تر مرګ يوه دقيقه وړاندې څه کېږي؟

0 499

مرګ هغه راز دی چې تر اوسه يې په هکله شوې ټولې خبرې د ژوندو خلکو خبرې دي. دغه راز چې چا تجربه کړی دی هغه يې کيسه نه‌شي کولای او څوک چې يې کيسې کوي، هغوی تجربه کړی نه دی.

که څه هم د مرګ په هکله تصورات خورا ګڼ او متفاوت دي، خو څېړونکيو تر مرګ د يوې دقيقې مخکې حالت په هکله څېړنې وړاندې کړې او ځينې پايلې يې را ايستلې دي.

ټول انسانان يو ډول مړه کېږي؟

دا وخت چې په مغزو کې څه بدلونونه راځي او څه پېښږي، د ټولو لپاره یو شان دي.

يوه امريکايي څېړنه وايي، هغه کسان چې د مرګ په حال کې وو او بيا ژغورل شوي، دوی داسې حالت تېر کړی لکه وحشتناک فلم چې ليدلی وي. د ذهن وضعيت يې د غوسې په وخت کې د عکس العمل حالت ته ورته و.

له مرګه وېره

د دې علمي ډلې د څېړنو پر اساس، د دغسې تصوراتو د پېښېدو اصلي لامل ډار دی، په دې معنا چې د مرګ له تصور سره د انسان په ذهن کې ناڅاپي وېره پېښېږي او مغز ځينې هورمونونونه او کېميايي مواد افرازوي.

تر مرګ لږ شېبې وړاندې انسان د وېرې او الوت احساس کوي. په دې وخت د انسان په بدن کې “هيپوتالاموس” د “ادرنالين” د خپرېدو سبب کېږي چې د انسان بدن د غبرګون حالت ته بيايي.

انسان غواړي لکه د وحشي فلم پر وړاندې چې چيغې وهي، همداسې ناره وکړي، خو غږ يې نه را خېژي، ځکه دا وخت د انسان تنفس پرې کېږي او مغز له کاره لوېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply