ولسمشر غني مداخلو ته اجازه نه ورکوي

0 799

محمدبشیریوسفزی-

په دې کې شک نشته چې د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۱ کال وروسته له افغانستان سره په هره برخه کې بېدرېغه او سخاوتمندانه مرستې کړې دي او لا هم د مرستو دغه لړۍ ادامه لري چې افغان حکومت او افغانان د دوی منندوی دي، مګر د دې باوجود هیچاته هم په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې او مداخلې اجازه نه ورکوي.

د افغانستان د اساسي قانون د صریح حکوم مطابق جنګ او سوله د افغان دولت واک دی او په دې برخه کې بل څوک خصوصاً بهرنیان د مداخلې حق نه لري. په دې وروستیو کې د چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو لړ داسې هڅې پیل کړې وې چې د افغانستان په ملي مسایلو کې د لاسوهنې په مانا وې، نو له همدې امله یې ولسمشر غني او افغان دولت پر وړاندې توند غبرګون وښوده.

سوله د افغانانو مهمه او لویه غوښتنه ده او موږ د دې منندوی یوو چې د امریکا متحدو ایالتونو په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي تر څو سولې ته زمینه برابره کړي، مګر افغان دولت او ولسمشر غني به هیڅ وخت حتی امریکا ته هم د دې اجازه ورنه کړي چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې داسې انحصار رامنځته کړي چې هر څه په خپل واک کې واخلي، افغان دولت منزوي کړي او یا د موقت حکومت د جوړېدو ډنډوره ګرمه کړي. د دولت او حکومت انتخاب، جوړول او بدلول د افغانانو په خوښه او رایه کېږي، بل څوک په دې کې صلاحیت نه لري.

که څه هم په لومړیو کې داسې ویل کېدل چې ممکن ولسمشر غني د امریکا پر وړاندې سکوت اختیار کړي، مګر د ولسمشر جرئت ټول حیران کړل او امریکا هم داسې نه ګڼله چې دوی به د افغان دولت له دا ډول غبرګون سره مخ شي. که څه هم امریکا متحده ایالات د افغانستان ستراتیژیک ملګري دي او د دوی همکارۍ ته په هره برخه کې زیاته اړتیا لیدل کېږي، مګر دوی دا حق نه لري چې زموږ له مجبوریتونو څخه داسې ناوړه ګټه واخلي، چې زموږ ملي حاکمیت او استقلال تر پوښتنې لاندې راولي.

ځینو افغان رهبرانو د نړیوال ملاتړ طلایي چانس ضایعه کړ او دوی په تېر کې واحد او معقول دریځ نه دی اختیار کړی. یا یې بېخي اړیکې پرېکړي او یا یې هم احساساتي چلند کړی چې له امله یې هیواد او هیوادوالو ته سخت زیان اوښتی دی. مګر ولسمشر غني په دې برخه کې په ډېر دقت، جرئت او قاطعیت خپل دریځ روښانه کړی او نه یې نړیوالو ته د دې حق ورکړی چې له خپل حقه عدول وکړي او نه یې هم د هغوی پر مخ ټولې دروازې تړلې دي.

موږ ولیدل چې ولسمشر کرزي د خپلې واکمنۍ په دوره کې خپلې اړیکې نهایت زیاتې کړکېچنې کړې. تر هغه لسیزې دمخه داوودخان هم له روسانو سره اړیکې دومره ترینګلې کړې چې له امله یې شوروي اتحاد پر افغانستان وسله وال یرغل وکړ او افغانستان لا هم په بحران کې دی. له دې امله موږ معقول دریځ او چلند ته اړتیا لرو.

 دا چې ولې تېرو مقاماتو د خلکو ارمانونو ته پام ونکړ. دا چې ولې، قضاوت به یې تاریخ کوي. د ملي وحدت حکومت توانېدلی چې پر ډېرو ننګونو سربېره او د شدیدې جګړې سره سره ستونزې خپلې کړي او د ملي اجماع په اساس ستونزو ته د حل لاره ولټوي او مخې ته لاړ شي. د دې لپاره چې د سولې شریک هدف ته ورسیږو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply