د غـــرونـــو ژړا ؟!/ عبدالوهاب سرتیر

0 615

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیګا خوب ګورم چی غرونه راته ژاړی
وچی دښتـــی او سبنــــدونه راته ژاړی ؟
په لمنو کې دغــــرو مــتوجـه شـــــــوم
چې ډېــر وږی ولـــسونــه راته زاړی
**
دسیندو اوبه روانی پر خپل سر ځــــي
بی له دې چې بند پرې وتړو بهر ځي
خپل ډاګونه بی اوبو راته پـــراته دی
خو اوبه رانه روانی دي هـــد ر ځي
**
له یو غره نه مې تپوس وکړ چی کوم و؟
له ژړا ېئ په ښکاره ځواب معلـــــوم و
ماوې : ولی په ژړا ئې اوچت غــــــره ؟
ښکاریده چی تر ستم لاندی محکــــوم و
**
وې تر برید لاند ی راغلی دمافیا یو
پر بـــمونو بانـــــــــدی الوزو تبا یو
راکې پټې خـــــــزانی دي بی حسابه
خو دغلو دلاسه هـــــره ورځ تالا یو؟
دا کانونه ددې خلکو امانت دی
چي تر ننه مو ساتلی په حُمت دی
په لمنو کې مې ځالی دزمریانو
چی سر لوړی زموږ غرو په حفاظت دی
**
خو نن ښکاری دا زمریان لکه چی مړه دی
ددی خاوری اتلان لکه چی مړه دی
بی وسي ده چی لوټيږی مې کانونه
راته ښکاری افغا نان لکه چی مړه دی
**
که ژوندی وای یائې سترګی غړولای
بیائي کله شو پر ما تېری زغملا ی
دا هر غر ددی هېواد دسر شمله ده
چی فلک نشي داسر را تيټولای
**
هیله مند یم چی ځان وښيئ په نره
له فلکه سره ووهی ډغره
چي دچارو واګی ونیسی په لاس کی
کسات واخلی له ظالم او زوروره
**
چی واکمن پر شتمنیوو ټول ملت شي
خدمتګار ئې یو آستازی حکومت شي
چی هر کان په طریقه سره راووځي
په نصیب دافغانانو سعادت شي ؟
**
بیا به خاندی هم ډاګونه او هم غرونه
افغانان به را وباسی خپل کانونه
جوړوي به پری وران کور دافغانانو
چی له ژونده هر افغان واخلی خوندونه ؟؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply