مهال د دوو دقیقو د خاموشۍ غوښتنه وکړه او خپل ملي بیرغ یی نیم ځوړند او راښکته کړ.

له بله پلوه، په استرالیا کې یو ۱۷ کلن مسیحي ځلموټي، ویل کانولي د نیوزیلنډ په شهیدانو ننګه وکړه او د خپل هیواد هغه کټاس سناتور سر یی د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د چرګې په هګۍ وویشت چې له مسلمانان سره د غمرازۍ په ځای یی هغوئ  پړه او ګرم وګڼل. د سترګو په رپ کې دغه ځوان چې د ایګ بوایې (د هګۍ  هلک) په نوم نړیوال شهرت وموند او په لسګونو زره ډالرې ورته راټولې شوې، اعلان وکړ چې دغه پیسې به د کرایست چرچ قربانیانو ته ډالې کړي. دی تنکي ځوان وښوده چې د انسانیت مذهب لا ژوندی او دین او عقیده د هر چا خپله خوښه او انتخاب دی (لکم دینکم ولی دین).

په نیوزیلنډ کې خو د بل مذهب مجرم د خپل جنون شاجورونه د الله تعالی په کور کې په هغو خلکو تش کړل چې په اوداسه او پاکو جامو کې خپل رب ته د سجدو په خاطر راټول شوي وو او د قاتل د مذهب پیروان نه وو. خو پرون په قندهار کې یو هم مذهبه کس دوو جلادانو ته د جنت کیلي ورکړه او  یو باتور هیوادوال او سترګه ور غازي، عبیدالله بارکزی یی د ناره تکبیر په ویلو سره شهید کړ.

د یوې ذرې او هبې په اندازه، د شک او شبهې ځای نشته چې زموږ دین د مینې،بښنې، خواخوږۍ، همغږۍ او انسانیت دین دی. خو آیا ستونزه په موږ کې ده، که زموږ په خاوره او روزنه کې او که زموږ په تعلیميسیستم کې، چې د بنسټ لمړۍ خښته یی د تنګ نظرۍ او وهلو او ټکولو په بټۍ کې پخه شویده؟ د مدرسې او ښوونځي په لمړۍ ورځې موږ ته دا یوه جمله  بیا بیا تلقین کیږي چې ضرب، ضربا، ضربوا.  پداسی حال کې چې د نورو ولسونو د کمکیو شاګردانو تعلیمي نصاب او لیک لوست په، حَبَّ، ‫يُحِبِّ حُبًّا سره پیل او د برابرۍ او همدردۍ درس ورته ورکول کیږي .

د ټیکري میرمنې او د هګۍ هلک خو د ملیونونو باشعوره انسانانو په زړونو کې د ځان لپاره واړه واړه کورګي جوړ او د هر چا د سترګو تور شول، خو د بارکزي قاتلان به تل د خپل خیالي جنت په حورو پسې سر وهلي بر وهلي ګرځي او کوډله به یی شاید هیڅکله هم تورکې ونه نیسي.

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply