طالب باید دولت کې مدغم شي، نه دولت طالب کې

0 613

نوید احمد څرک _

د طالبانو نظام او حشتونو ته په کتو ډيره اړتیا ده چې طالب په دولت کې مدغم شي، چې له افراطیت او غلامۍ راووځي.

که څه هم د وحشي طالب د وحشت او دهشت ډیر اسناد شته خو له وحشي طالب سره د مخالفت او د ده د محکمه کولو لپاره همدا یوه ویډیو کافي ده چې تازه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

وحشي طالب همداسې په نه خبره بیګناه انسانان وژني دا چې د هر یوه ویډیو نه جوړیږي پدې معنا نه ده چې د وحشي طالب دا لمړۍ یا یوازینی وحشت دی، طالب تر خپل توان پورې د وحشت هڅه کوي خو ځینې یې ښکاري او ځینې پټ پاتې کیږي.

هغه افغانان چې لا هم د وحشي طالب ملاتړ کوي هیڅ وجدان او انسانیت نلري، دولت باید نور د طالب په ملاتړو هم هیڅ رحم ونکړي او خپلو چاپو، د شپې عملیاتو او بمباریو ته دې نور هم زور ورکړي،. دا وحشي طبقه یوازې او یوازې په زور ورکیدای شي.

زه نه پوهیږم چې حکومت کوم مشکلات لري چې په دومره موده کې یې د طالب پروړاندې جدي اقدام و نه کړ چې له منځه یې یوسي.

که د دې دولت په ځای وای له طالب او طالب پلوو سره مې هغه کار کاوه کوم چې وحشي طالب يې له عامو افغانانو سره کوي، هیڅ رحم مې پرې نه کاوه.

څلورو طالبانو به ټوله ولسوالۍ د ډار په زور ساتله خو که حکومت یوه ورځ له طالب سره جدي شو ته بیا وګوره چې طالب کوم ځای پټيږي او کوم ځای دولت ضد فعالیت کوي.

د بیان ازادي هلته خلاصیږي چیرته چې د دښمن به ګټه تبلیغات شروع کیږي، ځکه نو له ګړنګن نه تر کمزوري باید له یوه سره محکمه شي، دوی د نظام له مینځه د نظام پښې وهي او وحشي طالب ته کمپاین کوي، دوی هیڅ د رحم وړ نه دي.

ویډیو مې مخې ته راغله خو ښه ده زر مې بنده کړه او تر پایه مې ونه کتله، ځکه نه غواړم چې دا شیان راته عادي شي او بیا د یو بیګناه انسان په مرګ هیڅ خفه نشم.

که چا لیدلې وي نو طالب پلوو ته یې وښایئ، خو که دوی بیا هم د طالب پلوي کوي نو له دغسې وحشیانو نه د انسانیت طمع قطع کړئ ولو که د کور غړی مو هم وي.

بله دا چې وحشي طالب په نورستان کې ښځې د موسیقي په اوریدو په عام محضر کې په دورو وهي، لږ فکر وکړئ، سلګونه نران ناست دي، مذهبي وحشیان پردۍ ښځې راولي او د ټولو په مخ کې یې په دورو ووهي.

یوې ښځې ته تر دې بل څه سپکاوی کیدای شي؟ همدا وحشیان یې یو ځل د خپلې عقیدې لپاره په کور کې بندي کړي او بیا یې دغسې ډک بازار ته راوباسي او د عامو خلکو مخکې یې په دورو ووهي، هغه ورته چیغې وهي او دا یې وهي. آیا په دین کې دا د ښځې عزت شو؟

په مذهبي نظامو کې خلک همداسې په وحشت او بیعزتۍ کې ژوند تیروي. مذهبي وحشیان ان د خلکو په ښځو اختیار لري. دا کار د مذهبي نظامو د وحشت یوازې یو مثال دی. په دیني نظامو کې ته حتا پخپل کور کې هم خوندي نه یې او مذهبیان ستا شخصي ژوند کې کار لرل خپل حق ګڼي.

خو کومه ټولنه کې چې انسان فردي ازادي ونلري هغه ټولنې مړې وي او هیڅکله به هم لکه ژوندیو انسانانو ژوند او پرمختګ ونکړي. د انسان فردي ازادي تر هیوادنۍ ازادي څو چنده مهمه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply