د انتباه ټکي
آ تر څو به! په غــــــرور کې یي لویدلی
په نشو کې د قـــــــــــدرت یی ، لوبیدلی
خبر اوسـه ، چې تر ګوره ، مزل لنډ دی
لــــکه اوښـــکه په ، په بڼو یی ، دریدلی
په زرهاوو ګلان د اميد په دي دنیا ګۍ کې ، د سل هاوو او زر هاوو امیدونو او آرمانو سره و غوړيږي ،او ډیر ژر مړاوي شي ، یعني د فنا خواته لاړ شي ، د مخه له دي چې په یوه خوله په مړه ګیډه وخاندي بیرته مړاوي شي ، و بیا ورژیدل شي ،چې دا په بوټو او ګلانو د چمن کې د جهان د بی وفایي نښه ده ،چې په دي باندی د ژور فکر خاوندانو څخه بغیر بل څوک نه پوهیږي .
هره پاڼه چې د ګـــــــــل څخه تویږي
صاحبدل په خپل انجام باندی پوهیږي
د دي نه په غیر زمونږ د انتباه اخیستو د پاره په دي دنیا ګۍ کې په زر هاوو نور رموزات او اشارات شته ،چې د فاني دنیا د بی وفايۍ او سست بنیادۍ خبرتیا ورکوي ،خو دا هغه چا د پاره چې د بیداره زړه او متجسس روح خاوندان وي ،هغوي د دي درک کولای شي ،او نور هسي په خوله وایي : چې دا فاني دنیا حیف او افسوس چې مونږ خپل حالت ته په ژوره کتنه نظر نه کوو،په کار ده چې پر یو بل د غرور او لويی نه کار وانخلو
پیدایښت کې چې له خاورو یو ، پیدا
فرق به څه وي ای غافله، زما وستا
نو لازمه ده ، چې یوه شیبه په خود شو ، او دمخه له دي چې ، په هر مړي او ژوندي وژاړو یوه شیبه ، په خپل عجز او حالت د زړه په ژور احساس وژاړو ، او د دي فاني دنیا د ګذر څخه عبرت واخلو ،چې د دي ګذري دنیا نه ښه عبرت ځای نښته
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320