د ژور خفګان او د ځان وژنې د مخنیوي لارې چارې

0 1,107

ژباړن: عبدالله ریحان_

هغه څوک چې غواړي د ژور خفګان له امله ځان وژنه وکړي، باید له ده سره څنکه مرسته وشي او په کوم ډول د یو چا ژوند وژغورو؟

په ژور خفګان اخته شخص ممکن د مرستې غوښتنه ونه کړي، دا په دې مانا نه ده چې د لاسنیوي یا د مرستې اړتیا نه لري. زیات شمیر یې نه غواړي ځان وژنه وکړي بلکې دوی دې اندېښنو او د ژوند د زیاتو ستونزو د  راکمولوسره مبارزه هم کوي.

په ژور خفګان اخته شخص چې غواړي ځان وژنه وکړي، دده د داسې ناوړه عمل پیل په یو څو نښو سره پیل کیږي او تاسو باید جدي پام پرې وساتئ.

که ملګری یا کوم د کورنۍ  غړی مو غواړي ځان ته ددې امله زیان واړوي چې دده ژوند د ستونزو ډک دی، نو اړتیا ده چې تاسې لومړی باید دده حالات درک کړئ او وروسته دده په احساساتو خبرې وکړئ نو هغه وخت ممکن تاسې د یو چا ژوند وژغورئ.

ځان وژنه:

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور سره سم هر کال یو میلیون خلک ځان وژنې له دې امله کوي چې وایي ژوند یې د زیاتو کړاونو ډک او د خلاصون لپاره بله لار نه لري.

که د ژور خفګان ښکار شوی کس دردونه، اندیښنې، خفګان او ناامیدي پټ وساتي، نو ستونزمنه ده چې دده حالت درک کړل شي او مشورې ورکړل شي. خو ځان وژونکی شخص د ډیر درد له امله غواړي ځان مړ کړي یعنې فکر کوي چې مړ شم ژوند به مې ښکلی شي. له ده سره د ښه ژوند کولو بله لاره نه وي پاتې چې ترلاسه یې کړي حال دا چې ځان وژنه د ژوند له ستونزو څخه د خلاصون خطرناکه او ناوړه لار ده.

په ژور خفګان اخته انسان سره د یوازیتوب، ناهیلۍ او د ځان وژنې احساس مل وي له مرګ پرته سکون په بل څه کې نه ګوري او په دې لټه کې وي چې زما دردونه کم شي. ځینې خلک د ژور خفګان له امله ژوند ته د دوام ورکول مخالف دي دوي فکر کوي چې د دوی اختیار او ټول توان یوازې ځان وژل دي.

عمومآ د ځان وژنې ناوړه انځورونه

دا په دې مانا هغه څوک چې ځان وژنه کوي په اړه یې غیر مستقیمې خبرې کوي، نو اړتیا ده چې هغه وخت دده خبرې باید جدي ونیول شي او له پامه یې باید ونه غورځوو.

مثلآ ” که زه نه وم ما اوبښه”.  “ماسره بله لار نه ده پاتې زه نور ستړی یم”.

دا او دې ته ورته نورې خبرې د ځان وژنې جدي احساسات څرګندوي اوهغه څوک چې ځان وژنه کوي په ټوله مانا یې ذهني توازن برابر نه وي. ددې تر څنګ ځان وژنه یوازې دماغي خلل یا لیوانتوب نه ښايي، بلکې ځان وژونکی له ډیرې مایوسۍ او خفګان سره مخ وي خو له ژوند شکایت او روحي درد عصبي ستونزې نه بلل کیږي.

زیاتره وخت هغه څوک چې ځان وژنه کوي، څوک یې په اسانۍ مخه نه شي نیولی ان ډیر خفګان لرونکی شخص د مړینې په اړه ګډوډ احساسات لري. نوموړی د ژوند په وروستی کرښه ولاړ وي، چې ژوند وکړي یا هم ځان مړ کړي.

زیات خلک نه غواړي، چې  د ستونزو له امله دې ځانونه مړه کړي، بلکې غواړي د درد مخه ونیسي. په دې باید پوه وو چې هغه کسان چې ځان وژنه کوي د مرستې غوښتنه نه کوي.

د څیړنو له مخې ویل کیږي چې د ژور خفګان لرونکي کسان مخکې له دې چې د ځان و‌ژنې هڅه وکړي، دوی باید له درک وروسته لږ تر لږه تر شپږو میاشتو پورې د تداوي لاندې ونیول شي تر څو په دغه موده کې دوی عادي یا نورمال حالت ته راشي.

د ځان وژنې په هکله مستقیمې خبرې د ژور خفګان لرونکي انسان ته د ځان وژولو نظر هم ورکولی شئ، نو اړتیا ده چې د ځان وژنې موضوع ته په غیر مستقیمه لار ور دننه شئ او د خفګان د لېرې کولو نورو لارو چارو باندې ورته خبرې وکړئ.

د ژور خفګان لرونکی انسان څنګه وپیژنو؟  

تر ټولو د مخه خو اړینه ده هغه شخص چې د ژوند د زیاتو ستونزو له امله غواړي ځان وژنه وکړي دده چلند باید جدي ونیول شي، مانا دا چې دده هر ناوړه عمل چې دده ژوند په خطر کې اچوي قانع کوونکي ځوابونه او مشورې ورکړل شي تر څو ژوند ته دوام ورکړي.

لاندې به ولولئ چې د ځان د وژلو د خبرداري نښې کومې دي، که په کوم ملګري کې مو دغه نښې راڅرګندې شوې نو هغه وخت دغه کس د لاسنیوي یا غم شریکۍ چیغې وهي.

ډیری ځان وژونکي اشخاص د ځان وژنې مخکې د پام وړ خبرداری ورکوي. د مخنیوي ښه لار یې دا ده چې دده په خبرو باندې باید غور وشي او د ځان وژنې نښې یې وپیژندل شي.

که پوه شوئ چې د کورنۍ غړی یا ملګری مو ځان وژنه کوي، نو تاسو باید ده ته ‌ډاډ ورکړئ چې تاسې یې خیال ساتئ او غوره دا ده چې د رواني امراضو متخصص ډاکټر هم په جریان کې وساتئ.

د ځان وژنې غټې نښې دا هم  کیدای شي د بیلګې په ډول د مرګ په اړه خبرې کول ، د مرګ په اړه لیکل او لوستل او د هغو شیانو لټول چې په ځان وژنه کې ورسره مرسته کوي لکه وسلې، چاکو او داسې نور…

دا نښې په هغه وخت کې لا د پام وړ دي، چې څوک د ژور خفګان  (Depression)په اخیري سټېج یا مرحله کې وي، د ژوند حالت یې ګډ وډ وي، د ښه کیدو لپاره په نشه یي توکو تکیه وکړي او یا هم ځان وژنه د کورنۍ له خوا ورته میراث پاتې وي.

د ځان وژنې بل ستر دلیل ناهیلي ده،  مطالعې روښانه کړې چې ناهیلي په ځان وژلو کې پوره ونډه لري. هغه کسان چې ناهیلي دي داسې احساسات لري چې نور یې د زغملو توان په ځان کې نه لري او خپل راتلونکی ډير بې خونده ورمالومیږي. دوی په دې عقیده دي چې د دوی راتلونکی هیڅ د ښه کیدو وړ نه دی.

بله نښه یې دا ده چې ځان وژونکی کس د ډراماټیک حالات نه ژر ځان بدلوي، شخصیت یې بدلون مومي، چلند یې توپیر کوي، په ورځینیو فعالیتونو کې لیوالتیا له لاسه ورکوي، ظاهري بڼه یې د غفلت له وجې بدلیږي او د خوب د کمښت سره مخ کیږي.

د ځان وژنې یا د مرګ په اړه ډیری وخت خبرې کوي او ځان ته د زیان رسولو فکر لري. لکه، “کاش زه دې دنیا ته نه وای راغلی”. ” له دې ستونزو نه مرګ څومره بهتر دی” او داسې نور.

لکه څنګه چې وړاندې لنډه یادونه شوې د وژنکوو وسایلو په لټه کې وي، لکه چاکو، ټوپک، رسۍ او داسې نور شیان چې په ځان وژنه کې ترې کار اخیستلی شي.

هر وخت د مرګ په فکر کې وي.  په ظلم، مرګ او تاوتریخوالي باندې شعرونه او کیسې لیکي. د راتلونکي لپاره هیڅ هیله نه لري. ناهیلی وي فکر کوي چې زه په ستونزه کې یم نو د وتلو لار نشته دا هر څه ښه کیدونکي نه دي او نه هم بدلون مومي. زړه نه زړه وي، له ځانه کرکه کوي او د شرم او جرم احساس ورسره ملګری وي. فکر کوي چې دا هر څه هغه وخت ښه کیږي چې زه دنیا د تل لپاره پریږدم.

يا په ترتیب اوپه غیر منظم ډول چارې پر مخ وړي د قیمتي شیانو د استعمال څخه ډډه کوي داسې وخت یې بیا له کورنۍ سره چلند ښه کیږي. له ملګرو سره غیر عادي لیدنې کتنې کوي خو د خدای پاماني داسې ډول اخلي چې بیا به د لیدو وخت پیدا نه کړي ددې تر څنګ له ملګرو او کورنۍ لاس اخلي. دغه ډول خلک ټولنیز بېلتون زیاتوي او په یوازیتوب کې سکون ګوري. ویجاړونکی سلوک کوي الکول یا مخدره توکي کاروي موټر بې باکه چلوي او خطر په ځان مني په ټوله کې دوی یوازې د مرګ غوښتنه کوي. د ډیرو ستونزو وروسته ناڅاپي د ارامۍ احساس یا چوپتیا دا معنا ورته لري چې د ځان وژنې هڅه وکړي.

د ځان وژنې د مخنیوي لومړۍ برخه:

که چیرې تاسې یو څوک کورئ چې اندیښمن دی نو خبرې ورسره وکړئ. که چیرې د هغه کس په اړه چې تاسو یې خیال ساتئ دا ویره لرئ چې که زه د ځان وژنې په اړوند ورسره وغږیدم نو ممکن غوسه شي او زما خبرې ته به غوږ ونه  نیسي په داسې حالاتو کې دا اړتیا ده چې د ویرې احساس ولرئ. بلکې که څوک د ځان وژنې په هکله خبرې وکړي او د ځانې وژنې نښې کې څرګندې وي، نو ژر تر ژره هغه کس ستا مرستې ته اړتیا لري او چې څومره ژر یې لاسنیوی وشي غوره او بهتره به وي.

د ځان وژونکي سره خبرې:

د ملګري یا د کورنۍ غړي سره د ځان وژنې په موضوع خبرې کول د هر چا لپاره خورا ګران کار دی، نو که ډاډمن نه یاست چې ځان وژنه کوي یا نه داسې وخت کې باید پوښتنه وکړئ.

هغه کس چې غواړي ځان وژنه وکړي د خبرو کولو فرصت ورکړئ، احساسات یې وپیژنئ له دې وروسته کولئ شئ چې د هغه منفې افکار محدود کړئ او له ځان وژنې یې وژغورئ.

له هغه شخص سره چې د ممکن ستاسې په آند د ځان وژنې هڅه کوي د خبرو پیل داسې وکړئ.

  • زه په دا وروستیو کې ستا په اړه اندیښمن یم.
  • په دې ورځو کې په تاسې کې ستر توپیر راغلی او زه حیران یم، چې ته ولې بدل شوی یې.
  • زه غواړم پوه شم، چې له تا ځان ولې ورک دی.

هغه پوښتنې چې باید ترې وپوښتل شي

  • له څه وخت راهیسې داسې احساس کوې ؟”
  • داسې څه پېښه شوې، چې تاته یې داسې احساس درکړی؟
  • اوس زه څه کولی شم، چې ستا په ښه توګه ملاتړ وکړم؟
  • ایا ته د مرستې د ترلاسه کولو فکر کوې؟

د ډاډ په خاطر ورته داسې خبرې پیل کړئ

  • ته یوازې نه یې بلکې زه هم له تا سره یم.
  • ته به اوس اندېښنه ونه کړې هغه څه چې تا زوروي بالکل به ښه شي.
  • زه نه شم کولی چې ستا په احساساتو پوه شم، بلکې ستا خیال ساتم او غواړم درسره مرسته وکړم.
  • کله چې فکر کوې نور تسلیم یم نو ځان ته د یوې ورځې ساعت او دقیقو موقع نوره هم ورکړه.

اړتیا ده چې تاسې رښتیني ووسئ

هغه شخص ته اجازه ورکړه چې ته یې پاملرنه کوې او هغه یوازې نه دی.

خوږې کلمې ډیری وخت د پام وړ نه وي، خو ستا سلوک دا هر څه په ګوته کوي.

ښه غوږ نیوونکی اووسه

ځان وژونکي ته اجازه ورکړه، تر څو د مایوسۍ دروند بار کوز کړي او زړه درته تش کړي. دا مهمه نه ده چې خبرې یې څومره منفي پلوه ښکاري.

خواخوږی اووسه ژر قضاوت مه کوه زغم ولره خاموشي غوره کړه او دا هر څه ومنه. ددې تر څنګ هیله بښونکی اووسه هغه شخص ته ډاډ ورکړئ، چې تاسې ورسره مرسته کوئ او د ځان وژونکي احساسات لنډ مهاله دي، نو اجازه ورکړئ چې پوه شي دده ژوند تاته مهم دی.

ځان وژونکی او ذهني ناروغ شخص تر جدي پاملرنې لاندې ونیسئ:

که چیرې دا کس ووایي، ” زه ډیر خفه یم”. له ژوند ستړی یم”. نو پوښتنه ترې وکړئ، “ایا ته د ځان وژنې  احساس کوې؟” نو په دغې پوښتنې سره ده ته د ځان وژنې فکر نه ورکوئ. تاسې باید دا ښکاره کړئ چې دده په اړه اندیښمن یاست او جدي پا ملرنه یې کوئ. دا به لا ښه شي چې دی له تاسو سره درد شریک کړي.

له ځان وژونکي سره بحث مه کوئ او له هغو خبرو ډډه وکړئ، چې له ده څخه د خبرې د ګټلو هڅه کوئ. لکه ” ته د ژوند کولو لپاره ډیر وخت لرې. ستا مرګ به ستا د کورنۍ لپاره ستر درد وي.  یا روښانه فکر ولره”.

د ژوند د ارزښت په هکله لیکچر ورکړئ او په پای کې ورته ووایاست، چې ځان وژنه د ستونزو د حل لار نه ده او نه هم کیدای شي.

باوري ژمنه وکړئ

د راز د پټوالي په موخه قسم مه خورئ. ژوند د ستنې پر سر دی نو اړینه ده چې باید له رواني ناروغیو متخصص ډاکټرنه مشورې واخلئ، تر څو د ځان وژونکي کس ژوند خوندي وساتئ. په داسې حالاتو کې د راز پټول به ګټه نه تاوان ولري او خپله ژمنه کې به پاتې راشئ. د دوی د ستونزو لپاره د حل لارې وګورئ مشورې وکړئ او داسې فکر ورکړئ چې خپل احساسات توجیه کړي.

دا نه چې ستونزه څومره ناوړه یا لویه ده بلکې په څومره بد ډول ستا ملګری ترې زوریږي.

د ځان وژنې د مخنیوي دوهمه برخه:

په بحراني حالت کې چټک ځواب وایوونکي اووسئ. که چیرې مو ملګری یا د کورنۍ غړي درته ووایي چې د ځان وژنې فکر کوي. اړینه ده چې په دغه وخت کې دده خطر وارزوئ.

لاندې پوښتنې به  دده د حالت په ارزولو کې پوره مرسته درسره وکړي وکړي.

  • ایا ته د ځان وژلو پلان لرې؟
  • ایا ته د ځان وژلو د پلان لپاره چاقو او ټوپک لرې؟
  • ته پوهیږې چې دا کار کوې؟
  • ایا پوره اراده لرې، چې ځان ووژنې؟

د ځان وژنې د مخنیوي دریمه برخه

که ملګری یا د کورنۍ غړی مو د ځان وژنې فکر لري د مرستې وړاندیز ورته وکړئ او په ډیر عادلانه ډول یې خبرو ته غوږ ونیسئ. لومړی اجازه ورکړئ ترڅو پوه شئ تاسو ورباندې فکر کوئ او یوازې نه دی. د هغه د روغتیا مسؤلیت مه اخلئ او نه هم  تاسې په دې کار توانیږئ. بهتره به دا وي چې د بیا ښه والي ژمنه درسره وکړي.

دا ډیر زغم غواړي چې د ځان وژونکي کس سره مرسته کوئ او دده فکر عادي حالت ته راولئ، احساسات یې کنټرول کړئ. نو داسې وخت د ځان په اړه فکر هم اړین دی. تاسو باید یو باوري شخص پيده کړئ او له هغه ګټورې مشورې واخلئ.

اړتیا ده چې مسلکي مرسته تر لاسه کړئ په خپل توان پوره هر څه وکړئ تر څو ځان وژونکی کس چې مرستې ته اړتیا لري وژغورئ.

ددې تر څنګ دا هم اړتیا ده چې د  مسلکي ډاکټر سره د مشورو د اخیستلو وخت واخلئ تعقیبي درملنه یې وکړئ. که چیرې د ډاکټر په لارښونه تداوي وشي، نو هڅه وکړئ، چې د هر اغیز لپاره یې له ډاکټر سره په اړیکه کې ووسئ.

فعال اوسئ

ځان وژونکی کس اکثرا وخت دا باور نه لري چې له ماسره څوک مرسته کوي. نو تاسو باید پوښتنه ترې وکړئ. ورته ووایئ، ” که ته څه ته اړتیا لرې نو ماته ووایه”. انتظار مه کوئ، چې هغه شخص به تاسې ته غږ وکړي بلکې خپله ډیر فعال اوسئ. د ژوند مثبتو اړخونو ته هڅونه په پوره اندازه ويټامین لرونکي خواړه خوړل. د ۳۰ دقیقو لپاره د لمر او طبیعي ښکلا څخه خوند اخیستل، تمرین کول د ژور خفګان د منځه وړلو غوره لارې دي.

په پلان مخکې لاړ شئ

هغه څوک چې غواړي ځان وژنه وکړي دده لپاره باید موخې وټاکئ او موخو ته د رسیدو لپاره ژمنه ترې واخلئ هغه ستونزې باید واضیح شي چې دی یې داسې حالاتو کې ښکیل کړی دی.

مثلآ د اړیکو د لاسه ورکول، الکول څښل، له مخدره توکو استفاده او ورته نورې ستونزې کیدای شي. همدا شان د ځان وژنې احتمالي وسایل ترې لرې وساتئ لکه چاقو، زهر او ورته نور د خطر پيښولو توکي باید ترې په واټن کې ووسي. هغه څه ورکړئ چې ضرورت یې دی لکه درمل او فکر مو وي چې د درملو د خواړلو وروسته درمل ترې لرې وساتئ د اوږ مهال لپاره نیږدې ورسره پاتې شئ. یوازې یې ما پریږدئ د ښه والی لپاره یې غوښتنې ور پوره کړئ.

سرچینه: helpguide.org /

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply