ضمير کابلوف :طالبانو له موږ غوښتي چې د سولې د توافقاتو ضمانت وکړو

0 649

-ضمير کابلوف :

طالبانو له موږ غوښتي چې د سولې د توافقاتو ضمانت وکړو

د کوچو شيره ترې چا ويسته او ضمانت پر چا کوي؟

د طالبانو، حقانيانو او جهاديانو اغاز هم خراب وو انجام يې هم خراب شو خسرالدنيا والاخرة شو

مودوديان، ديوبنديان، قادانيان او اخوانيان + ستميان + ماويستان ولې چوپ دي؟ هغه تفسيرونه او فتاوې يې څه شوې چې نن پر هغو دهريانو ضمانت کوي چې د کمونېزم خلاف جهاد يې ورسره کولو؟ يونيم ميليون شهيدان او دوه ميليونو نه زيات معيوبين به څنګه شي؟

سيد حسين پاچا

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

حکمتيار :

د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

مولانا فضل الرحمان :

مولانا فضل الرحمان د ښاغلي کرزي په وخت کې ويلي وو چې که افغانستان له موږ ((پاکستان)) سره د سرحد ستونزه ومني موږ به يې د امنيت تضمين وکړو.

د پاکستان برحال لوی درستيز قمر جاويد باجوه :

محب الله محب په امريکا کې د افغانستان سفير :

د پاکستان برحال لوی درستيز قمر جاويد باجوه په خپل تيزس کتاب کې چې همدا اوس تازه په امريکا کې له چاپه راوتلی ليکلي : ((د افغانستان د مسالې د هوارې لپاره ښه لاره دا ده چې هلته په افغانستان کې بايد يو غيرمتمرکز حکومت وي)). مانا دا چې افغانستان بايد يو مرکزي حکومت ونه لري. هره برخه چې له هر ګاونډي سره چې نښتې ده د هغوی له لورې بايد اداره شي.

سرتاج عزيز :

طالبان افغانستان کې د اوږدې جګړې توان لري

شيري رحمان :

کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

((روسيه اوس شوروي اتحاد نه دی)).

ښاغليو سهيل وملا هبة الله،

په شمله ګۍ دې شوم غلطه

چې کور ته درغلم مور دې لنګ وهلی وونه

کومه جلۍ د طالبګل پر سپينه پګړۍ او سپين لباس تېروتې وه. داسې يې انګېرله چې ګوندې طالبګل خو داسې پاک پاک ګرځي، نو ختمي به يې ژوند ښه وي. که زه ورواده شم، نو ژوند به مې ورسره ارام واسوده وي، خو خبره نه وه چې د طالبګل غاړه کې لباس هم د بل چا وو او چې ورواده شوه، نو ګوري چې د مور لباس توان هم نه لري او له نېستۍ نه يې لنګ وهلی وو.

ولس داسې انګېرله چې طالبګل به رښتيا پرېښته وي. هر څه چې وايې دا به رښتيا وي، خو نن د قطر له ۱۶ ورځنيو پټو خبرو پايله اخر دا شوه چې نن يې هغه چا ته د ضمانت مخ وراړولی چې په تېر کې مو ورسره د تيري واشغال په جنګ يونيم ميليون شهيدان او له دوه ميليونو زيات معيوب ورکړي. نن په ګرده اسلامي نړۍ کې داسې څوک نه لرو چې امريکا ته مو ضمانت وکړي، نو د خپل تضمين هيله مو هغه روسانو ته شوه چې مخکې مو ملحدان ودهريان بلل او د خپل ځان مرګ مو شهادت بللو.

طالبګل دې يوځل خپل ځان په هېنداره کې وويني چې دی څوک دی؟ ولې موږ ”جهاديان، حقانيان او طالبان“ لومړی پلا پر امريکا ومتحدينو يې او نن بيا پر روسانو او متحدينو يې وپلورل شو. ايا موږ خو به خپللوری غلط کړی نه وي؟

طالبګله چې روسان دې ضمانت کوي، نو تېر ته په کتو د تزاري وبرتانوي امپراتوريو هغه تاريخ ته هم يوځلې ځغلنده نظر وکړه چې څوک ستا ضمانت کوي ته خو به هم څه ورکوې؟ جهاديان خو ورته د افغانانو له حق ابراء شوي ول، خو تاسې به څه کوئ؟ ((روسيه اوس شوروي اتحاد نه دی)).

پاملرنه :

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

تاسې په پيل کې پيدا کړي چا واست او نن مو ضمانت څوک کوي؟

  • دا خبرې درته چا وښوولې؟
  • د کمونېزم جهاد يې ولې درباندې وکړ؟
  • نن يې له خپل حق ولې ورته توبه ګار (ابراء) کړې؟

تاسې خو جامعه حقانيه او احياء العلوم ته هم لږ سر ورښکاره کړئ چې هغه فتواوې او تفسيرونه يې شول؟ ولې يې د خپلو ګټو لپاره په لروبر (ختيځ ولويديځ) وپلورلئ؟

ملا و سياست؟

څنګه يې درباندې خپله نيابتي جګړه مخته يووړه او نن يې څنګه د خپلو هر اړخيزو ګټو لپاره بولۍ ته ودرولي ياست او پر يوه او بله منډي مو وپلوري؟ نو فاعتبروا يااولی الابصار!

په درنښت

سيد حسين پاچا

کابلوف: طالبانو له موږ غوښتي چې د سولې د توافقاتو ضمانت وکړو

http://www.dawatmedia24.com/روانې-چارې،-خبرونه،-راپورنه/کابلوف-طالبانو-له-موږ-غوښتي-چې-د-سولې-د/

کابلوف: طالبان له موږ سه د سولې هوکړه ليک ضمانت غواړي

https://khabarial.com/archives/29495

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply