سوله او ټاکنې دوه مهمې پروسې

0 516

محمدروښان ښاد-

سږکال افغانستان دوه مهمې پروسې (سوله او ټاکنې) تجربه کوي. سوله چې زموږ د هیوادوالو ډېره ځنډنۍ او همېشنۍ هیله ده، د ولسمشر غني د وروستیو څلورو کالو عملي، صادقاته او پرلپسې هڅو له برکته تر بل هر وخت زیاته نږدې او شونې شوه، ځکه د امریکا متحده ایالتونو او د وسله والو طالبانو د سولې مذاکره کوونکي پلاوي په خپلو کې په بحث او خبرو سره بوخت دي او له دې سره هم د خلکو هیله مندي زیاته شوې او هم د سولې راتګ ورسره حتمي شوی دی.

سره له دې چې سوله شونې شوې، مګر دا پړاوو او پروسه بې ستونزو هم نه ده او د نړۍ د سولې هر تړون او پروسه چې که په دقت وکتل شي، نو بې ستونزو نه وي، خو هر څومره چې د سولې پروسه کې زیات دقت وشي او له تدبیر کار واخیستل شي، نو همغومره ورسره د سولې پروسې تطبیق اسانه او ستونزې حلېږي.

ولسمشر غني ځکه زیات ټینګار پر دې کوي چې د سولې په برخه کې باید د بیړې او عجلې پرځای له دقت څخه کار واخیستل شي. که چېرې له بیړې کار واخیستل شي، نو حتی د دې امکان شته چې د سولې پروسه د ګټې پرځای تاوانونه ولري او د یو بل بحران د پیلېدا لامل شي. ولسمشر غني وایي: ”ما در یک گفتمان ملی استیم، و انتخابات آیندۀ ریاست جمهوری افغانستان، فرصت این را می دهد که به صورت واضح مردم افغانستان تصمیم بگیرند که به کدام جهت می روند؟ اما نکتۀ اصلی این است که تصمیم‌گیرنده مردم افغانستان هستند. خارج قانون اساسی، تغییرات در حکومتداری، نه قابل قبول ماست، نه امکان‌پذیر است، نه شدنی است. این را ما به شدت رد می کنیم، مردم افغانستان تصمیم‌گیرنده آیندۀ افغانستان هستند. 

ځینې مغرضې کړۍ په لوس لاس غواړي چې د سولې پروسه ناکامه کړي او د ناکامۍ لپاره یې داسې تبلیغات پیل کړي چې ګواکې تر ټاکنو باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي او موقت حکومت دې ایجاد شي، مګر موقت حکومت هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی او نه هم ښه بدیل دی. دوی په لوی لاس ټاکنې او سوله یو د بل په تقابل کې بولي، حال دا چې دا دوه جلا او موازي پروسې دي چې نه یوازې له یو بل سره په ټکر کې نه دي بلکې یوه له بلې سره مرسته کوي. د بېلګې په توګه د سولې پروسې د ښه ترسره کېدو او د تړون د تطبیق لپاره منتخب حکومت ته ضرورت دی چې د اساسي قانون د حکم مطابق یې تطبیق کړي او منتخب حکومت له ټاکنو پرته امکان نه لري.

افغان ولس اوس تر بل هر وخت زیات هوښیار او بیدار دی او د مغرضو کړیو او پردیو په دغسې شومو دسیسو او ناوړه ارادو ښه پوهېږي، مخکې له مخکې یې درک کوي او په ډېر احتیاط او تدبیر ګام اخلي او د سولې په پروسه کې خو ځکه نهایت زیات احتیاط او دقت کوي چې دا د څلوېښت کلن بحران پایته رسولو په مانا دی. هغه بحران چې هیواد او هیوادوال یې نور د زغم تاب نه لري. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply