سامسونګ خپل نوي ځیرک ساعتونه معرفي کړل

0 1,469

حمیدالله حمیدي-

سامسونګ شرکت د ځینو ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د ۲۰۱۹ ز کال نوی تولید، چې ځیرک ګلکسي اکټیو ساعتونه او د روغتیا معلومولو لاس بندونه دي، معرفي کړل. دغه مراسم په اصل کې د ګلکسي لس موبایلونو د معرفي لپاره ځانګړي شوي وو، چې ترڅنګ یې خپل دغه نوي تولیدات، چې کېدای شي سږ کال ډېر زیات پېرودونکي ولري، هم خپلو مینوالو ته وړاندې کړل. ګلکسي اکټیو ځیرک ساعتونه چې ډېر چټک او په لوړه ټکنالوژۍ سمبال دي، تر ډېره به د ورزشي فعالیتونو لپاره ترې کار واخیستل شي.

د دغو ځیرکو ساعتونو یوه ځانګړنه دا هم ده، چې په خورا دقت د انسان د وینې فشار او د زړه ضربان معلومولی او حسابولی شي. دغه ځیرک ساعتونه لږ تر لږه څلور ګېګا بایټه داخلي حافظه او د دې تر څنګ پر  بلوتوت، وای فای او جي پي اېس هم سمبال دي. له دې ټولو سره سره، دغه ځیرک ساعتونه ۱.۱ اېنچه مخ پاڼه، ۳۶۰ په ۳۶۰ پیکسله کې رزولوشن او ۲۳۰ میلي امپيره بېټرۍ لري. سامسونګ شرکت د خپل دغه تولید لپاره ۲۰۰ امریکایي ډالره بیه ټاکلې ده، چې د لومړي ځل لپاره به یې پلور د مارچ په میاشت کې د امریکا په متحده ایالتونو کې پیل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply